استاد محمد اسمعيل يون هغه نوم دی چې په تيرو ديرشو کلونو کې نه يوازې دا چې په فرهنګي حلقو کې خپور دی، بلکې ډېر پښتانه يې له نوم او کردار سره اشنا دي. هغه که د مهاجرت په په دوران کې د هيلې مجلې چلوونکی و او که په کابل کې د لويې جرګې منشي نو د پښتو او پښتنو د حقوقو دفاع يې په نره کړی ده. دا چې د بلاګ ډېرو لوستوونکو ته د ښاغلي استاد هاند او هڅې مالومې دي، زه نه غواړم چې نور څه پرې ووايم البته دومره وايم چې سږنی کال چې د پښتو کتابونو د خپرولو په درشل کې تر نورو کلونو ډېر زرغون دی نو استاد هم خپل ټول چاپ او ناچاپه آثار په يوه وار ٣٣ عنوانه خپل ولس او خپلو مينه والو ته ډالۍ کړل. دا چې ددې کتابونو مخکتنه شوې وه، ټلويزيونو پرې راپورونه هم خپاره کړي وو، په انټر نيټ کې پرې ليکنې هم شوې وې، خو چا هم داسې ونه وکړل چې د دې ډالۍ يو انځور په نيټ کې خپور کړي او د پښتو ادب د مينه والو تنده پرې ماته کړي. تيره ورځ مې وخت وموند چې حيران کتابپلورنځي ته ورشم او زما په نوم د استاد له خوا ډالۍ شوې د کتابونو سيټ ترې تسليم کړم. بس له مخې سره مې د کتابونو د سيټ انځورونه واخيستل او و مې پتيله چې د بلاک مينه والو ته چې ډېری يې له هيواده بهر اوسيږي، د دې ډالۍ انځورونه ور ورسوم. بس يارانو دا تاسې او دا هم د استاد محمد اسمعيل يون له خوا تاسې ته ډالۍ.