د ١٣٨٥ کال د ثور د مياشتې په اته ويشتمه نيټه د پنجشنبې په ورځ پوره اوه بجې وې چې د رفيع الله نيازي تليفون راغي چې ويل يې زه د ميدان مخې ته ولاړ يم او عسکر مې ميدان ته نه ورپريږدي. زه د ميدان په لور په حرکت کې وم. ورته مې وويل چې زه هم درروان يم خدای به خير کړي. له دې سره مې خبرې نه وې خلاصې چې د پيکار صاحب تليفون راغی. هغه هم سخت جلالي شوی و او نوره يې د عسکرو په وړانډې حوصله له لاسه ورکړې وه. څه د پاسه اوه بجې وې چې زه د ميدان خولې ته ورسيدم. عسکرو يوازې زما کارت وليد او داسې فکر يې وکړ چې ژورنالست دی خبر به جوړوي. ميدان ته د ورتګ ممانيت يې ونه کړ او ميدان ته نيږدې شوی اوم چې پيکارصاحب او صديق الله ذهين راباندې د جالي ديوال تر شاه اواز وکړ چې موږ هم غواړو چې داخل ته درشو، عسکر مو نه پريږدي. ما ورته په ټوکه وويل چې زما نوم ورته واخلئ هيڅ به هم درته ونه وايي. هغوی هم د نظام قره ول په لور ورغلل او لږه شيبه لا تيره نه وه چې زموږ خواته راورسيدل. اوه نيمې بجې به وې چې د روهي صاحب تابوت ته ورسيدو. دلته ډېرزيات دولتي چارواکي، فرهنګيان، د تلويزيونو او راډيوګانو ژورنالستان راغلي وو او د چا خبره ميدان يې په سر اخيستی و.
تر هر څه د مخه استاد عبدالله بختاني د ارواښاد په ژوند، فن او کړي کار لنډه وينا وکړه او ورپسې د خوشحال فرهنګي ټولنې مرستيال سپين ږيري شاعر او ليکوال نصرالله حافظ له ارواښاد سره په شخصي دوستۍ او په فرهنګي چارو کې د ارواښاد نه ستړي کيدونکو هلو ځلو رڼا واچوله او بيا يې خپله اوږده تازه ليکلې مرثيه واوروله. اته نيمې بجې به وې چې له هوايي ډګر نه د لسګونو موټرو کاروان حرکت وکړ. ډېر ياران له نورو يارانو سره په وړو موټرو کې تنظيم شو. موږ څو تنه فرهنګيان په کاشتر موټر کې چې په همدې مناسبت کرايه شوی و، سپاره شو. موږ سره په موټر کې عبدالله کاموال، ډاکټر ناصر کاموال، عايل او نوراحمد د ځوانانو له جملې څخه وو او د ميراحمد ګربز په شمول د علمومو اکاډمۍ غړي هم په دې موټر کې وو، د حرکت په وخت کې عبدالله کاموال ته د الياس وحدت فون راغلو چې ويل يې کاروان صاحب او باجوړی صاحب د هوايي ډګر په دروازه کې ولاړ دي چې درڅخه پاتې نه شي. په دې خبرې زه ډېر خوشحاله شوم له ځانه سره مې ويل چې ځه که خير وي له کاروان صاحب سره به مو يو ساعت تير وي او بل به راته په لاره د راتلونکو کليو په اړه مالومات راکړي، خو زه په دې نه وم خبر چې کاروان صاحب هم دومره بلد نه و لکه څومره چې ما فکر کاوه. په ټوله لاره عبدالله کاموال له کاروان صاحب نه د شعرپه اړه پوښتنې کولې او ما ورته غوږ نيولی و. يو پوښتنه ترې ما هم وکړه چې د چا اغيز يې پر ځان منلی دی، له دې خبرې سره د خندا يو برق شو ، خو کاروان صاحب وويل چې له تاسې نه مې اغيز اخيستی دی، د بهير له يارانو نه مې اغيز اخيستی دی او د خپلو اوريدونکو او مينه والو څخه مې اغيز اخيستی دی. دې خبرې ما ته ډېر خوند راکړ ځکه چې شاعرانه خبره يې وکړه.
څه کم يوه بجه وه چې د پکتيا ولايت مرکز ګرديز ته ورسيدو . د ګرديز والي استاد حکيم تڼيوال له کابل نه د تللي کاروان دروند استقبال وکړ او د ولايت په په ميلمستون کې يې ټولو ميلمنو ته ښه غرمنۍ هم تياره کړې وه. تر غرمنۍ د مخه د پکتيا ادبي ټولنې ځوانانو د استاد روهي د جنازې د راوړلو په مناسبت يو پيغام واوروه او هم د ميلمستون په ديوالونو په ټوټو شعرونه او ميلمنو ته ښه راغلاست ځړول شوي وو چې د پکتيا ادبي ټولنې دا چاره سرته رسولې وه. په همدې ميلمستون کې د ښوونځي شاګردان په منظم ډول تر هغې ولاړ وو چې تر څو موږ د خوست په لورحرکت کاوه.
تر يو ځايه زموږ له کاروانه سره د پکتيا ولايت د والي په شمول نور ډېر چارواکي ولاړل او چې هغوی بيرته راستنيدل نو د ملي اردو او ملي پوليسو دوه موټره يې د جنازې له کاروان سره تر خوسته مله وو.
د ګرديز او خوست تر منځ به په هره ولسوالۍ کې په سلګونو د ښوونځي شاګردان او ولسي وګړي د سرک پر سر استقبال ته راوتي وو. او د ټولو په څيرو کې به يو قسم انديښنې خورې وې. د مازيګر له آذانه سره سم د خوست ولايت د حيدرخيلو کلي ته ورسيدو چې دا کلی د ارواښاد استاد روهي کلی و . دلته د سماوات کلي په هديره کې د استاد تابوت کيښودل شو او سم له واره يوه تعزيتي غونډه ونيول شوه چې الحاج ليونګل د قرآن مجيد په څو مبارکو آياتونو پرانيسته. د دې غونډې وياند د خوست د پوهنې د رياست ريس محقق محمد شريف ځدران و.
لومړی استاد اسمعيل يون د کابل پوهنتون په استازيتوب د پوهنتون پيغام ولوست چې د استاد په ژوند او سرته رسولي کارونو يې مفصله رڼا واچوله.
تر دې وروسته د خوست والي معراج الدين پټان د جمهور ريس حامد کرزي پيغام ولوست او زياته يې کړه چې د خوښۍ ځای دی چې له دومره غټې څټې د څښتن تابوت په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته سپارل کيږي، د خوست والي ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د استاد روهي په قبر ګنبد جوړوي.
د علومو اکاډمۍ په استازيتوب سرمححق ميراحمد ګربز پيغام ولوست. تر دې وروسته استاد بريالي باجوړي د خوشحال فرهنګي ټولنې په استازيتوب پيغام ولوست، کله چې باجوړی صاحب له ستج نه راښکته کيده نو زما تر څنګ اسدالله غضنفر ولاړ چې راته کړه (( باور وکړه چې باجوړي صاحب ډېر شه نثر لري )) ما وی هو دې کې خو شک نه شته. د خوست د پوهنتون ريس فياض صاحب د نوموړي پوهنتون پيغام ولوست او اميرجان بهير د افغانستان د ژورنالستانو د ټولنې په استازيتوب پيغام ولوست. نور پيغامونه او شعري نذرانې هم وې چې بايد لوستل شوې وې، خو د ماښام د آذان له کبله دا تعزيتي غونډه د استاد رهنورد زرياب په خبرو پای ته ورسيده.
د يادونې وړ ده چې دې مراسمو ته په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې پنځو فعالو غړو، لکه وکيل شينواري، مبارز ساپي، انجنير حبيب الله، ډاکټر ګل حسن وليزي او خوشحال انځور ګډون کړی و او هم په دې کاروان کې تر سلو زياتو فرهنګيانو له کابل څخه برخه اخيستې وه او کله چې موږ له ګرديز نه تر خوسته د ښوونځي د شاګردانو او ولسي خلکو دروند استقبال وليده نو په ايمان چې دا شډل بډل پښتانه يې راته نور هم په زړه راننه ايستل. د حيدرخيلو په کلي کې هم په سلګونو قومي مشران، ځوانان او حتی تنکي زلميان راټول شوي وو. د خوست ولايت ډېر چارواکي هم دې غونډې ته راغلي وو او امنيتي چارې يې هم په ښه شان سنبال کړې وې.
کله چې د استاد روهي تابوت خاورو ته وسپارل شو نو پروګرام داسې و چې ټول ميلمانه به د ولايت ميلمستون ته ځي او هلته به ډوډۍ خوري، خو استاد آصف صميم چې پر خپل دريځ تر مرګه ولاړ سړی دی او د هر دور له چارواکو سره يې نالګي وي، دا خبره زموږ يار الياس وحدت ته تر هر چا ښه مالومه ده. استاد عبدالکريم پتنګ ډېره شله ګي ښووله چې له هغه سره به ځو. وحدت صاحب وويل له صميم صاحب سره دې کاروان، غضنفر، ډاکټر رودوال او عابد يو طرف ته شي او په ما پسې دې را روان شي، همداسې شول هم، خو زما تر څنګ ډاکټر ناصر کاموال چې د خوست په پوهنتون کې محصل دی د دوو تنو نورو يارانو سره چې زه يې په نامه پيژندم، څنګ ته راغلل او راته کړه:
عابده ته به له موږ سره د پوهنتون ليليه ته ځې، چې زموږ ډېر ملګري چې ستا هم ملګري دي درته په طمعه دي، ما ويل چې زموږ د پنځو يارانو وحدت خو وحدت صاحب راجوړ کړ، او ډېر زړه مې کيږي چې د پوهنتون له يارانو سره ووينم خو مجبوري ده که زه اوس له تاسې سره روان شم، نو دا نور ياران رانه خپه نه شي، زما له انکاره وروسته دوی هم له موږ سره را روان شول او يوې دنګې قلا ته ننوتو، تر موږ د مخه د پکتيا ادبي ټولنې اوه اته کسه ياران هم راټول وواو ښه پينډه يې جوړه کړې وه. کمال سادات چې خبر شوی و چې موږ دلته راټول يو، په يوه منډه يې ځان راورسوو او له موږ سره شو. تر ډوډۍ خوړلو او ماخوستن له لمانځه وروسته صميم صاحب د څو تنو محصلينو په شمول شپه بل ځای ته يوړه او موږ ښه ګرم ادبي بنډار جوړ کړ، هر چا به د ځان په اړه ښې يا بدې خاطرې ويلي. اسدالله غضنفر او ډاکټر رودوال به تر دوه ساعتونو پورې خپل مجلس جاري ساتلی و چې غضنفر په ما غږ وکړو چې ته د لږې شيبې لپاره له موږ سر ه شه خو زه ونه توانيدم چې په مجلس کې ورسره برخه واخلم، له کاروان صاحب نه هم د پکتيا ادبي ټولنې ياران راټول شوي وو او مجلس يې ښه تود کړی و. زما تر څنګ کمال سادات، نوراجان بهير داوود تپان، حبيب الله راستون ناست وو او د افغان ادبي بهير په اړه يې مالومات غوښتل چې ما يې هم د بهير په اړه ښه غوږونه خلاص کړل. يو وخت ما په کاروان باندې غږ وکړ نه پوهيږم چې څه مې ورته ويلې چې يو ځوان هلک رانه په خوستۍ ژبه پوښتنه وکړه چې دلته کاروان هم شته؟ ما وی هو دا کاروان دی کنه. ځوان ورمنډه کړه او له مخې سره يې له کاروان صاحب نه غيږه تاوه کړه، جوړ په خير يې وکړو او په خپله مخه لاړ. لږه شيبه لا تيره نه چې بل کس راغی او د کاروان پوښتنه يې وکړه، دې ته هم ما کاروان په ګوته کړو او چې پنځم او شپږم تن د کاروان صاحب په پوښتنه راغلل نو زه ورولاړ شوم او ورته مې وويل چې ولې دا زه درته څه کاروان نه ښکارم؟ ځوان موسکی شو نيږدې وو چې کلک مې په غيږ کې ونيسي خو ژر مې ورته وويل چې پام دې وي چې زه کاروان نه يم، هاغه د ی، ورشه او ټينګه غاړه ترې واخله.
د شپيې تر دولسو بجو ښه بنډار جوړ و، کاروان، غضنفر، ډاکټر رودوال او څو کسه نور د خوب په نيت وغځيدل خو ما ته لا خوب نه راته، او که ووايم چې د پوهنتون محصلينو اجازه نه راکوله چې دومره ژر دې ويده شم نو پر ځای به مې ويلي وي. پوره دوه بجې وې چې سترګې مې د خوب په نيت پټې کړې او لا لمر څرک نه و وهلی چې پاڅول شوم او له لمانځه نه راته وويل شو، د چای خوړلو په وخت کې وحدت صاحب وويل چې که څوک کابل ته ځي، نو پرونی کاشتر کابل ته روان دی، که څه هم زما زړه نه کيده چې دومره ژر دې د داسې يو ولايت نه ووځم چې په ړومبي ځل ورته راځم او په سلګونو ياران په کې لرم خو زما مجبوري وه او پرته له دې چې د خوست ولايت ښار دې ووينم، کابل ته له غضنفر، ډاکټر رودوال او د اکاډمۍ له ځينو غړيو سره په کاشتر کې راسپاره شوو . موټر ته په ختو کې راته ډاکټر رودوال او غضنفر صاحب وويل چې عابده د تا له پاره دا مشکله نه وي چې تر کابله دې سګرټ و نه څکوې؟ ما ورته په ټوکه وويل چې مشکله خو به تاسې ته وي چې له نيکوتين سره حساسيت لرئ. خو ما په زړه غټه تيږه کيښوه او په روان موټر کې مې سګرټ څکول لازم ونه ګڼل خو کله کله به مې د اوبو او يا په کومه بله باڼه موټر دراوه چا به مخ ته اوبه اچولې چا به اودسونه تازه کول، خو ما به تر هر څه د مخه سګرټ لګولی و. بس په ښه ساعت تيرۍ سره څه باندې يوه بجه وه چې کابل ته راورسيدو او هر څوک په خپله مخه لاړل.