د ۱۹۹۷ م کال خبره ده، زه پيښور صدر بازار کې د ريړې ( کراچۍ) تر شاه ولاړ وم چې استاد ازمون سره له رنګه سکاڼ غنمرنګه شډل بډل ځوان چې ګرد نصواري پکول يې په سر و، په خړو جامو يې شين بخنه وطنی ساخت بنين اغوستی و او چارخانه واسکټ يې په تن و. له راغاړې وتو سره سم راته استاد ازمون وويل چې دا اجمل اند دی او چې له روغبړ نه را اوزګار شوم نو ورته مې وويل: استاده! ما ستا تر ويلو د مخه ځکه وپيژاندو چې له بدنه يې داسې خوږ او مست بوی راغلو لکه همدا اوس يې چې د شوتلو پنډ له اوږې ښکته کړی وی.

په دې خبره موږ دريواړو سره ښه په کړس کړس وخندل.

څو شيبې زما د ريړې ( کراچۍ) تر څنګ کيناستو. يوه قهوه چای مو سره څښلې چې اجمل اند جيب ته لاس کړ او د کوپون د کتابچې په څير يوه شعري ټولګه يې راته ډالۍ کړه چې ډير ښکلی نوم يې ورته ايښی و.

( د زړه پر پاڼه مې انځور دی ګلاب)

له مخې سره مې د کتاب پاڼې واړولې، استاد ازمون يې چاپچارې ګاللې وې، څو غزلې مې ورته له مخې سره ولوستې، خوند يې راکړ. له واره مې ورته له خولې ووتل.

ياره دې ازمون صيب تاسره څه رخه لرله چې دومره ښکلي شاعري يې درته د کوپون د کتابچې په څير چاپ کړې ده؟

اجمل اند د طالبانو په نظام کې پيښور ته راغلې و او غوښتل يې چې همدلته څه کار ځان ته وګوري. استاد يون سره د څه وخت لپاره د هيلې مجلې دفتر کې ښکته پورته شو. بيا د ارمان خوګياڼي په نوم د عصمت قانع په نوښت کې له يو بل يار نجيب عامر سره راڅرګند شو. او ډير ژر په دې وتوانيدو چې د بي بي سي په تعليمي پروژو کې د ماشومانو د خپرونو لپاره د يوه پروډيوسر په توګه راڅرګند شي.

له دې وروسته نو اجمل اند بيا دهقان بچه نه پاتې کيږي، په شاهين ټاون کې يوه کوټه په کرايه نيسي او خپل کشر ورور ايمل مړوند چې دوی یې مبارز بولې هم پيښور ته ورغواړې او د تقوا په لیسه کې یې شاملوي، خپله يې هم له شفيق حکيمې سره اشنايي جوړيږي او په انګريزي کورس کې زده کړې ته دوام ورکوي. دوه نيم درې کاله چې يې د

بي بي سي تعليمي پروژو کې خپل خدا داد استعداد وښود، نو د اهل نظرو پام ځانته وراړوي.

په افغانستان کې د طالبانو نظام درهم برهم شوی و. اجمل اند او ابراهيم اميري له احمد تکل سره له پيښوره کابل ته لاړل او هلته دواړه د ازادۍ راډيو د لومړنيو پښتو خبريالانو په کتار کې شامل شول.

مخکې تر دې چې کابل ته لاړ شي دخپلې کوټې ساز او سامان چې يوه د کتابونو المارۍ، يوه چوکۍ او يو ميز يې ماته په دولس سوه کلدارو راکړل او همغه وخت ما ته پته وه چې يوه المارۍ يې هم دوه زره کلدارې ارزيدله. په لومړي ځل مې له تاخچو نه کتابونه راواخيستل او په همدغه المارۍ کې مې ځای په ځای کړل او تر څنګ مې ميز او چوکۍ هم واچوله.

دانو داسې وخت و چې ما ته په عرفان کلتوري مرکز اوس ( کليد ګروپ) کې د يوې پښتو او دري درې مياشتينې مجلې سپيدې د پښتو برخې د ايډيټر په توګه وظيفه د احمد تکل له برکته په لاس راغلې وه. هره شپه به مې کور ته د مجلې کمپيوټر شوي ليکنې له ځانه سره راوړلې او د کتابونو د المارۍ تر څنګ به مې پروف لوستل او ايډيټ به مې په کې کولو. او بيا داسې وخت هم راغلو چې د يارانو له برکته د بي بي سي تعليمي پروژو کې مقرر شوی وم. او کله چې زموږ دفتر له پيښور نه کابل ته وکوچيده، نو زه به اکثره د شبنې په ورځو کې ازادۍ راډيو ته ورتلم هلته مې يوازې اند نه چې تکل صيب سره هم ملګرتيا وه. کله چې به هم ورغلم اجمل به يا په ريپوټ پسې وتی و او يا به په ريپوټ جوړولو بوخت و. ازادۍ راډيو کې يې هم د خپلو منډو ترړو له برکته ډير ژر د ايډيټر ځای خپل کړ. بيا به چې کله هم دفتر ته ورغلم نو يوه ګيډۍ ليکلي ريپوټونه به يې مخې ته پراته وو او په سور قلم به يې په کې سمونې کولې.

کله کله به د انجنير صيب ستانه مير زهير له برکته د اجمل اند په ګډون څو تنه ياران په نوي ښار شينواري نمکين هوټل کې هم سره راټوليدو او له خوراک څښاک وروسته به په خوښۍ او مستۍ خپلو تم ځايونو ته تلو.

اجمل اند به په کابل کې هم ډير وخت ادبي غونډو ته نه راتلو. خو کله چې مو له پيښوره کډه شوی بهير په کابل کې فعال کړو نو اجمل اند مو هم په وچ زور بهير ته راوست او له راتلو سره سم يې په ټول افغان ويبپانه کې افغان ادبي بهير ته کور واخيست او زه يې هم ځان سره مل کړم چې د بهير فعاليتونه خپاره کړو.

تر هغې چې افغان ادبي بهير ته خپله ځانګړې پاڼه جوړيدله نو موږ به په شريکه د افغان ادبي بهير په اړه مطالب په ټول افغان کې جوړشوي کور کې خپرول.

او بيا داسې وخت هم راغلو چې اجمل له کابله هم کډه په شا کړه او د ازادۍ راډیو مرکزي دفتر ته چې د چیک جمهوریت په مرکز پراګ کې دی وکوچیده .

اجمل اند چې پراګ ته ولاړو، نو تر ډيره يې راسره اړيکې پرې وې، هغه وخت به موږ هوټميل ميسنجر کارولو. په هغه کې به هم اکثر وخت غايب و او چې راپيدا به شو نو سلام ته يې ځواب هم نه ورکولو.

خو يو وخت داسې هم راغلو چې له پراګه يې راته فون وکړو او ويې ويل چې د پښتونخوا لپاره يوه راډيو جوړيږي، که کار غواړي سي وي دې د راډيو مرکز ته وليږه که په جلال اباد کې يې کوم خبريال ته ضرورت و نو مټې ورته راونغاړه.

دا څلورم کال روان دی چې زه له مشال راډيو سره کله په جلال اباد او کله په پيښور کې په کار بوخت يم او دا اوس چې ليکنه پای ته رسوم او د ننګرهار د رسنيو په کور کې د ميز تر شاه ناست يم. ماته مې په خپله کوټه کې د اجمل اند المارۍ، ميز او چوکۍ مخې ته نيغه ولاړه ده.

د جولايي ۲۸

د ۲۰۱۳ کال

د شپې دوه بجې