زړه يمه څه تور کاڼى د غر نه يم
شکر دى له چا سره په شر نه يم
ښه دى چې د اوړي سره غرمه يمه
ښه دى چې د ژمي مازيګر نه يم
يا خو د چا زړه ته لاره نه لرم
يا خو د چا سترګو کې نظر نه يم
زه مې خپل محبوب ته سم کتى نه شم
زه دومره په مينه کې زړور نه يم
ستآ د پڼو غشي راسره وړمه
چا ويل چې زه ګنې لښکر نه يم
اوس به رانه باز بڼکې ويستى وى
ښه ده چې ښايستوکى شان کوتر نه يم
01/06/2010 جلال آباد انګور باغ- د مينې کور
15.05.2010
- baz
په دریم کال مې هم د استاد محمد داود وفا له پرکت د کونړ سیند مشاعره کې د ګډون نصیب شوی و که نه زه خو نن سبا دومره میړنی نه یم تو نه مې زړه کې هغه زور پاتې دی. لیکلو ته مې هم ملا ماته ده، دا څو کرښې د دې یادونې په خاطر لیکم چې پوزه لس ورځې مې انتظار وکړو چې که چیرې څوک د کونړ سیند مشاعرې چې د مرکز په شمول په کې له څو نورو ولایتو شاعرانو او د شعر مینه والو د سلګونو په شمیر کې ګډون کړی و له دې علاوه د ولسي جرګې او مشرانو جرګې نارینه او ښځینه وو استازو هم ګډون کړی و خو د افسوس خبره ده چې تر اوسه پ...
09.06.2010
- baz
خداى خبر که بيرته راشي تلى زړهتا پسې مې سم له زړه وتلى زړه
هر سهار يې د ښار ښکلو باندې ويشمهر ماښام راټولوم شيندلى زړه
ته چې نه يې د يتيم ماشوم په څېر ويته چې راشې په مستۍ شي غلى زړه
خلک څه کوي او څه باندې لګيا ديما خو ستا په غم کې تل خوړلى زړه
پام ګوه چې نوش جان کې يې ور نه کړېپه يو داو چې دې له ما ګټلى زړه
شمشاد هوټل، جلال آباد ښار2010= 06= 08...