په دریم کال مې هم د استاد محمد داود وفا له پرکت د کونړ سیند مشاعره کې د ګډون نصیب شوی و که نه زه خو نن سبا دومره میړنی نه یم تو نه مې زړه کې هغه زور پاتې دی. لیکلو ته مې هم ملا ماته ده، دا څو کرښې د دې یادونې په خاطر لیکم چې پوزه لس ورځې مې انتظار وکړو چې که چیرې څوک د کونړ سیند مشاعرې چې د مرکز په شمول په کې له څو نورو ولایتو شاعرانو او د شعر مینه والو د سلګونو په شمیر کې ګډون کړی و له دې علاوه د ولسي جرګې او مشرانو جرګې نارینه او ښځینه وو استازو هم ګډون کړی و خو د افسوس خبره ده چې تر اوسه پورې هیچا د پښتو پاڼو انځورونه پورته نه کړل.که څه هم زه په د پخوا په څیر نیټ ته دومره لاسرسی هم نه لرم، خو غواړم چې د کونړ سیند مشاعرې انحوریز راپور په څو البمونو کې ستاسې حظور ته وړاندې کړم. دا ړومبی البم کونړ ته د تګ په حال کې دې او راتکوونکي البمونه به انشاالله د مشاعرې د ګډونوالو وي
ستاسې خدمتګار عابد
له سیند نه پورې غاړه د ککوز کونړ سیمه ده
استاد محمد اصف صمیم سره دلته تصادفي یو ځاې شوو
عابد، استاد محمد داود وفا، ډاکټر فرهاد او الله یار
استاد صمیم ، ډاکټر فرهاد او استاد وفا
د یاران د کونړ سیند په غاړه
یاران د نعمت الله کریاپ په هوجره کې
محمدیګل اوبرنګ او استاد صمیم د کونړ په ګرین هوټل کې
عابد او استاد وفا
؟؟؟؟ ساحل منګل، استاد وفا، ډاکټر فرهاد اړ نعمت الله کریاب
نعمت الله کریاب