کابو ديارلس کاله به کيږي چې ما فرهنګي ميدان ته رادانګلي دي. له هماغه وخته د درويش دوراني له نوم سره آشنا شوی يم. هغه وخت د ده د شعرونو لومړۍ ټولګه چې (( ازغنه لار )) نوميده خپره شوې وه، خو ما لا نه وه لوستې، البته د کوټې او پيښور نه خپريدونکو مجلو پښتو مجلو کې مې د دوراني صاخب شعرونه لوستل او خوند به مې ترې اخيست.
کله چې د ده د (( هوا او څراغونه )) په نامه کتاب خپور شو، نو پيښور ته يې د څو تنو يارانو په نومونو کتابونو راليږلي وو چې له ښه شامته زما په نوم هم په کې کتاب و. کله چې ماته کتاب راورسيد او ومې ليدل چې درويش صاحب راته ډالۍ کړی دی، نوله حده زيات خوښ شوی وم. دا داسې وخت و چې ما لا درويش دورانی نه و ليدلی، خو ډېر راته زړه کې نيږدې و.
اته نهه کاله به کيږي چې زه د افغان ادبي بهير او له په کابل کې ځينو نورو ځانګړو مشاعرو کې ستيج سره نيږدې پاتې شوی يم، له هماغه وخته تر دې دمه د مشاعرو پر مهال به داسې مشاعره نه وي تيره شوي چې زموږ ستيج به د درويش دوراني په شعرونو ښکلی شوی نه وي، تل د درويش دوراني شعرونو زموږ د بهير او نورو ځانګړو مشاعرو ته ښکلا وربخښلې ده. درويش دورانی په خپله ټوله شاعرۍ کې د يوه سوچه افغان په څير راڅرګند شوی دی. په ډېرو لوړ قوت سره يې د افغانستان دا لويه غميزه په شعر کې انځور کړې ده. تل يې په افغانستان کې بلواکي غندلې ده، او تر ننه يې غندي، له خپل منځي جنګونو څخه يې کرکه کړې ده او د زړه له درده يې چيغه ويستلې ده چې:
ما خپله توره د خپل ورور زړه کې کړه ماته خدايه
چې دښمن راغی زه په دوه لاسه وم پاته خدايه
يوکال د کوزې پښتونخوا په سوات کې د چا چا کريم بخش د ايوارډ ورکولو په مراسمو کې چې درويش دوراني ته يې هم مډال ورکولو، مشتاق مجروح يوسفزي د درويش دوراني يوه خاکه ليکلې وه، او بيا په ليکوال مجله کې خپره شوې وه. د مقالې نوم (( پنځم درويش)) و. ليکنه د درويش دوراني په کړو وړو او ناستې ولاړې ليکل شوې وه، په ليکنه کې يوه خبره په ما ښه نه وه لګيدلې، چې ليکلي يې وو:
(( درويش يو کټر محب وطن پاکستانی دی))
دا خبره زما په زړه کې تر ډېره غوټه وه. له ځانه سره به مې ويل چې په پاکستانو کې خو دا دورانی قوم نه شته او بل دورانی صاحب په خپل شعر کې يو سوچه افغان ښکاري. نو بيا دا مجروح صاحب ولې دا خبره کوي؟
دورانی صاحب به په کال کې د لس پنځه لس ورځو له پاره له کوټې نه پيښور ته د يارانو د ليدو په خاطر راتلو. پيښور ته چې به راغلو نو په صدر کې به په سيند باد هوټل کې ديره کيده او په خپل راتګ به يې له نورو يارانو تر مخه زه ځکه خبرولم چې سيند باد هوټل زما کار ځای ته ډېر نيږدی و. يوه ورځ مې په خبرو خبرو کې دا خبره د يوه سوال په توګه مطرح کړه ورته مې وويل چې:
درويش صاحب ته پاکستانی يې او که افغان؟
ده راته ويلي وو:
لکه څنګه چې په دې خبره کې شک نه شته چې زه په پاکستاني شناختي کارډ ملازمت کوم او په يوه يونيورسټي کې استاد يم، داسې په دې خبره کې هم شک نه شته چې زه يو سوچه افغان يم.
ما ورته ويلي وو چې نو بيا دا مشتاق مجروح څه حق لري چې د چاچا کريم بخش د ايوارډ د ويشلو پر مهال يې ستاسې پر وړاندې دا خبره د خپلې مقالې برخه ګرځولې وه چې درويش يو کټر محب وطن پاکستانی دی، تاسې ولې د دې خبرې سپيناوی ونه کړ؟
هغه راته په لنډه توګه ځواب راکړ چې دا سپيناوی ستاسې کار دی.
هغه وخت خو زه دې سپيناوي ته نه وم جوړ خو تيره ورځ چې په کابل کې د قلم نړيوالې ټولنې د ده په وياړ غونډه نيولې وه او درويش صاحب د درې څلورو تلويزيوني شبکو پر وړاندې د خپل افغانيت اعلان وکړ، په کندهار کې يې د ارغستان ولسوالۍ نوم واخيست چې د ده والد صاحب په کې پيدا شوی، ستر شوی او هلته يې اوس هم د خپلو عزيزانو شتون پر ګوته کړو، نو په ايمان دومره خوشحاله شوی يم چې له بيانولو څخه يې زما قلم عاجز دی. کاش چې د دې غونډې راپور مشتاق مجروح صاحب په پيښور کې له کوم تلويزيون څخه ليدلی وي.
درويش دورانی يو له هغو شاعرانو څخه دی چې د خپل شعر پر برکت به تل تر تله وپايي.
اوس به راشو د درويش دوراني په دريو بيتونو کې انځورونو ته چې ورسره پيوسته يې د مانا ژوروالی هم په کې په ټول شعري او تغزلي قوت ساتلی دی چې لوستونکی يا اوريدونکی په دوه کې حيران کړي چې اوس د دې شعر انځوريزي برخې ته داد ورکړي او که د مانا ژورتيا ته؟
ستا په تندي کې به مې خپله څيره وکتله
په کومه ورځ چې به له ما سره هينداره نه وه
که دلته موږ انځور ته ځير شو نو وبه وينو چې له تندي سره د هيندارې تشبه کول ډېر پر ځای او مناسب انځور دی. او که د مانا ژوروالي ته يې ځير شو نو وبه وينو چې په پښتني ټولنه کې که يو څوک د چا ځای ته ورځي نو تر هر څه وړاندې يې تندي ته ګوري.
يا دا چې:
زياتي چاره د دې شليدلي پيرهن په کار ده
توره کار نه کوي په دې وخت کې مو ستن په کار ده
که دلته هم موږ انځور ته تم شو نو وبه وينو چې ستن له تورې سره تشبه شوې ده چې ډېر ښه تناسب سره لري، که څه هم توره څيرل کوي او ستن ګنډل خو دواړو تصويرونه ډېر مشابهت سره لري.د مانا په لحاظ هم شعر ډېر ښکلی او له شعريت نه ډک دی. موږ او تاسې دا درې لسيزې بدبختۍ او جنګونه وليدل، په دې جنګونو کې به يرغلګرو دومره د سر تاوان موږ ته نه وي رارسولی لکه د پرديو په لمسون چې مو خپل ورونه سره ووژل، همدې خبرې زموږ شاعر دردولی دی او له ډېره درده يې له خولې چيغه ايستلې ده چې توره نوره کيږده، تورې خو ډېر څيرل وکړل، اوس ستن راواخلئ او د ګنډلو چل زده کړئ.
بل ځای وايي:
وږي يې هسې هم غاصب رانه په زوره يوسي
کاش چې دا ځل زموږ غنم وکړي د مار سرونه
په دې بيت کې هم د پورتنيو بيتونو په څير انځور ډېر روښانه دی، د غنم وږي يي د مار له سرونو سره تشبه کړي دي، چې پر ځای تصوير دی. او له مانا څخه به يې ځکه تير شم چې تاسې ټول يې تر ما په مانا ښه پوهيږئ.
که داسې موږ د درويش دوراني په شعرونو کې له انځورونو او ورسره پيوسته د مانا ژوروالي پسې وګرځو بلا ډېر بيتونه به مخې ته راشي. زه نور ستاسې وخت نه نيسم، دعا کوم چې د درويش دوراني دا سپيڅلی احساس او د شعر چينه تل تانده اوسي چې د پښتو ادب لمنه پرې ښيرازه وي
آمين
بازمحمد عابد
د کابل منډي
سرای زرداد