د دوه زرم کال خبره ده چې زه په پيښور کې د عرفان کلتوري مرکز نه د خپريدونکې مجلې ” سپيده “ مرستيال وم. دا داسې وخت و چې له هيواده زياتره شاعران او ليکوالان پيښور ته راکډه شوي وو.  د ليکنو، شعرونو او مقالو ښه پريماني وه، خو يوه خبره وه چې ځينو ليکوالانو به خپلې ليکنې دوه درې ځايه ليږلې او چې ماته به داسې ليکنې راغلې نو په مجله کې مې نه خپرولې. په کابل کې د ګوتو په شمير چې څو شاعران او ليکوال پاتې وو، يو هم په کې ومان نيازی و.  په دوه درې مياشتو کې چې به اجمل پسرلی له کابل نه پيښور ته راغلو، نو له ځانه سره به يې د ناچاپ مقالو او شعرونو يو بنډل هم زموږ د مجلې له پاره راوړو، چې د ومان نيازي شعرونه به هم په کې وو. زه به د کابل د يارانو ليکنو ته په دوه وجو خوشحاليدم، يو دا چې ليکنې به يې تازه وې، بله دا چې زموږ موسسې يو څه اندازه حق الذامه هم ورکوله، خو دا حق الذامه به په ډېره ګرانه دوی ته رسيده، که يو ځل نيم ځل ورته رسيدلي وي، نو وي به، کنه ښه مې ياد شي چې  دوه ځلې خو د ومان صاحب حق الذامه ما نوش جان کړې ده او دا ځکه چې د ادبي مجلې نه  حق الذامه راايستل داسې مانا لرله لکه د هندو له کوره چې قرآن راووځي.
خبره مې د نيازي صاحب د شعرونو کوله چې ماته يې کوم شعرونه رارسيدل، څو څو ځله به مې لوستل او که په څنګ کې به مې بل څوک ناست و هغه ته به مې هم اورول. د ده په ټولو شعرونو کې تقريباً کليوالي او سيمه ييز ترکبيونه او اصطلاحګانې ښه پريمانه موندل کيږي، او زه چې له خپل کلي نه پوره شل کاله لرې پاتې شوی يم، نو د ده په شعرونو کې به مې د خپل کلي پريمانه انځورونه ليدلای شول. د ده کوم شعرونه چې هغه وخت ماته رارسيدل، نو په شعرونو کې يې  ځای، ځای د کليوالو نجونو د لاسي ګنډلو نمونې ليدل کيدې، مثلاً چيرته به ورته خپلې کليوالې محبوبې، په خامک غاړه جوړه کړې وه، چيرته ورته لنګوټی خامک کړی، چيرته دسمال او يا هم چيرته ورته په مشکڼو خولې پېيلې او يا د چيلم سرخانه.
ما لا نيازی صاحب نه وليدلی، خو خدای ( ج ) کول چې يوه ورځ محترم استاد پسرلي صاحب سره يو کس چې پر تن بدن زما په څير خوار خو په قد تر ما لږ څه اوږد، د پاخه عمر ځوان  په پيښور کې د افغان ادبي بهير په حويلۍ راننوت. بوسکي رنګ جامې يې په تن وې او غاړه يې خامک دوزي شوې وه، په اوږه يې هم د خامک څادر په منظم ډول قات کړی اچولی و او خولې يې  هم د بلوڅو په څير نيم تني په سر وه او په مشکڼو پيل شوې وه، مخکې تر دې چې پسرلی صاحب يې راوپيژني، نو په روغبړ کې پرې زه وردمخه شوم او پسرلي صاحب ته مې وويل چې دا خو به ومان نيازی نه  وي؟ هغه راته وويل دی کنه، خو دا راته ووايه چې څنګه دې وپيژندو؟ ما ويل دا خو د خپل شعر مجسم تصوير دی.  بس ورتر غاړې وتم.
اوس به راشو د ومان نيازي  د شعرونو مجموعې ته چې نوم يې ورته ” دا څراغ  درسره واخله“ ايښی دی.  د ومان نيازي په شعرونو کې دوه مهم توکي د ډېر ارزښت وړ دي چې يو يې په شعر کې انځورونه او بل کلتوري ارزښتونه دي، لومړی به يې په آزادو شعرونو کې انځورونو ته تم شو او بيا به څه نا څه د هغه په شعر کې په کلتوري ارزښتونو هم رڼا واچوو.
زما په اند نيازی صاحب په خپل شعر کې په بشپړه توګه په انځور کښنه کې بريالی دی. دی په خپلو آزادو شعرونو کې دومره روښانه انځور کاږي چې لوستونکی تر لاس نيولي هغه منظر ته بيايي چې دی يې په شعر کې وړاندې کوي. نيازی صاحب  په شعر کې د ډېرو مغلقو او پيچلو کلماتو نه هم ډډه کوي او په  خپلې سيمه ييزې کليوالي لهجې خپل شعر ښکلی کوي، ځکه خو يې با ذوقه لوستونکي خوښوي.
دی په شعر کې په ډېره هنرمندۍ داسې روښانه تصوير ورکوي چې د هيواد په ټولو کليو کې ورته والی سره لري. او په داسې ښکليو او کليوالي اصطلاحاتو او محاورو باندې خپل شعر ښکلی کوي چې د ولس ژبه وي او هره شيبه د ولس په خوله وي او بيا  لوستونکی د چا خبره  په نيمه لار کې نه پريږدي بلکې په پاخه درک يې د شعر ژورو ته له ځانه سره بيايي، راځئ چې دا آزاد شعر چې د نظر رمه نوميږي په ګډه  سره واورو:
د نظر رمه
دا زما ګوتې ته ګوره
ها چينه درمعلوميږي
ها د دوه غونډيو منځ کې
شين نری پيوند يې وينې
سپين ګړونګ درمعلوميږي
کټوری يې د سپوږمۍ چې
پاس په سر باندې نيولی
دغه لاندې مېنې وينې
چې تر کوچو دي لا سپينې
دغو مېنو ته وربار دي
تورې کډې د لونګو
د نظر رمه مې زه هم
کله کله پيايم هلته.
په پورته شعر کې وينو چې نيازی صاحب لوستونکی تر لاس نيولي يو داسې منظر ته له ځانه سره بيايي چې په ډېرو کليو کې به ورته والی سره ولري. له ورته والي پرته په ټول شعر کې اصطلاحات سوچه کليوالي دي چې د شعر ښکلا يې يوه په دوه کړې ده.
د څراغ په نوم که يو بل انځوريز شعر ته تم شو نو وبه وينو چې ومان صاحب نه يوازې دا چې لوړ تخيل ته انځوريزه جامه اغوندي او د شعر تسلسل پر ځای ساتي، بلکې د لنډې کيسې په څير په شعر کې پيل، تلوسه، اوج او پای ته هم ځای ورکوي.

څراغ
دا سراغ درسره واخله
پورته تير شه پورته کښينه
پورته سر دی د خبرو
پورته تاخ او دربچه ده
تر منځ ستنې د ډبرو
دربچه به کړې در خلاصه
سرته ځاله د کوترو
لاندې تک سپن کټوري دي
د کږو وږو مرمرو
ما کرلي کټوري کې
خپل لاسونه په سندرو
نه کاږه دي نه اوږده دي
د اميل غوندې راشنه دي
داميل منځ کې تاويز دی
په تاويز کې مې ليمه دي
په ليمو مې ګوتې کيږده
څه ايساره ساه ورپريږده
په ليمو پورې مې زړه دی
پاک په تا پسې اوبه دی
په پورته شعر کې بيا هم هماغه ساده کليواله ژبه ده چې شعر په ډېرې هنرمندۍ سره پر مخ بيايي. اوبل ښه والی په کې دا دی چې لوستونکی له نويو ترکيبونو سره آشنا کوي او هم د شعر د تخيل په پياوړتيا کې پوره ونډه اخلي:
”ما کرلي کټوري کې
خپل لاسونه په سندرو
نه کاږه دي نه اوږده دي
د اميل غوندې راشنه دي“
د نيازي  صاحب په آزادو شعرونو کې  دانځورونو او کليوالي اصطلاحاتو  ښه پريمانه  بيلګې شته که چيرې په هر يو شعر باندې خبرې وشي نو بلا سپينې پاڼې به پرې تورې شي. را به شو  د ده په شعر کې کلتوري ارزښتونو ته چې په پوره دقت يې پاملرنه ورته کړې ده. د ” مينه “ په نوم يو آزاد شعر کې لولو چې په مينه کې ليونۍ محبوبي ته د کلتوري ارزښتونو په پام کې نيولو سره وايي:
مينه
د مځکې مخ مې څه د پلار خو نه دی
ټول رواجونه خو زموږه نه دي
مخ ته دې ولې دي څپيړې کښلې
ټول ديوالونه خو زموږه نه دي
چرسي کاکا د ې هر څه هر څه وايي
دوی د مين سيوری په کاڼو ولي
خدا که خپله څرمن وپيژني
وفات نامې اتڼ کې مه غږوه
چټې تر خوله چا ته ورتيره نه شې
چيرې مې نوم په خوله وانه خلې جينۍ
موږ د سر زورو په وطن کې اوسو
دا سر تور سر او دا لمن ومنه
ما مې د مور او پلار له ښې مه باسه
د مينې نوم چيرته له خولې مه باسه
په پورته شعر کې وينو چې موږ په يو داسې ټولنه کې اوسيږو چې د چا خبره په پوکي ځانونو ته لاره جارو کوو او پرې ځو. په يو داسې ټولنه کې اوسو چې د مينې نوم يو لوی جرم ګڼل کيږي او څوک د مينې اظهار نه شي کولی او که اظهار وشي ممکن د مينې کيسه په يوې لويې دښمنۍ بدله شي. ځکه خو نيازی صاحب خپلې ليونۍ محبوبې ته په پورته شعر کې د نصيحت په ډول وايي چې بس په خوله لاس کيږده او دمينې نوم له خولې مه باسه.
په کليو او بانډو کې چې څوک د چا په مرکې ورځي يا په بله مانايو څوک  د چا لور خپل زوی ته غواړي، نو په شاو خوا کې له خلکو نه د جينۍ د کورنۍ او په ځانګړې توګه د هغې پيغلې د اخلاقو پوښتنه کوي چې د خپل زوی له پاره يې غواړي. نو که جينۍ د  لوړو اخلاقو خانده وي په ځواب  کې ورته وايي چې ډېره پاکه نجلۍ ده تر دې چې قرآن يې په يادو زده دی. همدې خبرې ته د ومان نيازی پام شوی دی او په ډېرې هنرمندۍ سره يې شعر کړی دی.د شنه زرغونه تر عنوان لاندې شعر نه يې يوه وړه بيلګه را اخلو:
....ها چې ياسين يې ټول په يادو زده و
هغه په ټولو کې چابکه جينۍ
هغه اوس تری تم ده نه راوځي .....
همدا رنګه ومان نيازی په دې ټولګه کې غزلې او مقيد نظمونه هم لري چې د آزادو شعرونو په څير يې خيالونه او موضوعګانې کليوالي او انځوريزه بڼه لري. په يوه غزل کې لوستونکو ته تسکين  ورکوي، چې نن سبا په نړيوالو ادبياتو کې د تسکين ورکولو روحيه ډېره پياوړې ده او کاميابه شاعري هغه وي چې اروايي تسکين په کې ورکړل شوی وي. ومان صاحب په يوه غزل کې وايي:
په خپل وطن کې بې له جنګه ګزاره نه کيده
پرته له تورې ، له غورځنګه ګزاره کيده
په هر سړي به ځان تاوان و له تا څه پرده ده
پرته له سواله په بل رنګه ګزاره نه کيده
يو درانه غم په مخه کړي و دورې به مو هم
په تش نصوار پرته له بنګه ګزاره نه کيده
موږ او تاسې په تيرو شلو کلونو کې وليدل چې په خپل وطن کې د هغو خلکو ګزاره کيده چې په جنګونو کې دخيل وو توره يې لرله او غورځنګ يې کولی شو چې دا هغه څوک و چې په جنګ کې يې خپلې شخصي ګټې خوندي وې، د دوی خلکو في صدي ډېره کمه وه خو په بدل کې يې يو لوی ملت د ډېرو بدبخيتو سره مخ کړو ، درنې کورنۍ يې سوال غوښتلو ته مجبوره کړې، بې شميره ځوانان يې په روحي تکليفونو مبتلا کړل او په زرګونو ځوانان يې په نشو روږدي کړل، ځکه خو نيازی صاحب وايي چې:
 ” په تش نصوار پرته له بنګه ګزاره نه کيده“
خو دا هر څه نيازی صاحب په صبر او  زغم سره په پټه خوله مني او لوستونکو ته هم تسل ورکوي.
زه خپلې خبرې د نيازي صاحب په يو وړوکي شعر رانغاړم او دعا کوم چې تر تله دې د نيازي صاحب تخيل همداسې پر انځورونو غوړيدلی، پر کلتوري ارزښتونو تکيه او پر محاورو  استوار وي.
زما خونه
يو لمڅی څلور ديواله
نه رڼا لري  نه ځاله
په داسې حال کې چې موږ اوتاسې ته نيازی صاحب څراغ په لاس کې را کوي خپله خونه يې رڼا نه لري.
په ټوله مينه
بازمحمد عابد
د کابل منډيي د زرداد سرای
٢٠٠٦/٠٩/٢٨