تير ماښام شمشاد ټلويزيون د وحيد توحيدي په نوښت د وږمو د بهير د خپرونې له پاره له يو شاعر او بل هنر مند سره ګډه خپرونه نيولې وه چې د شاعر او هنرمند دوستان يې هم وربللي وو. دې خپرونه کې عابد د شاعر په توګه او بريالی ولي د هنرمند په توګه ميلمانه وو. پيل کې د خپرونې چلوونکي وحيد توحيدي او ځينو بهبروالو له عابد نه د هغه په شعر کې د شعر د مضمون په اړه او هم د عابد د شاعرانه ژوند په اړه ځينې پوښتنې مطرح کړې چې عابد په ورين تندي ځوابولې، ورپسې بريالي ولي د عابد هغه غزلې وويلې چې څو ورځې وړاندې ورکړل شوې وې او هغه ورته کمپوزونه جوړ کړي وو. انشا الله ډېر ژر به د شمشاد ټلويزيون له لارې د شمشاد ليدونکي او مينه وال په ګرده نړۍ کې د وږمو د بهير دا نوې خپرونه په نوې بڼه وويني.

بريالی ولی په خپل دفتر کې د عابد غزلو ته کمپوز جوړوي



بريالی ولي د هغه د مينه والو په منځ کې


نبي الله، همت شينواری، عابد او ميوند زهير



شفيع الله بابرزی د هغه د مينه والو په منځ کې

تازه دم سندرغاړی سردار سعيد د هغه د مينه والو په منځ کې

عابد او محمديګل اوبرنګ