څومره ګرد غبار دی په دې کلي کې/
ورک چې رانه يار دی په دې کلي کې
چا د خولګۍ تمه کې ساتلی يم
روح چې مې ايسار دی په دې کلي کې
راشه چې ليمې په ديدن ومينځم
تا ته دې انتظار دی په دې کلي کې
نن راته دلبر ويل چې څه غواړې؟
وايه، نن دې وار دی په دې کلي کې
((باز)) چې پرې په شين سهار دوره وهي
نن لکه چې ښکار دی په دې کلي کې
٢٠٠٩/١٠/٢٢
کابل، رحمان مينه

د ننګرهار ولايت، د بهسودو ولسوالي د ثمرخيلو کلی
20.10.2009
- baz
افغان انځورګر محمد صديق ژکفر د جوزجان ولايت د ميمنې په ښار کې څلورنيمې لسيزې وړاندې پيدا شوی دی. په ١٣٥٩ ل کال کې د ابوعبيد جوزجانې له ليسې څخه فارغ شوی او په همدې کال کې يې د کابل پوهتنون د انځورګرۍ په ډيپارټمنټ کې لوړې زده کړې پيل کړي او په ١٣٦٣ل کال کې ترې فارغ شوی. استاد صديق ژکفر له فارغيدو وروسته په همدې ډيپارټمنټ کې د استادۍ سپيڅلې دنده پيل کړې وه او د طالبانو د نظام له راتګ سره يې دنده پريښې وه او پاکستان ته مهاجر شوی و. هلته يې د را...
26.10.2009
- baz
چا وی ترخه غوندې ده؟دا خو خوږه غوندې ده
چې راته نه راګوريلږه خپه غوندې ده
د زړه ديوال نړويڅه زلزله غوندې ده
هوش مې له سره اخليسمه...