د ايريل په ٢٣ نيټه د ننګرهار ادبي بهير په غونډه کې ناست وم چې آرش ننګيال له لغمان نه فون وکړ ويل يې چې په خالد هوټل کې راته هغه کوټه ونيسه چې تيره شپه مو په کې تېره کړې وه. په خوا کې مې عزت الله ځواب هم ناست و. هغه ته مې وويل چې آرش، الهام او ذبيح الله نورزى راروان دي او شپه به يې په خالد هوټل کې وي. هغه ويل ما ته يې ويلي دي زه هم بيګا ته ورځم. نيږدې ماښام چې د بهير له غونډې راووتم، نو ځان مې هغه ځاى ته ورسووچې د شپې يو دوه ځوانانو ته د پښتو درس ورکوم. له هغو مې ځان فارغ کړ او خالد هوټل ته راغلم. ځواب صيب هم راغلى و. د شپې وروستى پار به و چې د فى البديهه مشاعرې په نيت مو قلمونه راواخيستل. د مشاعرى مطلع مې داسې وټاکله:

 

لا په مزل دى لا په لار پاتې دى

ځواب په مينه کې قرضدار پاتې دى

                             عابد

دلته هر يو مغل په تخت ناست دى

دلته هر يو پښتون په دار پاتې دى

الهام

نه په کې بنګ شته چې پرې سترګه سره کړو

نه په کې بوټى د کوکنار پاتې دى

ځواپ

لا خو ښکلا په کې راټوله نه ده

لا خو زما د نظر څار پاتې دى

عابد

جلال يورپ کې هم خوشحاله نه دى

چې ترينه ښکلى ننګرهار پاتې دى

الهام

بازه وزرې وکړه څه له ګورې

د بغدادۍ کوترو ښکار پاتې دى

ځواب

زه دې زاريو باندې ستړى کړمه

خو ستا په ژبه لا انکار پاتې دى

عابد

نښه يې هيڅ په د نيا پاتې نه ده

فقط د ګران لالي مزار پاتې دى

الهام

زموږ له خوب نه سترګې نه غړيږي

دښمن هماغسې بيدار پاتې دى

ځواپ

چې مې دا ورځ له بلې نه ښه کيږي

د چا په زړه راته ازار پاتې دى

عابد

 

رقيب هماغسې په کلي پروت دۍ

چې په لستوڼي کې مې مار پاتې دى

الهام

ته د رقيب دله کيسه مه کوه

ما نه مې خپل د مينې يار پاتې دى

ځواب

لا يې چمبې ته ګوتې وړي نه دي

لا يې په شونډو يکه زار پاتې دى

عابد

دا چې په نيمه شپه شعرونه ليکي

دغه سړى هسې اوزګار پاتې دى

الهام

نه د زړې زمانې کلي شته دى

نه د زړې زمانې ښار پاتى دى

ځواب

ځواپ سګريت لګۍ چې طبعه کې شي

چې يې د شعر ليکلو وار ثاتى دى

عابد

اوس د ځواب غزلې هم خوند کوي

چا ويل چې شعر هسې شعار پاتې دى

الهام

الهامه خوله به دې په ځاى خوزوې

کنه زما درسره کار پاتې دى

ځواب

چا وى چې څنګه داسې ګد وډ ښکارې

ما وى د مينې کار و بار پاتې دى

عابد

درد مې په زړه کې ځاى لري او

غم مې د زړه په اوږو بار ثاتى دى

الهام

اوس يې په ژبه بنديز ولګيدو

اوس يې په سترګو کې اظهار پاتې دى

ځواب

مړې ويده به شې ناوخته نه دى

لا خو د شپې څلورم پار پاتې دى

عابد

ظالمې مينې ليونى دې کړمه

نه مې سکون نه مې قرار پاتې دى

الهام

 

اوس چې توبه وکړي قبوله به ش ي

يو څوک د عمر ګنهګار پاتې دى

ځواب

نو ته چې نه راځې دا زړه مې ولې

ستا د ليدو په انتظار پاتې دى

عابد

نه د وزير په خوله جا پياز وخوړل

نه له پاچا سره اختيار پاتې دى

ځواب

اخ! څومره ښه وو چې جانان ويلې

بازه په تا مې لا اعتبار پاتې دى

عابد

نن سهار چې مې د فۍ البديهه شعرونو ماشين يعنې کاروان صيب ته د ټيلفون په کرښه دا ټول بيتونه وليکل نو په اخر کې يې راته وويل چې دا يو بيت په کې زما له خوا هم درواخله:

په دې کوڅه کې خاموشي خوره ده

تا نه منګى ما نه سيتار پاتې دى.