افغان انځورګر محمد صديق ژکفر  د جوزجان ولايت د ميمنې په ښار کې څلورنيمې لسيزې وړاندې پيدا شوی دی. په ١٣٥٩ ل کال  کې د ابوعبيد جوزجانې له ليسې څخه فارغ شوی او په همدې کال  کې يې د کابل پوهتنون د انځورګرۍ په ډيپارټمنټ کې لوړې زده کړې پيل کړي او په ١٣٦٣ل کال کې ترې فارغ شوی. استاد صديق ژکفر له فارغيدو وروسته په همدې ډيپارټمنټ  کې د استادۍ سپيڅلې دنده پيل کړې وه  او د طالبانو د نظام له راتګ سره يې دنده پريښې وه او پاکستان ته مهاجر شوی و.  هلته  يې د راولپنډۍ په ښار کې ژوند غوره کړی و او خپله نفقه يې د همدې انځورګرۍ له تابلوګانو څخه پيدا کوله.
استاد صديق ژکفر په ١٩٩٧م کال کې د بي بي سي د تعليمي پروژو سره کار پيل کړی و چې تر اوسه يې همکاري دوام لري. د بي بي سي د تعليمي پروژو له پاره يې تر اوسه ٤٠ عنوانه د ماشومانو کيسو ته انځورونه کښلي دي چې د ليدونکو د پام وړ ګرځيدلي دي.
د استاد ژکفر د تابلوګانو مينه اکثره د بهرنيو ملکونو دي او په لسګونو تابلوګانې يې بهرنيانو اخيستي دي. همدا رنګه دوه زرم کال چې د سولې د کال په نوم نړيوالو ياد کړی و د استاد يو انځور په کې لومړۍ جايزه هم اخيستې وه. هغه انځور چې جايزه يې اخيستې وه، د بي بي سي د تعليمي پروژو له يو کتاب ( طلايي کب) نه غوره شوی و.
استاد په پاکستان او افغانستان کې وخت په وخت  د انځورونو متفرقه کورسونه چلولي دي. خو د ١٣٨٨ کال د حمل له مياشتې راهيسې يې په متواتر ډول يو کورس پرانيستی دی چې تر دريو کلونو پورې به يې يوه دوره شاګردان فارغيږي. دا کورس په اکاډميکه توګه تدريس کوي چې  د انځورګرۍ تيوري او عملي کارونه په  کې د پوهنځي په کچه پر مخ بيايي. د کورس په ړومبۍ دوره کې يې ٣٠ تنو ښځينه او نارينه  شاګردانو ته ځای ورکړی دی او تمه لري چې  په راتلوونکي دوره کې د شاګردانو د شمير کچه لوړه کړي.
استاد ژکفر د انځورګرۍ د داخلي او خارجي مينه والو څخه راځي دی خو وايي چې د وخت دولتونو دې هنر او هنرمند ته هيڅ پام نه دی  اړولی.
د استاد ژکفر د نقاشۍ نندارتون او کورس ځای د شهرنو د مرغانو په کوڅه کې دی، د انځورګرۍ مينه وال کولای شي چې له نندارتون څخه يې ننداره وکړي. خو د اوس له پاره يې دلته څو انځورونه ستاسې په وړاندې ږدم، هيله ده چې د انځورګرۍ د مينه والو د پام وړ وګرځي.

د شاه دوشميره جومات تابلو

دا تابلو ښيي چې خزان رانيږدی شوی دی

د بزکشۍ تابلو

دا هغه انځور دی چې استاد ژکفر پرې د سولې نړيوال کال لومړۍ جايزه اخيستې وه


د کابل د شور بازار تابلو

د استاد ژکفر د نندارتون او کورس موقيعت


عابد له استاد ژکفر سره