د تيرو لسو کلونو راهيسې چې د هيواد په ګوټ ګوټ کې ادبي او فرهنګي ټولنې په فعاليت بوختي دي، له برکته يې ډيری ځوانان په شاعرۍ او ليکوالۍ مشرف شوي دي. داسې اوونۍ به نه وي چې جلال اباد کې يوه نوې شعري ټولګه له چاپه راونه ووځي او دا رجحان زه پښتو منظوم ادب کې يو نيک فال ګڼم ځکه چې د ځوانو شاعرانو تر څنګ پيغلې شاعرانې هم اوس دا جرات کوي چې په ډاګه شاعري وکړي او خپل کتابونه خپاره هم کړي.
که چيرې له تيرو دريو څلورو مياشتو په دوران کې د ښځينه شاعرانو هڅو ته تم شوو، نو وبه وينو چې يوازې په ننګرهار کې پيغلو شاعرانو درې شعري ټولګې خپرې کړي چې پښتو شعر کې يې يوه ښه اضافه ګڼلی شوو. او په زړه پورې يې دا ده چې اوس زموږ خويندې شاعرانې د ښځينه احساس له مخې شاعري کوي او په کار هم دا ده چې نجونې د خپلو احساساتو څرګندونه د شعر په ژبه وکړي.ځکه پښتنه ټولنه يوه سنتي ټولنه ده، په جار باندې د ښځينه احساساتو څرګندول کلتوري بغاوت يا په بله مانا د شرم خبره ګڼل کيږي. خو دا د شکر ځای دی چې زرګونه کلونه پخوا زموږ نياګانو په ټپو کې پريمانه ښځينه احساسات بيان کړي او راتلوونکو نسلونو ته يې دروازې پرانستي دي.
د وياړ ځای دی چې په جلال اباد کې له زرلښت حسينې نه وروسته ګيتا احمدزۍ او اوس دا دی مقدس احمدزۍ شعري ټولګه (هير مې نه يې د زړه سره) د چاپ په ګاڼه ښکلې کړه.
که د کتاب نوم ته تم شوو نو زما د پورتنۍ خبرې ښه ثبوت جوړيدی شي چې مقدس احمدزۍ په شعر کې د ښځينه احساس د څزګندولو ښه ترجماني کوي. يانې نارينه ته خطاب دی چې هير مې نه يې.
که له مقدماتي خبرو راتير شوو او د مقدس احمدزۍ شعر ته تم شو نو په دې خبره به باوري شو چې نوموړې په ټوله مانا د ښځينه احساس د څرګندولو کوشش کړی دی. ځکه خو په جار سره وايي:
دا ستا په په شان ويرجنه نه يم، نه ويريږم له چا
د ليونۍ مينې اظهار مې تل په جار کړی دی
راشه زما د اميدونو ډيوه تته شوله
ما احمدزۍ درته کلونه انتظار کړی دی
که د ښځينه احساساتو له موضوع نه راتير شو د مقدس احمدزۍ په شعرونو کې افاقي خيالونه هم تر سترګو کيږي.
دا منم چې رانه ليرې يې جانانه
خو زما د روح ملګری يې جانانه
که څه هم په دې بيت کې له ليرې سره ملګری په قافيه کې سم نه دی خو دا بيت دومره افاقي مانا لري چې د قافيې عيب ته يې په کې د چا پام هم نه ور اوړي.
جان په عربۍ کې روح ته وايي چې بيا له عربۍ څخه فارسۍ ته راغلی او جانان چې مذکر اسم دی، پښتو شاعرۍ کې يې له پيړيو راهيسې شاعران خپلې محبوبې ته هم کاروي دا ځکه چې جانان د ګډ روح مانا ورکوي. نو زه فکر کوم چې احمدزۍ صاحبه د جانان همدې افاقي ژورو ته تللې او خپل محبوب يې د روح ملګری ګڼلی دی.
بنده اکثروخت له ناچارۍ نه اسويلي وباسي، غم داسې اسماني تړق وي چې تښيته ترې نه شي کيدی. له يو څه چې تيښته نه شي کيدي، نو بيا بنده مجبوره دی چې له خولې يوازې اسويلي وباسي، خو مقدس ته بيا د مينې غم هم ښکلی ښکاري او په ډيره هنري بڼه يې راته وايي چې:
لکه غم په اسويلو کې رانه ورک شوې
په وړو وړو سلګو کې رانه ورک شوې
مقدس هغه ميينه شاعره ده چې په دردناکو اسويلو کې يې توپانونه پټ دي او کله چې د جدايي څپې په سر واخلي نو له خولې يوه کړيکه وباسي.
زما د زړه ټول ديوالونه يې راونړول
ستا جدايۍ کې اسويلو دومره اثر کړی دی
دا يو څرګند حقيقت دی چې که بنده د يو کار په وړاندې بې حوصلې شي او يا له خپل هوډ نه لاس واخلي، نو د بل د پوښتنې په ځواب کې وايي چې واله په زړه کې مې زور نه دی پاتې. او داسې ميينان به مو ليدلي وي چې سترګې يې تل د مينې په نشه سرې وې، همدا سرې سترګې مقدس احمدزۍ په ډيرې هنرمندۍ سره اور بللي.
مينه دې کمه شوه که زړه کې دې نور زور نشته
اوس دې په سترګو کې د مخکې په شان اور نشته
دا چې موږ پښتانه په داسې يوه يوه وروسته پاتې ټولنه کې ژوند کوو چې که د دوه ميينانو کيسه ګرمه شي، نو امکان دې ولري چې د دواړو د مرګونو سبب وګرځي او که ژوندي پاتې شي، نو ډيرې داسې پيښې هم په کليو او ولسونو کې رامنځته شوي چې کورنۍ يې خپله خور لور مين ته ورکول شرم ګڼي او بله کورنۍ ورسره په دې خاطر رشته نه جوړوي چې همدا مينه ورته يو پيغور جوړ شوی وي، دې موضوع ته هم مقدس ډيره په زړه پورې زمينه برابره کړې او په ښکلي انداز کې يې ويلي دی چې:
غم خو زما دی چې جلکۍ يم داغ پر ما لګيږي
ته ولې ژاړې ګرانه ! تا ته خو پيغور نشته
پښتو شاعرۍ کې پريمانه راغلي چې د زړه پرهر مې نه رغيږي يا دا چې زړه مې پرهر پرهر دی او يا دا چې د زړه پرهر ګڼدم او داسې نور.....
خو دا هر څه په اصل کې د مينې د راز څرګندول وي. که نه په دې خو ټول پوهيږي چې زړونه پرهرونه نه لري، او دا خبره چې زړه پرهر نه لري، مقدس ډيره ښه شاعرانه کړی.
د زړه درد يمه پرهر رانه ورک شوی
پسې ګرځمه دلبر رانه ورک شوی.
يو شي ته چې د مقدس احمدزۍ په کتاب کې زما زيات پام ور واوښتو هغه د دې په شعر کې پريمانه موسيقيت دی. ډيرې غزلې يې مترنمې دي، که د سندرغاړو لاسونو ته ورسيږي په اسانۍ سره به وتوانيږي چې په ډير ښکلي او زړه راښکوونکي طرز به يې د موسيقۍ پردو ته وخيژوي. ما چې تيره شپه د مقدس شاعري لوسته ډيرې غزلې يې داسې مخې ته راغلې چې په اسانۍ سره د موسيقۍ پردو باندې ختلی شوې. زما چې نه قريحه سندرو ويلو ته جوړه ده او نه هم ترنم کولای شم، نو د مقدس يو نيم شعر به مې چې له ځانه سره زمزمه کړو نو سندره به ترينه جوړه شوه.
مقدس احمدزۍ هم يو له هغو ښځينه شاعرانو څخه ده چې حساب پرې شي. خو يوه خبره چې بايد يادونه يې وکړم په شعرونو کې يې د ګوتو نيولو ځای هم شته. ډير داسې بيتونه په کې هم مخې ته راغلل چې بايد مشورې ورته په کې ورکړل شوی وی. خو دا چې اوس يې کتاب خپور شوی او اوبه له ورخه تيرې دي، نو ما يې هم په هغو بيتونو سترګې پټې کړي چې د سمونې وړ او او يا دا چې ګوتنيوی ورته کيدای شو. او دا ځکه چې دا د کره کتنې غونډه نه ده د مخکتنې غونډه ده او د مخکتنې پر وخت خو را ايستل، د يو چا د زړه ماتيدو سبب کيدی شي. او زه نه غواړم چې روغ زړونه مات کړم.
که داسې د مقدس احمدزۍ په هر غزل کې يو يو بيت ته تم شوو فکر کوم چې يو کتاب خبرې پرې کيدی شي.دا چې ستاسو قدرمنو ډير وخت مې نه وي نيولې خپلې خبرې د حمزه بابا په دې بيت راټولوم چې:
رنګ رنګ ګلونه راغلل د پښتو ادب په چول
اوس وخت ايله د سترګو غړيدو راغلی دی
بازمحمد عابد، د ننګرهار د رسنيو کور
د غبرګولي ۱۶ نيټه ۱۳۹۲