19.01.2013
- baz
د خزان په لپه کې اوبه نه پوهيږم چيرته مې لوستي وو ، هغه تنده غری چې د اوبو څښلو په تکل اوږده مزلونه ووهي او د چينې اوبو ته ځان راورسوي او په لپو لپو اوبه وڅښي له هغو شرابو څخه په کې خوند او مزه زياته وي چې خانان او نوابان يې د ښيښو په بوتلونو کې ساتي او چې څه وخت يې زړه وغواړي په سر يې واړوي. دا رښتيا هم ده. زه چې کله هم چيرته د چينې په اوبو ورپيښ شم، که تږی نه هم يم نو څو لپې اوبه ترې څښم. کله چې مې د ګران شاعر ملګري محمود خزان په لپه کې اوبه وليدې، نو ډير کلو...
07.06.2013
- baz
د تيرو لسو کلونو راهيسې چې د هيواد په ګوټ ګوټ کې ادبي او فرهنګي ټولنې په فعاليت بوختي دي، له برکته يې ډيری ځوانان په شاعرۍ او ليکوالۍ مشرف شوي دي. داسې اوونۍ به نه وي چې جلال اباد کې يوه نوې شعري ټولګه له چاپه راونه ووځي او دا رجحان زه پښتو منظوم ادب کې يو نيک فال ګڼم ځکه چې د ځوانو شاعرانو تر څنګ پيغلې شاعرانې هم اوس دا جرات کوي چې په ډاګه شاعري وکړي او خپل کتابونه خپاره هم کړي.
که چيرې له تيرو دريو څلورو مياشتو په دوران...