چا وی ترخه غوندې ده؟
دا خو خوږه غوندې ده 

چې راته نه راګوري
لږه خپه غوندې ده

 د زړه ديوال نړوي
څه زلزله غوندې ده

 هوش مې له سره اخلي
سمه نشه غوندې  ده

 په مينه نه پوهيږي
لږه وړه غوندې ده

اخ! لولپه يې کړمه
د اور لمبه غوندې ده

زما په سر دا سودا 
څه عجيبه غوندې ده

ورځ لکه باد الوځي
شپه څه درنه غوندې ده

وايي چې امن راځي
څه اوازه غوندې ده

 باران وهلې زاڼه
((بازه)) لمده غوندې ده

رحمان مينه / کابل
١٣٨٨/٠٨/٠٤