خداى خبر که بيرته راشي تلى زړه
تا پسې مې سم له زړه وتلى زړه

هر سهار يې د ښار ښکلو باندې ويشم
هر ماښام راټولوم شيندلى زړه

ته چې نه يې د يتيم ماشوم په څېر وي
ته چې راشې په مستۍ شي غلى زړه

خلک څه کوي او څه باندې لګيا دي
ما خو ستا په غم کې تل خوړلى زړه

پام ګوه چې نوش جان کې يې ور نه کړې
په يو داو چې دې له ما ګټلى زړه

شمشاد هوټل، جلال آباد ښار
2010= 06= 08