دا ځل په افغان ادبي بهير کې د دياسنګهـ انجان په غزل باندې تود بحث وشو چې د غونډې برخه والو د دياسنګهـ له نورو غزلونو څخه يې ښه وباله. د تيرې غونډې راپور محمد عابد علمي واراوه چې له لږې سمونې وروسته د تاييد وړ وګرځيده. د غونډې رييس محمد الله کمال او ميلمانه يې استاد اقا محمد ګړندی او نذير احمد سهار وو. د غونډې وياند صفي الله عمرخيل و. په غونډه کې تر شپيتو تنو پورې شاعرانو، ليکوالو او د شعر او ادب مينه والو ګډون کړی و. راتلونکې غونډې ته به نذير احمد سهار په ژورناليږم يوه ليکنه کره کتنې ته راوړي. دا غونډه د کابل په قوه مرکز په کندهار مارکيټ کې کاروان انستتيوت د تيرې جمعې په ورځ ماسپښين دوه نيمې بجې پيل او د ماښام آذان سره سمه پای ته ورسيده.
د غونډې وياند صفي الله عمرخيل چې تر څنګه يې د غونډې مشر او ميلمانه ليدل کيږي
اقامحمد ګړندی، محمد الله کمال او نذيراحمد سهار
ديا سنګهـ انجان خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کوي
کاروان صېب د انجان په غزل خپل نظر څرګندوي
نثار صېب د انجان په شعر خبرې کوي
د غونډې له منځه پيکار د انجان په غزل نظر څرګندوي
د ګډونوالو يوه څنډه
جاويد اوربل، کاروان، نثار، عابد او فدايي په لومړي کتار کې ليدل کيږي.
ګړندی صېب د شعر ويلو په حال کې
محمد الله کمال هم خپل شعر لولي
راپورونه