د روحانياتو فلسفه وايي چې داسې ډېر انسانان په دنيا کې شته چې روحونو يې په عالم ارواح کې سره آشنايي لرله چې په بيلابيلو زمانو کې د ځمکې پر مخ سره ويني. له هماغه وخته د ځينو انسانانو په لاشعور کې د ځينو نورو هغو روحونو مجسم انځور ناستی وي. تاسې به شايد ورسره مخ شوي ياست. کله چې کوم ناآشنا کس درته مخې ته راغلی وي او جوله يې درباندې ښه لګيدلي وي، نو حتماً به مو يو ټکان خوړلی وي. په ذهن به مو زور راوړی وي او د نوموړي کس د پيژندلو ناکام کوښښ به مو کړی وي. له ډاکټر صاحب سره زما د پيژندګلو کيسه هم د لاشعور پورتني مثال ته ورته ده.درې کاله د مخه چې افغان ادبي بهيرخپلې غونډې د افغانستان اونيزې په دفتر کې کولې، نو په يوه سکه درست انسان مې سترګې ولګيدې له ټکه پوه شوم چې ډاکټر اکبر به وي. او کله چې په روغبړ کې ورغاړې وتم، نو له واره يې راته وويل چې عابده ګله ستړی مه شې، نو زه ډېر خوښ شوم. له ځانه سره مې وويل چې شکر دی ډاکټر صاحب خو ما هم پيژني.
پنځلس کاله د مخه چې ما د ډاکټر محمد اکبر اکبر تصوير په يوه مجله کې وليد، نو داسې مې وانګيرله چې له مودو راهيسې يې پيژنم. او ډېر زيات مې ليدلی دی. هغه وخت زه شاعر نه وم، خو دښه شعر لوستونکی او خوښوونکی وم. هغه وخت ما سپيدې، قلم او خپلواکي مجلې ډېرې لوستې او زه اوس فکر کوم چې د هاغه وخت معياري ادب په پورتينو مجلو کې ډېر خپريده. تاسې باور وکړئ چې هغه وخت کې به ما د پسرلي صاحب، کاروان صاحب، ډاکټر اکبر، نورالحبيب نثار، تسکين صاحب او . . . شعرونه ډېر لوستل، خوند به مې ترې اخيستو او له شاعرانو سره به مې د نيږدې ليدو تنده زياتيده. او اوس د ډېر شکر ځای دی چې د کومو شاعرانو شعرونه زما خوښيدل ټول مې ياران دي او ټولو سره يوه ژوره د خپلوۍ رشته لرم او دا رشته فرهنګي رشته ده. دا داسې يوه رشته ده چې تر عمرونو مو سره نيږدي ساتي.
ډاکټر اکبر هم يو له هغو کسانو څخه دی چې پنځلس کاله د مخه يې زه له شعر سره بلد وم. هغه وخت چې ما د ډاکټر صاحب شعرونه لوستل نو ورسره به مې دمخامخ ليدو او آشنا کيدو هيله هم په زړه کې غوړيدلې وه. خو ډاکټر صاحب په لندن کې اوسيده. د هاغه وخت د غزل يو بيت يې زما په زړه د مهر په څير لګيدلی دی. بيت دا رنګې دی:
ستا د شنو بنګړو د سرساتنې دُعا وشوله
پيړو زولنو ته مو لاسونه ونيول
هغه وخت چې ما دا شعر لوستی و، نو يوازې په دې پوهيدلی وم چې ډاکټر صاحب حماسه څومره ښکلې په رومان کې رانغاړلې ده.خو مالا په شعر کې تغزل او تصوير نه و پيژندلی، خو کاروان صاحب دې خدای تر ډېره ژوندې لري، د ده له برکته مو په شعر کې تصوير او تغزل وپيژندو، او کله چې په شعر کې په تغزل او تصوير پوه شوم، نو د ډاکټر صاحب نوموړي بيت ته يو ځل بيا تم شوم وپوهيدم چې ډاکټر صاحب خو په رښتيا هم کمال کړی دی. يوازې حماسه يې په رومان کې نه ده رانغاړلې، بلکې تغزل هم ورسره ګډ دی او په يوه بيت کې يې د يوه تصوير پر ځای درې تصويرونه هم راوړي دي چې د دريواړو تصويرونود حالتونو انداز يې يو دی خو په بيلابيلو پړاوونو کې رامنځ ته کيږي.تاسې وګورئ چې ډاکټر صاحب څومره په هنرمندۍ دا درې سره تصويرونه څومره ښکلي رانغاړلي دي. بنګړيو ته د لاسونو پورته کول، زولنو ته د لاسونو نيول او دُعا ته د لاسونو پورته کول چې په دريواړو تصويرونو کې د تشبيه ژورې اړيکې موجودې دي. ياران به څه فکر کوي چې زه د ډاکټرصاحب په صفت نه مړيږم او که څنګه؟ همداسې يې وبولئ. يو کال په پيښور کې د رحمان بابا دوديزې مشاعرې ته ورغلی وم. هلته يو چا شعر وايه چې ځان ته يې خميد مومندوايه.شعريې په ډېر ښکلي انداز کې پيل کړ:
د رحمان بابا صفت کړم
دا صفت يې په دې نيت کړم
چې زموږ د کور سړی دی
نو که د ډاکترصاحب اکبر صفت له ما نه شوی وي، نو طبعيي يې وګڼئ، ځکه چې موږ د يوه کور خلک يو او د دې کور نوم ”فرهنګي کور“ دی
په ټوله مينه
بازمحمد عابد