دا ځل په افغان ادبي بهير کې استاد اسد الله غضنفر د چخوپ ژباړلې کيسه د بحث له پاره راوړی وه  چې نثار صاحب، کاروان صاحب ډاکټر اکبر، ډاکټر محب زغم، عابد او نورو ورسره په بحث کې ځانونه شريک کړل. غضنفر د کيسې يو يو پيراګراف لوسته او بيا يې په خوبيو او د کيسې له آرونو سره سم اړتياته  د اوريدونکو پام را اړاوه. استاد غضنفر په کيسه کلايمکس، موضوع، تلوسې، پيل، اوج، پای او ټول آرونه وار په وار په کيسه کې په نښه کول. ټولو ګډونوالو د بحث دا نوی ميتود خوښ کړ.
د بحث نه وروسته يوه ازاده مشاعره وشوه چې په لسګونو شاعرانو په کې برخه واخيسته. دا غونډه چې د ١٣٨٨ کال د تلې د مياشتې په ٢٤ نيټه شوی وه، ډاکټر اکبر  يې مشر او ميلمانه يې بوريوال کاکړ او ګل محمد هوتک وو. دغونډې وياند صفي الله عمرخيل و او راپور يې عابد علمي ليکه. غونډه د کابل قوه مرکز ته څيرمه کاروان انستتيوت کې  ترسره شوې وه.


کاروان، عابد او جلان په ړومبي کتار کې

استاد غضنفر ، ګل محمد هوتک او ډاکټر محمد اکبر اکبر

پير محمد کاروان

ديا سنګهـ انجان شعر لولي

ډاکټر محمد اکبر اکبر

ناصر فګار، نثآر، قرار، غضنفر، بوريوال کاکړ، هميم جلالزی او ډاکټر اکبر