حيات الله وړ له نن نه څه دولس کاله مخکې ما د يوه شاعر په حيث پيژندلى و. هاغه وخت به دى هره اونۍ افغان ادبي بهير ته د جلوزو له کمپ نه د پيښور په تاوجنه ګرمۍ کې راته او خپله شاعرانه طبعه به يې خړوبوله.
دا دى اوس يې له خپلې شاعرانه مينې له برکته لمن لمن شعرونه خپلو مينه والو ته د ښکالو په نامه وړاندې کړل. ښکالو خپله هم يو شاعرانه نوم دى او دا د وړ صيب کمال دى چې خپلې شاعرۍ ته يې داسې شاعرانه نوم ايښى دى چې د هر ميين د زړه غوږونه ورته څک شي.
که يو څوک په چا ميين وي، نو هميشه په دې فکر کې وي چۍ که چيرې يې محبوب د سر نذرانه هم ورڅخه وغواړي نو دى به يې دريغ نه کړي. خو همدا ميين بيا دا تمه هم لري چې خپل محبوب ته دې هم تر چا نيژدې او ګران وي. خو وړ صيب بيا برعکس له خپل محبوب نه دا تمه لري چې د پرديتوب احساس دې ورکړي او دا ځکه چې دى يې آشنا کيدو ته لارې ګودر ولټوي.
د بيا بيا آشنا کيدو حالت مې خوښ دى
دا آشنا آشنا خويونه دې پردي کړه
او يا دا چې:
ستا د دوعا به لا اثر خداى خبر څومره وي چې
نن مې کرۍ ورځ خوشحالۍ ستا په ښيرا کې کړي
وړ صيب چې د خپل در په دره ولس د محروميت خبره هم کوي نو په ډيره شاعرانه او هنرمندانه انداز کې يې کوي.
څومره محرومه زنده ګي مو په رڼا کې کړې
موږ لکه سيوري غوندې شپه د ډيوې خوا کې کړې
وړ صيب ځوان شاعر دى خو شاعري يې پيا دومره پخه ده چې که د ده د عمر سره پرتله شي، نو دوه برابره ترې مشره معلوميږي. بله دا چې په روايتي انداز کې يې شاعري نه ده کړې په هر ګام کې لوستونکى له يوه نوي خيال سره ملګرى کوي.
ايله چې ستا د ښکالو غل شومه زه
چې دې له سيوري سره مل شومه زه
هر اسويلى مې د يار غم ته وايي
له سپينو اوښکو سره حل شومه زه
که څه هم په ړومبي بيت کې په کار وه چې ړومبۍ مسره يې د دويمې په ځاى لګولې وه خو شاعرانه کيفيت يې دومره غښتلى دى چۍ خبر او مبتدا ته يې هډو د چا پام نه ور اوړي.
وړ صيب په ځينو ځايونو کې يوه هدف ته د رسيدو له پاره د يوې همنظرې ډلې اختلاف ګټور اقدام بولي او بيا يې پايله په اسلامي فلسفه کې توضيح کوي.
نظر د پرښتو کې چې نقصان شولو پيدا
په هغه ورځ نړۍ کې ستر انسان شولو پيدا
کله کله وړ صيب د حمزه بابا په څير خپل موجوديت د خپل جانان په وجود کې ويني او لوستونکي ته دا فکر پيدا کيږي چې دى هم د وحدت الوجود د نظريې پيروکار ښکاره شي.
چې له تا بيل شوم داسې بويه چې له ځانه ورک شوم
راشه چۍ بيرته شم پيدا نور سرګردانه شومه
يا دا چې:
لکه ايينه چې ګورم ځان ګورم
چې کله مخ ته د جانان ګورم
تاسې که کله د شپې له خوا د اسمان ستورو سره ځان ته شوي يئ ضرور به مو د ځينو ستورو ښکلا ته د ښکلا خوښوونې حس تم شوي وي او تر ډيره به مو ورته کتلي وي، خو له ستورو سره به مو خبرې نه وي کړي. له ستورو سره خبرې کول هم يو عجيب کيف لري. دې کيف د وړ صيب پام ور اړولى دى او ناڅاپه يې له زړه د درد يوه خوږه څړيکه پورته شوې او چې څنګه يې په شونډو زمزمه شوې ده نو ويلي يې دي:
کټ مټ په حسن کې پوره دا ستا په شان غوندې دى
ستورو په تاسو کې دا يو مې د جانان غوندې دى
تاسې به په تيرو ديرشو کلونو کې ليدلي وي چې زموږ د ګران هيواد افغانستان نه د اجتماعي علومو ليبارټري جوړه شوې ده، د هرې نظريې سره تعلق لرونکي چې راغلي په دې ليبارټرۍ کې يې د خپلو ګټو په خاطر تجربې کړي دي. او کله کله خو بيا د همدې پيګانه وو له لاسه دې خوږ وطن دومره درد او رنج ليدلى دى لکه وړ صيب يې چې دلته يو خاکه ايستلې ده:
بس د هر چا لاس په کې پروت وي او شلوي يې ترينه
وما وطن د ملامت سړي ګريوان غوندې دى.
که يوکره کتونکى وغواړي چې د وړ صيب په شاعرۍ باندې ليکل وکړي نو په يقين سره ويلاى شم چې يو عالم خبرې پرې کيداى شي. خو دا چې د وخت کمى دى زه و نه توانيدم چې کتاب يې له يوې مخې ولولم.د يوه ساعت له مخې مې کتاب په توکل را اړولى او هره پاڼه چې راوښتې ده زما د خوښې په کې يو اويا هم دوه بيتونه په لاس راغلي دي او له مخې سره مې پرې لنډ يادښت ليکلى دى. خو بايد دا ووايم چې د وړ صيب شاعري د بنجاره خورجين ته ورته يو شى دى چې د سينګار ټول لوازمات په کې تر لاسه کيدى شي. او په ټوليزه کې وړ صيب د حمزه بابا د تغزل نه پوره اغيزمن دى.
د دې يوې خبرې يادونه ضروري ګڼم چې د وړ صيب ډيره پيچلې او مغلقه ده. دا په دې مانا چې د عامو لوستونکو سر پرې چندان نه خلاصيږي.او په کومه شاعرۍ چې د عام لوستوونکو سر نه خلاصيږي، نو وړ صيب دې دا تمه نه لري چې ګوندې شاعري به يې ذهن نشينه شي.
د وړ صيب د لا برياليتوب په هيله
بازمحمد عابد
د ننګرهار د رسنيو کور، جلال آباد
23/05/2010