يون کلتوري يون او د افغانستان د ځوانانو د بيا رغونې ټولنې (يار) په ګډه د پوهاند محمد حسن کاکړ وياړ غونډه د جلال آباد ښار په سپن غر هوټل کې جوړه کړې وه. په دې غونډه کې استاد محمد اسماعيل يون، استاد محمد اصف صميم، استاد محمد داود وفا، استاد مستعلي خان نيازي، سر مححق محمد عالم اسحاقزي، محمد هاشم غمشريک، ايدريس غروال او غلام صديق خان د پوهاند کاکړ په درناوي کې ليکنې او شفاهي خبرې وکړې. د ننګرهار د والي مرستيال اسحاقزي صيب پوهاند صيب ته چپن په اوږو واچوه او غلام صديق خان ورته د وياړ پګړۍ په سر کړه. نور حال په انځورونو کې:


استاد محمد اسمعيل يون پرانيستونکي وينا اوروي

پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ

غلآم صديق خان (خان بابا)

د ننګرهار د والي مرستيال محمد عالم اسحاقزى پوهاند صيب ته چپن په اوږو اچوي


د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي استاد محمد داود وفا


ايدريس غروال


پوهاند کاکړ  عابد و استاد محمد داود وفا تر منځ

د غونډې يوه څنډه

د غونډې ګډونوال