نن شپه تر ناوخته ويښ ياتې يم. فکر مې پاشانه دی او د لږې شېبې له پاره هم په يوه مرکز نه راټوليږي. څو وارې مې د شعر ليکلو له پاره مصنوعي تخيل جوړ کړ، خو هيڅ نتيجه يې ورنه کړه. شپه د دريم پار نه اوښتې ده. د ميز پر سر راته هغه فلپس راډيو ايښې ده چې د انقلاب په سر کې مې پلار اخيستې وه. تقربياً هغه ټولې راډيوګانې مې اوريدلي دي چې د افغانستان له پاره پښتو خپرونې کوي.
رښتيا په دې شپو کې د پاچا د راتلو اوازې ګرمې دي. هر افغان سره دا اميد پيدا شوی دی چې خپل وطن، کلي او کور ته به په خوښۍ ستنيږي  او پاتې عمر به په خپل وطن تيروي.
زه چې په تاند زلميتوب کې نه په وتو مجبور شوی يم، نو د کلي ډېر انځورونه مې په ليمو کې غړيږي. د ګودر غاړه، د غرونو لمنې، د ستار او منګي محفلونه د کليوالو تر منځ مينه او صميميت ...... دا ټول هغه انځورونه دي چې زما په لاشعور کې ژوندي دي او وخت پر وخت مې شعور ته راځي. د پنځ پنځوونکي څومره ښکلی فطرت زموږ په کلي لورولی و.
اوس مې هم کله ناکله د کونړ څپاند سيند چې زموږ پر کلي يې لاره وه، زونګی تخيل بوږنوي. زه د خپل کلي په فطري جوړښت سخت مين يم. له ښاري ژوند نه مې کليوالي ژوند ډېر خوښ دی. څومره  چې د ښاري په نسبت د کليو فطري ښکلا زياته ده، هومره په کې مينه او  صميميت هم زيات دی. دا دوه لسيزې کيږي چې زه په ښار ک ېژوند کوم. سره له دې چې په ښاري ژوند کې د څوند تيرولو ډېرې اسانتياوې شته، خو زړه مې له ښاري ژوند نه موړ شوی دی. ښايي لامل به يې دا وي چې په ښاري ژوند کې سکون او صميميت نه شته.
شپه له څلورم پارنه هم واوښته. د سګريټو په قوطۍ کې مې سګريټ خلاص شوي دي. د بالښت لاندې مې لاس په نسوارو پسې تير کړ، خو په ګوتو نه راغلل. د توشک پيڅکه مې پسې واړوله پيدا مې نه کړ. د توشک پيڅکه مې ښه پسې کش کړه. پر کتاب مې لاس ولګيده او چې راوامې خيست، نو د سنځل ګل په شپوکې راته بيکسيار له خندا شين دی. په کتاب کې له مخکې نه يوه پاڼه فات شوې وه او چې څنګه مې راواړوله د (( فصلونه)) په نوم شعر و  چې داسې پيليږي:
خير دی ايساره شه ځه شپه به وکړې
بل ځلې خدای خبر بيا کله راځې
دومره لوی ژمی مخکی
ګورو چې پورتنۍ مسرې له يوې مخې محاوروي دي او همدا کليوالې محاورې دي چې شعر ته ښکلا بخښي.  او څومره ښکلی صميمانه بلنه په کې نغښتې ده.
له شاعر نه يې محبوب د تلو په حال کې دی، شاعر سره انديښنه پيدا کيږي ورته وايي: چې د بيا راتلو نه دې خدای خبر دی. لوی ژمی  په مخ کې دی.
د ژمي په راتلو سره کليوال له يو لړ انديښنو سره مخامخ کيږي، ځکه چې باد، باران، توپانونه او واورې اوريدل له ژمې سره مله وي، چې دا هر څه د خلکو تر منځ د تګ راتګ په منځ کې خنډونه جوړوي. او بله دا چې پخوا به کليوالو په ژمي کې د عمر خوړولو له پاره د کفنونو بند وبست هم کاوه او داسې به يې انګيرله چې ګنې ژمی د مرګ علامت وي. بيا وايي:
ما يو څلور بنده غزل ليکلی
هغه به وګور لږ
دلته وينو چې شاعر خپل نفسيات له چا نه نه پټوي. شاعران دا عادت لري چې نوی شعر وليکي، نو هرو مرو به يې يو چاته اوروي، او چې بيا داسې څوک په لاس ورشي لکه بيکسيار صاحب ته چې په لاس ورغلی دی، نو بيا خو نعمت ، نعمت الله شي. ورپسې وايي:
په تناره کې ملمنو نه پاتې شونې وريجې
به سشره ګډې وخورو
ما ته ترورۍ ويل ستا ډېرې خوښې
دلته هم د کليوال ژوند يو روښانه انځور وينو. په کليو کې چې قطغ زيات شي نو د تناره په مورۍ يې په دې خاطر ږدي چې  له خرابيدو وساتل شي. شاعر خپل محبوب ته وايي چې شپه خو به هسې هم په ويښه سبا کوو، په دې خاطر چې وږي نه شو نو له ميلمنو نه پاتې شونې وريجې به سره ګډې وخورو.
شپې به له نورو نه پټ چيرته په بام ويده شو
تر پيشلمي پورې به ستوري شمارو
په کليوالو کې دا يو عادت وي چې کوربه له ميلمه سره د شپې تر ناوخته ويښ پاتې کيږي او شپه په خبرو او کيسو روڼوي.
څرنګه چې په پښتني ټولنه کې هلک او نجلۍ په ښکاره يوه بل ته په غړيدلو سترګو کتی هم نه شي، نو ځکه شاعر وايي چې له ميندو نه به پټ چيرته په بام ويده شوو او تر ناوخته به ستوري شمارو.
دلته شاعر توانيدلی دی چې محاوره سمبول کړي او په شاعرانه انځور يې واړوي. ظاهراً خو د ستورو شمارل ګران کار دی، خو سمبوليک اړخونه يې ډېر زيات دي. که يو څوک يو لړ انويښنو په مخه کړی وی او ټوله شپه يې نا آرامه تيره کړې وي، خوب يې له سترګو تښتيدلی وي، راز راز پيښې يې زوروي،  نو په سبا به هرو مرو کوم دوست او يا عزيز ته وايي چې بيګاه مې ټوله شپه ستوري شمارلي دي.
دا يوه تصويري جمله ده چې په خپله غيږه کې يو عالم خبرې رانغاړي. زموږ په پښتني ټولنه کې که هر څو مينان په يوه ګوښه ځای هم وي او يو لړ انديښنو هم په مخه کړي وي، په زړونو کې يو له بل نه يو عالم غوښتنې هم ولري، خو پښتني روايات دا اجازه نه ورکوي چې خپلې غوښتنې څرګندې کړي. ځکه خو زموږ شاعر وايي چې نور څه به نه کوو، فقط ستوري به شمارو. زما په خيال شاعر پورتنی انځور ډېر پر ځای کارولی دی.
دا تا يوه شپه نيمه هلته کړې
يا ما يوه شپه نيمه دلته کړې
جانانه سر وخوره د دې خبرو
ژوند د دې دومره رواجو پوښو کې
لکه تاويز وار وارې مه رانغاړه
په ټوليز ژوند کې که څوک کوم عزيز باندې د ايساريدو تاکيد کوي، نو بل به ورته ضرور يوه بهانه او يا هم يوه ګيله کوي.  شاعر خپل محبوب ته د پاتې کيدو تاکيد کوي، نو هرو مرو به يې محبوب ته کومه ليګه دريدلې وي. او په ځواب کې به ورته شاعر خامخا تسل ورکړی وي، او ورته به يې ويلي وي چ د دې تيرو خبرو به تير شو او ژوند به د دې دومره ګيلو او رواجو په پوښو کې نه رانغاړو. بيا زياتوي:
سږکالې بيا فصلونه ښه راغلي
سږکالې بيا سنځلې ډېرې  ډکې
سږکالې ډېر غريبانان نه يو لږه ډېره راځه.
ګورو چې د برګ سبز تحفۀ درويش په مصداق شاعر په خپلې پيرزوينې کې څومره صادق دی. زموږ کليوال ژوند تقريباً اتيا په سلو کې په کښت او کر ولاړ دی. شاعر خپل محبوب ته وايي چې سږکال د خدای مهرباني ده. فصلونه توپان او ږلې نه دي وهلي.تر بل فصله مو پرې ښه ګوزاره کيږي. هر وخت راتلی شې.
بازمحمد عابد
پيښور ١٣٨٠ل کال د ثور ١٢