که څه هم په ننګرهار کې د ملي راډيو تر څنګ نورې خصوصي راډيوګانې هم شته چې هر يوه يې د اف ايم په موج کې تر ليرې پورې سيمه تر پوښښ لاندې نيسي. لکه کليد، صفا، آباسين، شرق، نرګس، مرام، سپين غر چې هر يوه يې په بيلابيلو وختونو کې بيلا بيلې ذوقي، تفريحي، ادبي ټولنيزې او ... خپرونې لري.  دا دى اوس د مينه اف ايم په نوم يوه بله به راډيو هم ډير ژر په خپرونو پيل وکړي د دې راډيو ريس آرش ننګيال دى او مسوول مدير يې ذبيح الله نورزى دى. دوى دواړو د بي بي سي راډيو سره پنځه کاله په تعليمي خپرونو کې بيلا بيلې څيړنيزې خپرونې چمتو کړي او په هغه وخت سره خپرې شوي هم دي. په تعليمي خپرونو کې کافي تجربه لري. له دې نه علاوه دواړو په سياره پرودکشن کې يو نيم کال کار کړې او او په دې برخه کې يې هم کافي تجربې لاس ته راوړي دي. دوۍ په ننګرهار کې د مينه اف ايم ١.  ٩٩ په څپو راډيو جوړه کړې ده او ډير ژر به له ټولو راډيو ګانو نه په جلا بڼه خپرونې ولري. دوى وايي چې ډيرې خپرونې به يې تعليمي بڼې ولري. او دا ځکه چې په ټول افغانستان کې د ميډيا له لارې تعليمي برخې ته ډير کم پام اړول شوى دى.
له دوى دواړو نه علاوه مينه راډيو نور مسلکي پروډوسران او ژورنالستان هم له ځان سره مله کړي دي چې د پاز بلاګ په راتلوونکي البم کې به د هغوى انځورونه او د خپرونو د چلولو ميتود تاسې ګرانو لوستونکو ته له ليکه شي.


د مينه راډيو ريس آرش ننګيال

د مينه راډيو مسوول مدير ذبيح الله نورزى


ذبيح الله نورزى او آرش ننګيال