ښاغلي مصطفی سالک به په پيښور کې يوې دوه مياشتينۍ مجلې ته وخت پر وخت په شاعرانه تعالي باندې مقالې د حنيف خليل په لاس ليږلې. يوه ورځ يې په خيبر بازار کې د هغې مجلې مسوول مدير سره په داسې حال کې وليدل چې حنيف خليل هم و. سالک پوښتنه وکړه چې . . . . صاحبه تاسې په پښتو شعر کې شاعرانه تعالي څنګه ارزوئ؟
د مجلې مدير ورته وويل:کم عقله ته مطالعه نه کوي که نه په دې اړه د افغانستان لوی نقاد پروفيسر مصطفی سالک زما په ميګزين کې په همدې موضوع بلا مقالې ليکلي دي .
غالباً د ١٩٩٤ ع کال خبره ده چې موږ د پيښور په(( اردو ساينس بورد)) کې د بهير غونډې کولې. د هاغه وخت مرحوم امان الله ساهو د بهير درځوال و. د مشاعرې په دوران کې ښاغلی (( اسماعيل اړم)) هم راغلی او د يو ښاغلي او منلي استاد اديب او نقاد شاه ته په څوکۍ ناست و.داړم صاحب نوبت رارسيدلی و ساهو مرحوم وويل چې اوس به ښاغلی اسماعيل اړم د شعر ويلو لپاره تشريف راوړي. د بلنې پر وخت کې د ساهومرحـوم د ليد لوری د نوموړي استاد په لور و. استاد اول ښۍ اړخ ته، بيا يې کيڼ اړخ ته وکتل . اړم صاحب يې په نظر را نه غلو. خو اړم صاحب چې خدای ورته دوه نيم متره قد ورکړی و، د استاد له شاه د اوږد لرګي غوندې را ولاړ شو نو استاد په ډېرې خاکسارۍ سره وويلي : څنګه دا اړم مو لکه چې ماته لګولی و ؟
يو وخت پسرلي صاحب په پيښور کې د سپيدې په نوم ادبي او کلتوري مجله چلوله. په خيبر پلازه کې يې دفتر نيولی و. په دفتر کې هر وخت د شنو چايو پريماني وه. دفتر ته به په افغان ليکوالو او شاعران سربيره پيښوري ياران هم راتلل. يوه ورځ چې مرحوم ساهو ميلمنو ته د چايو پيالې ډکولې، نو د پيښور د سيمې يوه مشهور محقق او شاعر هم تشريف درلود. رفيع صاحب غږ کړ چې ...... صاحب ته بوره واچوئ. هغه په ځواب کې وويل چې بوره خو موږ غواګانو ته اچوو. ساهو مرحوم له واره ورغبرګه کړه چې موږ يې هم خپله نه خورو .
وايي چې حمزه بابا يو وخت اردو شعرونه ليکل. په لاهور کې کومې درنې مشاعرې ته بلل شوی و.( دلته دا يوه خبره بايد سپينه شي چې پنجابيان په ټولو پښتنو دا تور لګوي چې پښتانه د اردو ژبې محاوره په سمه توګه نه شي ادا کولی ) په مشاعره کې حمزه بابا ته نوبت رسيدلی او شعر وايي.
(( مجنون نظر اتي هی، ليلا نظر اتا هی))
اردو شاعرانو پرې سخت طنزيه داد وکړی او ورته يې ويلي چې ( واه واه خان پهر سناوو. حمزه بابا بيا پورتنۍ مسره تکرار کړې وه. چې بيا ټولو اردو ژبې شاعرانو داد وکړی او د يو ځل بيا غږ يې پرې کړی دی.حمزه بابا بيا مسره تکرار کړې او يو ځل بيا د ويلو نه ويل شوي وو خو دا ځل ورته حمزه بابا ويلي وو چې ((اګهې کې راسته دو)) اردوو ژبې شاعران چې غلي شوي نو حمزه بابا ورته دوهمه مسره ويلې وه چې
(( هر چيز محبت مې الټا نظر اتا هی ))
ويل کيږي چې د حمزه بابا په دې مطلع ټول اردو ژبې شاعران ګوته په غاښ شوي وو.
يو وخت چې موږ لا افغان ادبي بهير نه و جوړ کړی نو په ډېر شوق به په پيښور کې د ((ساهوليکوونکو مرکې)) ته تلو چې مرحوم قلندر مومند يې سرپرستي کوله. قلندر مومند به ځان د حمزه بابا حريف باله او په ښکاره به يې د هغه مخالفت کاوه. يوه ورځ چې کوم شاعر کره کتنې ته خپل غزل وړاندې کولو نو نه و راغلی. د خان بهادر باتور په نوم چې د حمزه بابا او قلندر دواړو مريد وو هغه وويل چې زه به يې په ځای خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړم . هغه خپل غزل وړاندې کړ او چې له مطلع نه واخله تر مقطع پورې پرې ټولو شاعرانو د قلندر مرحوم په شمول د زړه له اخلاصه داد وکړ نو د کره کتنې په پای کې باتور صاحب وويل چې زه يوه خبره په ريکارډ راوړل غواړم او هغه دا چې دا غزل زما نه و دا د حمزه بابا دی او ماته پوره څلويښت کاله پس پته ولګيده چې تاسې د حمزه د هنر نه بلکې د ذات دښمان ياست. له دې خبرې سره يې څادر ګډ وډ په اوږه واچوو او په داسې حال کې له (( اردو ساينس بورد)) نه ووتو چې د څادر پيڅکي يې د نيمايي هال خاورو له ځان سره وړې وې .
څو کاله وړاندې موږ څو تنه ياران د زهير شينواري په شمول او د وکيل شينواري په خرابات د سوات کالام ته تللي وو زهير صاحب له يون صاحب نه پوښتنه وکړه چې (( يه هلکه ته خو د لغمان يې هلته زما يو خوږ يار دی چې ته به يې پيژنې او که نه؟ يون صاحب ورته ويلي وو چې د لغمان د کوم ځای دی؟
زهير صاحب ورته ويلي وو چې د لغمان دی کنه يار. يون صاحب ورته په ځواب کې ويلي وو چې ((لغمان خو لوی براعظم دی يار!))
وايي چې الفت صاحب د کومې غونډې لپاره يوې کوټې ته ننوتی و چې له وړاندې نه په کې اديبان راټول وو او د ناستی ځای په کې نه و نوالفت صاحب د کړکۍ په ژۍ باندی کيناست . له يارانو نه يې پرې يوه غږ کړی چې (( الفت صاحب څنګه د پيشو په څير د کړکۍ په ژۍ کيناستې؟ الفت صاحب يې په ځواب کې ويلي وو چې (( ځکه چې په ځمکه سپي ناست وو))
وايي چې الفت صاحب له دوه نورو همسيالو اديبانو سره په کلي کې چکرته وتي وو. هلته دوه خرو په خپلو کې سره غاړې ورکړې وې. يوه ورته ويلي وو چې الفت صاحب خره هم په خپلو منځو کې الفت لري. الفت صاحب يې په ځواب کې ويلي وو چې ”هو لکه زه چې ستاسې دواړو تر منځ يم“ .
کله چې د پښتو مشهوره سندرغاړې په کابل کې وه نو په عسکري کلوب کې يې کنسرت ورکاوه. د داسې يوه شاعر شعر يې ويلی و چې شاعر يې هم هلته موجود و. کله چې نغمې غزل بې مقطع پای ته رسولی و، نو ښاغلی شاعر په لوی محفل کې راپاڅيدلی مايک اخيستی او په ټول محفل يې غږ کړی چې زما دا شعر خو دومره ښکلی نه و لکه څومره چې نغمې جانې ښکلی وويلو.
يوه شپه له صـميم صاحب په ملګرتيا څو تنه د يوه ځوان شاعر ملګري سره په ميلمستيا ولاړو. کله چې د ډوډۍ خوړلو وخت شو نو تقريباً په ټولو قتغونو کې غوړي زيات وو. صميم صاحب ورته وويل چې تا خو ډېر زيات غوړي استعمال کړي، نه پوهيږم چې سهار ته به په پراټو کې څه اچوې؟
يو وخت چې په افغانستان کې د وينو سيلاب روان و، نو موږ درې تنو کليوالو به د بشر نويدکالمونه په وحدت ورځپاڼه کې لوستل. نويد صاحب به تل د افغانستان په لويه غميزه خپل کالمونه ليکل، هغو دوه تنو کليوالو ته به ما کالمونه لوستل او هغوی به غوږ نيولی و، ځينې وخت به په کالمونو کې داسې عاطفي پيښه تصوير شوې وه چې زما د کليوالو له سترګو به اوښکې وبهيدې او که رښتيا درته ووايم زماپه سترګوکې به هم اوښکې ډنډ شوې، توري به رانه وتښتيدل او لوستل به مې ټکني شول. بيا داسې وخت هم راغی چې د بشر نويد د کالمونو ” ماته غوږ شه “ ټولګه له چاپه راووته او ماته نويد صاحب څو ټوکه مفت راکړل. ما يو، يو ټوک خپلو با درده کليوالو ملګرو ته ورکړل. دا يو يې زما عزيز و او لږه عصبي ناروغي يې هم لرله. همدا ناروغ چې د ماخوستن په کټ کې ډډه لګولې، نو کتاب يې را اخيستی او په لوستلو يې پيل کړی دی. څو کالمه يې چې لوستي، نو عاطفه پرې زوروره شوې او له سترګو يې اوښکې روانې شوي دي، لږه شيبه وروسته يې بالښت لوند کړی او کله چې په سلګو شوی نو ميرمن يې په وارخطايۍ ورته د عصابو شربت او ګولۍ را اخيستي دي. ده ميرمنې ته ويلي دي چې تکليف مې نه دی زيات شوی، هسې دا کتاب . . . ميرمن يې بيا پوښتلي چې ولې په دې کتاب کې څه دي؟ ته راکړه چې زه يې سبا ته تنور ته واچوم. هغه ورته ويلي چې نه، نه دا کتاب د ” باز “ دی امانت مې ترينه راوړی دی. سبا سهار وختي زما د عزيز ميرمن راغله او زه يې په وهلو وهلو له خوبه راپورته کړم. زما د کټ سر ته د کتابونو المارۍ لګيدلې وه. کتابونو ته يې ګوته ونيوله او راته يې وويل چې خپل سرته دې څومره کتابونه انبار کړي دي کله دې ورته ژړلي دي؟ بيګا دې زما سړي ته دڅه شي کتاب ورکړی و چې ټوله شپه يې اوښکې نه دريدې؟
د جهاد د دوران خبره ده چې مولوي منصور په خپل مرکزي دفتر کې يوه جهادي مشاعره جوړه کړې وه، زموږ يويار هم ورغلی و او څنګه يې چې د دفتر په درشه يي پښه ايښې، نو مخامخ يې په ” فضل مولا لټون“ سترګې لګيدلې وې، لټون صاحب چې له شعر نه مخکې دا کلمه ويلې چې ” فنا غواړم له رټلي شوي شيطان ځنې او شروع کوم په نامه د خدای چې بخښونکی او مهربان دی.يار پری غږ کړی دی چې . . . ټينګه کړه چې درغلو.
حمزه بابا به د ژوند په وروستيو کې کلونو کې هم په پيښور کې دخپل پير او مرشد چې په شعرونو کې يې ورته د بينوا خطاب کړی دی، کالنی عروس او د چشتيه طريقې په حساب د قوالي پروګرام جوړاوه. دې عروس ته به د لواړګي له شاعرانو او د ذوق له خاوندانو پرته د پښتونخوا له لرې لرې سيمو نه هم ياران راتلل. څو تنه لواړګيني ياران پوليسو په شک کې نيولي وو. هغوی پوليسو ته ويلي وو چې موږ د حمزه بابا ولمانه يو هغه د سيمې يو لوی شاعر دی او د ستار شاه باچا عروس ته راغلي يو. په دې وختو کې حمزه بابا د پيښور ډبګرۍ ته نيږدې په رام داس کې اوسيده. حمزه بابا نيول شوو ميلمنو پسې د ډبګرۍ تاڼې ته ورغلی و. د پوليسو مشر حمزه بابا ته ويلي ووچې ته شاعر يې؟ حمزه بابا ورته ويلي وو چې هو کله کله طبع ازمايي کوو. د پوليسو مشر بيا پوښتلی و چې په شاعرانو کې وطن دوست پيژنې؟ حمزه بابا د نفي سر ښورولی و. د پوليسو مشر ورته ويلي وو چې ته لا څنګه شاعر يې چې وطن دوست هم نه پيژنې؟
د حمزه بابا په مړينه څو تنه ياران په ګډه لواړګي ته لاړو. موږ سره زموږ د بهير او بنډارونو يو پيښوری يار ليکوال او کره کتونکی حنيف خليل هم و. د جنازې له لمونځ نه وروسته يې د حمزه بابا خاورين جسدعقيدتمندانو ته د ديدار لپاره ايښی و. حنيف خليل چې د بابا د جسد له ديدار نه وروسته زموږ خواته راغلو نو ويې ويل : ما په ژوند حمزه بابا نه و ليدلی. کاروان صاحب ورته وويل : اوهو، دا خو لکه څوک چې په مکه کې اوسيږي او بې د حج له ادا کولوله دنيا نه تللی وي..
يوه شپه زه، کاروان صاحب او حنيف خليل د سالک صاحب په کور کې ميلمانه شوو. ماخوستن مهال زه د سالک صاحب له ورور نورمحمد سالک سره په چکر،پټيو ته ووتم. هلته د سپينې وړۍ د کلي دوه پوډريان ناست وو. يوه يې له نورمحمدسالک نه پوښتنه وکړه چې څوک مو ميلمانه دي. هغه ورته وويل چې دا يو خو راسره دی عابد نوميږي، بل هغه زموږ اوستاسې کليوال حنيفی دی او بل کاروان صاحب دی. يوه پوډري کاروان صاحب مخکې هم له سالک صاحب سره ليدلی و، نوپه خوشحالۍ سره يې وويل: ښه کاروان صاحب هم شته په کار ده چې ده سره خو وګورو.
دې بل ترې په ګونګړۍ ژبه پوښتنه وکړه چې : دا کاروان يې لا په کې څوک دی. ملګري يې ورته وويل شوده خړپه ته کاروان صاحب نه پيژنې، هغه خو د دې زمانې رحمان بابا دی. دې بل بيا ورغبرګه کړه چې دا څه بکواس کوې، رحمان باباڅه پيغمبرنه و؟
يوه ورځ کاروان صاحب د پيښور په صدر بازار کې ماته په يوه تصوير کې ښکلا ښودله او ډېر توصيف يې کاوه. ما په دې خاطر چې کاروان وځوروم ورته مې وويل چې مړه کاروانه دا خو والله که چندان شی وي. يوه کراچي وان چې کوپره يې خرڅوله زما دا خبره واوريده او هغه دا سې وانګيرله چې زما په کوپره خبرې کوي. ويې ويل:دا خو زبردست شی دی يار! کاروان وويل چې وګوره کنه ده هم دا ښکلا تاييد کړه.
يو وخت چې له ما سره کاروان صاحب نوی نوی آشنا شوی و، نو ما ورته نسبتاً يو قيمتي قلم په سوغات کې ورکړی و. بيا څو کاله وروسته چې ما له کاروان صاحب سره هغه قلم وليد، ډېر مې خوښ شو او دا مې هم هير وو چې دا قلم ما کاروان ته په سوغات کې ورکړی دی. نو ما په دې خاطر چې دا قلم کاروان ماته راکړي ورته مې وويل چې کاروان صاحب ډېر ښه قلم دې پيدا کړی دی. کاروان صاحب لومړی يوه مسته خندا وکړه او بيا يې وويل چې دا قلم خو تا ماته په سوغات کې راکړی دی.
کله چې ساهو مرحوم خپل وين سوزوکي موټر خرڅولو نو ما ته يې په ارزانه بيه راکړی و.
ماته د موټر چلولو چل نه راتلو. خان محمد سيند راته په دوه ورځو کې چل راوښود، او چې اونۍ تيريده، نو ما بيا د فرهنګي يارانو يوه ډله تياره کړې وه .. او د کبانو خوړلو په نيت مو سردرياب ته حرکت وکړ، خو لا مې لاس په ډريورۍ کې پوخ نه و ډېرې سهوې رانه کيدې. په دې ډله کې کاروان ، نثار، حنيف خليل، سينداو سالک راسره وو. کبان مو چې وخوړل نو زه شله شوم چې په چهارصده باندې وځوو، مردان ته او له مردان نه پيښور ته ځوو. يارانو راسره په دې شرط ومنله چې موټر به سيند صاحب چلوي ما ورته ويل سمه ده. خو کله چې مو حرکت کاوو، نو زه په ډېره سپين سترګۍ جلب ته کيناستم. يارانو غالمعال جوړ کړ خو ما ورته ډاډ ورکړ چې په ډېر احتياط سره به ځم تاسې انديښنه مه کوې. ټول ياران پرته له ما په ويره او ترهه کې وو خو زه ډېر ډاډه وم او چرت مې هم نه و خراب. د چهارصدې په لاره مې دوه درې ځايه سهوه وکړه، چيرته په بدل لاس د بل موټر نه مخکې شوی، چيرته جمپ نه نيولی او چيرته په لږ څه کې بچ شوی، خو د يارانو شور پورته شو، سالک خو به ساعت په ساعت دا ويل چې لويه فرهنګي ضايع ده عابده ډېر خيال کوه. کاروان خو به همدا يو غږ کاوه چې موټر ودروه چې سيند صاحب ورته کيني، خو سخت يې بمبارد کړم خو ما هم ضد نيولی و. له ډېره قهره مې کاروان ته وويل چې مړه کاروانه والله کې خو مې ستا غوندې ويريدونکی کس په ژوند کې ليدلی وي. کاروان تر ما هم په قهريدلې لهجه راته وويل چې ما هم والله کې ستا غوندې شله بنيادم په ژوند کې ليدلی وي. خو زه تر هغې جلب ته ناست وم چې د مردان په ښار کې مې د موټربمپر د يوه سړي له ملا سره جوخت کړ، سړي مخ ته ټوپ کړ او ښه ستغې سپورې يې راته وکړې. نو ايله مې سيند صاحب ته جلب پريښود او د کاروان او نورو يارانو په زړه يخې اوبه تويې شوې.
يو وخت زما يو کليوال ملګری ماسکو ته روان و نوماپه افضل ټکورچې زموږ فرهنګي ملګری دی يو خط ورکړ. هغه چې ماسکو ته رسيدلی و نو د ټکور صاحب په پته د هغه کوټې ته تللی و. هلته ورته معلومه شوې وه چې ټکور خو هالنډ ته لاړ دی. خو په کوټه کې چې څوک اوسيده دا هم زموږ فرهنګي ملګری و په نومونو مو سره پيژندل او ما کله ناکله د هغوی مجلې ” ليمې “ ته يونيم غزل ليږلو. دا ځوان ممتاز ارمان نوميده. ارمان صاحب زماله کليوال ملګري نه پوښتنه کړې وه چې ټکور سره دې څه کار دی او څنګه راغلی يې؟ هغه ورته ويلي وو چې زه خو ټکور صاحب نه پيژنم خو زما د يو کليوال چې شاعر دی د هغه دوست او له هغه نه مې پرې خط راوړی دی.ارمان صاحب ورته ويلي وو چې کليوال دې څه نوميږي؟ هغه ويلي وو چې بازمحمد عابد. ارمان صاحب ترې غيږه چاپيره کړې وه او له واره يې ورته ويلي وو چې عابد پيژنې نو کاروان صاحب هم پيژنې . ده ورته ويلي وو چې په پيښور کې مې د ټولو هغو افغانانو شاعرانو او ليکوالانو سره ناسته ولاړه شته چې عابد ورسره پيژني. ارمان صاحب ورته ډېر خوشحاله شوی او هم هلته يې له ځان سره پوره شپږ مياشتی ديره کړی و. خو په زړه پورې داده چې يو کال وروسته زما کليوال ملګری چې له ماسکو نه بيرته پيښور ته راغلی و. يوه ورځ زما خواته له يوه ځوان سره راغلوروغبړ مو سره وکړو. ما هلته سګريټ خرڅول سګريټ يې رانه په بيه واخيستل څو شيبې لا نه وې تيرې شوې چې کليوال مې راته وويل دا ارمان صاحب دې. تر دې دمه ارمان ته هم نه و ويل شوي چې دا عابد دی. خو ارمان يو ځل بيا غيږه خلاصه کړه او ويې ويل عابده راتر غاړې ووځه دا ظالم ګوره چې تر اوسه يې ما ته نه دي ويلي چې له عابد سره ولاړ يو.
زما دوهم کتاب ” لو دی د لونګو “ تازه چاپ شوی و.له بده شامته په دې کتاب ما د تنکي زلميتوب عکس چاپ کړی و. له فرهنګي يارانو پرته به رانه ځينې دوستانو او کليوالو هم غوښته. زما يو دوست و چې د پيښور د سربند د کلي و او په قاچاقي ډول به يې تر پنجابه جاپاني او کوريايي رختونه رسول او ډېرو پوليسو ته به يې حق په کې ورکاوه. زما کتاب د هغه په حجره کې پروت د پوليسو کوم تاڼيدار د هغه حجرې ته تللی و او دا کتاب يې را اخيستی، خدای خبر چې کوم شعر يې په کې لوستی و او که نه خو عکس يې ليدلی و او زماله دوست نه يې پوښتنه کړې وه چې دا څوک دی؟ هغه ورته ويلي وو چې دوست مې دی. تاڼيدار ورته ويلي وو چې دا هلک په ما کتی شې؟ دوست مې ورته ويلي وو چې دا چای څښو نو بيا به دې ورله بوځم. تاڼيدار ورته ويلي وو چې چای دې سر وخوري اول به دا هلک راباندې وينې. يوه ورځ چې د لسو بجو مهال و زما دوست سره يو تاڼيدار راغی او دوست مې ما ته وويل چې بازه خان ته يو کرسۍ راوړه او ورشه کاوه چای ورته ووايه. زه چې تر څو چوکۍ پسې تلم نو تاڼيدار مې دوست ته وويل چې نه يار دلته کاوه نه څښو تا خو ماته ويل چې چای به درباندې له شاعر سره څښم ځه چې ورشو چې په ما ناوخته کيږي. دوست مې ورته وويل چې هغه شاعر خو هم دا دی کنه. تاڼيدار چې ما ته وليدل او بيا يې د پوليسي جاکټ نه زما کتاب راوايست او عکس ته يې وليدل نو رنګ يې په بله واوښت او ماته يې وويل بلا دې په دې توره څونټه شه
زه خو دې والله په تصوير مين شوی وم.
سالک او حنيف خليل يو وخت په بازار کې د پښتو ژبې نايابه کتابونه په دې نيت اخيستي وو چې ګټه په کې وکړي. کتابونه يې شيرپاو هسپتال سره خوا کې د خرڅلاو له پاره ايښي وو، تر څو ورځو پورې يې يو کتاب ترې هم نه و خرڅ کړی. اخير يې په دې مصلحت راغلو چې کارخانو مارکيټ ته يې يوسي او دا ځکه چې هلته يوخو افغانان ډېر وو او بل پيسه دار هم وو. په يوه خرګادي کې يې کتابونه بار کړي وو او دوی هم ورسره په خرګاډي کې سپاره شوي وو. تر يو ځايه يې چې مزل کړی نو حنيف خليل ته سالک ويلي وو چې که د فرهنګيانو له جملې نه کوم کس وليدو نو حتماً به وايي چې پښتو ادب مخ په بره روان دی.
په پيښور کې د هاړ د مياشتي سخته ګرمي وه. زه د سګريټ خرڅولو کراچۍ ته ناست اوم چې د شعر ښاپيرۍ راباندې پيرزوينه وکړه او سم له واره مې په غزل ليکلو پيل وکړ. غزل مې پنځه شپږ بيتونه وليکل. بيا مې د کاروان صاحب لاره څارله چې غزل ورته واوروم. ناڅاپه کاروان صاحب راښکاره شو. له روغبړ وروسته مې ورته وويل چې غزل مې ليکلی غوږ شه چې درته يې واوروم. کاروان راته وويل چې ما هم ليکلی اول يې زه درته اوروم. کاروان چې څنګه مطلع وويله باور وکړئ چې زړه مې وښويدو. دوهم بيت يې چې وويلو، زه نور هم ټکنی شوم. خو کاروان هيڅ زما په لور نه راکتل. بلاخره کاروان صاحب اوه اته بيتونه وويل او له ما يې ښه داد واخيست ، بيايې ما ته وويل چې اوس دې ته غزل وايه.ما انکار وکړ کاروان ته مې وويل چې ما خو ټوکې کولې غزل مې نه دی ليکلی. خو په زړه کې مې ويل چې زما په غزل کې خو هماغه دوه بيتونه وو چې تا راته وويل نور به زه درته څه ووايم. کاروان زما په خړې طبعې له پيله پوه و. او زه هم چرت کې تللی اوم چې دا يې لاڅرنګ توارد دی؟ خو کاروان ډېر په تشويش کې زما پاتې کيدل نه غوښتل. راته يې وويل چې ستا پام نه و زه راغلم او ستا د غزل نه دا دوه بيتونه ما نقل کړل او بيا مې پرې غزل وليکه.نو ايله مې په زړه يخې اوبه تويې شوې.