یوه خاطره یو غزل

مغفور شینواری چې له څېرې نه کټ مټ تبلیغي ښکاري، کېدای شي وي به، ځکه له ما پورې خلک ورته امیر صیب وایي، خو کله هم ما هغه د تبلېغیانو په څېر د دعوت په موډ کې نه دی لیدلی.
هروخت، چې ما سره خوله ګډوي نو خامخاد خپلو خبرو مقدمه د حمزه بابا په شعرونو باندې ږدي، خو تېره شپه ناوخته، چې خالد هوټل د منېجرۍ له چوکۍ نه راپورته شو، نو مخامخ دېوال ته یې تکیه ووهله او ویې ویل:
ناظر بابا څه ښه فرمایلي دي:

بیا راپاڅیږي، که څو څو ځله واړه پرېوځي
خو لوی چې هرکله پرېوځي نو پاخه پرېوځي

شعر مې ډېر خوښ شو، کاغذ او قلم مې راواخیستل او نوټ مې کړ.
امیر صیب ته مې وویل: ژر شه نور بیتونه یې ووایه. هغه وروځې سره وروستې یوه ښه شېبه په چرت کې لاړ. ما نه هم نور صبر نه کېده او دغه لاندې څو بیتونه مې د ناظر بابا دشعر د شنې کروندې به ځمکه وشیندل.

د شپې د ستورو په شمېرلو باندې ځان ستړی کړي
مین چې ګورې نو اکثر په لمرخاته پرېوځي

که په رښتیا د ژوندون پېټی په اوږو بار ګڼم
نو بیا مې ولې په هر ښکلي پسې زړه پرېوځي

زه به مین نه یم، خو دې راز باندې نه پوهېږم
چې مې له سترګو نه دا سرې اوښکې په څه پرېوځي

اوس خو زما او یار تر منځه فاصلې ختمې دي
خو چې وروګورم، نو ولې یې باڼه پرېوځي

پرون یې نېغ لکه جنډه د آزادۍ ګرځول
خو نن پښو ته ډېر سرونه پښتانه پرېوځي

ساقي نور لاس ونیسه باز د څښلو تاب نه لري
دومره خراب دی چې یې سر له زنګانه پرېوځي

باز محمد عابد – خالدهوټل – جلال اباد

۲۰۱۰-۰۴-۲۶