د افغان ادبي بهير غونډه کې دا ځل سيد جيلاني جلان خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ چې غزل يې دلته رانقلوم:
له ورځې تښتم چې له شوره ډکه ستا غوندې ده
شپې ته پناه وړمه شپه چوپه ده زما غوندې ده
په دغه دښته کې شايد دمينې قتل شوى
په دغه دښته کې اوس هم د زړه درزا غوندې ده
ستا د قربان قربان خبره مې اوس هم جانانه!
د زړه په لپه کې راټوله د دعا غوندې ده
مينې يې داسې کړم چې ګورم اينه کې ځان ته
وايم چې دا څيره خو څه نه څه اشنا غوندې ده
زه پکې وينم د درد تتې منظيرې جلانه !
ستا شاعري ټوله د واورې د رڼا غوندې ده
عابد وار ونيو او په مطلع يې خپل نظر داسې څرګند کړل:
که د غزل مطلع ته پام وکړو، نو مطلع د ټولې غزلې هغه برخه ده چې که مطلع قوي وي، نو لوستونکی ته د ټولې غزلې د لوستلو بلنه ورکوي. د جلان صاحب د دې غزلې مطلع کې دا زور شته چې ټول غزل په لوستونکي ولولي. دلته جلان څو اړخونو ته پام اړولی دی. د ورځې او د شپې تر منځ تناسب، همدا رنګه د ورځې شور د خپلې محبوبي له ناز او ادا سره تناسب، بيا د شپې چوپتيا د ورځې له شور سره او همدا رانګه د شپې چوپيتا د مئين له چوپتيا. او له دې هر څه سره سره د مطلع رواني او موسيقيت غزلې ته لا خوند ورکړی دی.
محبوب الله محبوب وويل چې دلته شپه دوه ځايه ياده شوې ده چې که داسې شي چې:
شپې ته پناه وړمه چې چوپه ده زما غوندې ده
خو استاد اسدالله غضنفر يې په ځواب کې وويل چې په دواړو ځايونو کې شپه پر ځای راوړل شوې ده. چې د تصحيح هيڅ ضرورت په کې نه محسوسيږي. استاد غننضر ثه مطلع د عابد خبرې تاييد کړي او د مطلع د ښکلا په اړه يې نور تشريحات هم ورکړل.
لومړی بيت:
په دغه دښته کې شايد دمينې قتل شوى
په دغه دښته کې اوس هم د زړه درزا غوندې ده
بيا هم عابد وويل چې ښکلی بيت دی، دا چې په دواړو مسرو کې يې (( په دغه دښته کې)) کارولی دومره ښکلې يې کارولې ده چې د نقادانو دا نيوکه پرې نه وارديږي چې ووايي جلان سره دالفاظو کمی دی.
محبوب وويل چې په لومړۍ مسره کې يې دا شايد سړی ټنکی کوي، که د دې پر ځای يوه بله مناسبه کليمه وکارول شي، نو شعر به نور هم ښکلی شي. خو استاد غضنفر وويل چې شايد ډېر پر ځای کارول شوی دی. ځکه چې يو دښته ده او يو څوک په کې روان دی چې اټکل کوي، نو د اټکل له پاره شايد بيخي پر ځای کارول شوی دی. محبوب زياته کړه چې د شايد پر ځای که ښايي وکارول شي څنګه به وي؟ خو عابد يې په ځواب کې وويل چې زموږ ډېر خلک دښتې ته دشته هم وايي، نو شايد ځکه ښه دی چې د دشتې، شايد او شوی په کليمو کې د شين تکرار مسرې ته داخلي ښکلا وربخښلې ده.
دويم بيت:
ستا د قربان قربان خبره مې اوس هم جانانه!
د زړه په لپه کې راټوله د دعا غوندې ده
عابد دا بيت هم ډېر خوښ کړ ويې ويل:
زه چې کله له پيښور نه د کابل په لور راووځم، نو مورجانه مې راته وايي چې قربان دې شم زويه په ځان پام کوه. نو د جلان دې بيت ما ته زما مورجانه راياده کړه. بله دا چې دا قربان په اصل کې يوه دعا ده چې د جلان ورته پام شوی دی ده د زړه په ليه کې راټوله کړې ده او د خپل جانان څخه يې يو ډاډ اخيستی دی. دا هم د دې نورو بيتونو په څير ښکلی دی. په دې بيت نورو يارانو څه ونه ويل.
دريم بيت:
مينې يې داسې کړم چې ګورم اينه کې ځان ته
وايم چې دا څيره خو څه نه څه اشنا غوندې ده
ټولو ملګرو بيت خوښ کړ خو استاد غضنفر وويل چې دې کې شک نه شته چې بيت ښکلی نه دی، خو خيال يې زوړ دی جلان په نوې بڼه راوړی دی.
څلورم بيت
زه پکې وينم د درد تتې منظرې جلانه !
ستا شاعري ټوله د واورې د رڼا غوندې ده
عابد پوښتنه وکړه چې د واورې د رڼا او د درد د منظرې څه تناسب شته او که څنګه؟
ډاکټر محب زغم وويل چې د طبي لحاظه تناسب لري، کله چې په واوره لمر راوخيژي، يو قسم شغلې ترې د انسان سترګو ته راپورته کيږي چې سترګې يو نازک درد هم ورسره پيدا کوي، او بعضې وخت داسې هم کيږي چې په سترګو بد اغيږ وکړي او ممکن سړی د سترګو له نوره خلاص کړي.
استاد غضنفر وويل چې ما ته په کې دې تتې منظرې خخوند رانه کړ. ځکه چې کومه منظره جلان يادوي، هغه تته نه ده که په دې هلکه يې غور وکړي، نو شعر به واقعاً ښکلی شي. عابد له جلان نه پوښتنه وکړه چې تاسې ته د واورې د رڼا دا ضرر مالوم و چې ډاکټر صاحب زغم تشريح کړ؟ جلان وويل چې نه. عابد په ټوکه وويل که دا خبره درته مالومه وه نو بيا دې دومره ښکلی شعر نه شو ويلی. هاهاهاها.
له عابد نه وروسته جلان صاحب وويل چې زه له ننني نقد نه ډېر راضي يم. په تيره د عابد صاحب له نقد چې ټولې يې زما د زړه خبرې وکړې. په هغه بيت کې چې قربان مې د دعا په لپه کې راټول کړی دی، دا خبره بلکل زما د مورجانې خبره ده او عابد زما د زړه تل کيوتی او دا خبره يې ترې ايستلې ده. عابد نن په نقد کولو کې ماته بيخي د نثار صاحب غوندې ښکاره شو. غضنفر صاحب چې په تتې منظرې نيوکه وکړه بيخي به پر ځای وي، زه کوښښ کوم چې د تتې منظرې پر ځای کوم بل انځور دلته وکاروم .
د جلان له خبرو وروسته يوه آزاده مشاعره وشوه چې پهلسګونو شاعرانو په کې شعرونه وويل. د دې غونډې مشري له سهيلي پښتونخوا نه راغلي ميلمه صادق ژړک کوله او ميلمه يې يعقوبي صاحب و. راپور يې منصور نيکمل ليکه او وياند يې حسن المبارک و.
دا غونډه د ١٣٨٧ل کال د سلواغې په ٢٥ نيټه د کابل په پروان مينه کې د نادريه ليسې تر شاه د يار په موسسه کې تر سره شوې چې د سختې واورې له اوريدو سره سره په غونډه کې تر پنځوس تنو شاعرانو، ليکوالو او د شعر او ادب مينه والو ګډون کړی و. راتلونکي غونډه چې د رشاد کره کتنې غونډه به وي د علم ګل سحر په کيسه به په ليکلي بڼه نقد کيږي.
د غونډې په پای کې د بهير غونډه صادق ژړک وارزوله ويې ويل چې څو کاله وړاندې چې ما په همدې کابل کې د بهير په يوه غونډه کې ګډون کړی له هغه وخت د يارانو له جملې څخه يوازې استاد غضنفر او عابد وينم، او نور ګردسره نوي ځوانان دي چې ډېر ښکلي شاعران هم دي، او دا ټول د بهير برکت دی چې وخت په وخت ښکلي شاعران راپيدا کوي، البته دا خبره د تامل وړ ده چې د بهير هغو زړو يارانو ولې بهير پريښی دی داسې خو به نه وي چې د ډالرو سيلاب په مخه کړي و؟
سيد جيلاني جلان، حسن المبارک، صادق ژړک او يعقوبي صاحب
د غونډې ګډونوال
د غونډې وياند حسن المبارک
د غونډې راپورتر منصور نيکمل
بازمحمد عابد
منګل خوستی
خيال خوستی
صادق ژړک
يادونه: د دې غونډې ريپورټ هم منصور نيکمل ليکلی دی، خو ما د خپل ياد داشت څخه دا پورته څو کرښې دلته رانقل کړی، بشپړ راپور نه دی.
په درنښت
ستا ورور
بازمحمد عابد