کامې فرهنګي ټولنې د شاعر، ليکوال او ژورنالست اجمل اند د فن او شخصيت په هکله په کامه کې يوه درنه غونډه جوړه کړې وه چې تر دريو سوو پورې شاعران، ليکوال او اجمل اندد شعر مينه راټول شوي وو. غونډه سهار ٩ بجې پيل شوه او تر درې نيمو بجو بورې يې دوام وکړ. په سر کې استاد محمد اصف صميم پرانيستونکې وينا واوروله. ورپسې استاد حبيب الله رفيع، ولسمل، صيب، استاد محمد اسماعيل يون، نورالحبيب نثار، انجنير ستانه مير زهير، لعل پاچا ازمون،د اجمل اند په اړه شفاهي خبرې وکړې، قاري عبدالله سهار د اجمل اند ژوند ليک ولوست او بازمحمد عابد، فهيم زيرک، شيرشاه همددر، ډاکټر بشيراحمد پرهر، عزت الله ځواب، طاهر ساپي، د اجمل اند په ژوند او فن مقالې واورولې. همدا رنګه کريمي، احمدضيا نوري او جعفر الماس د اند صيب شعرونه په ترنم کې واورول.
دلته د اند صيب د وياړ غونډې څو انځورونه ستاسې په وړاندې ږدم
د کامې فرهنګي ټولنې ياران په اند ګلونه شيندي
استاد محمد آصف صميمم پارنيستونکي وينا اوروي
استاد حبيب الله رفيع د وينا اورولو په حال کې
استاد يون د خبرو په حال کې
استاد نور الحبيب نثار د وينا په حال کې
اجمل اند
غلام صديق خان( خان بابا) اند ته پګړۍ په سر کړه
د غونډې يوه څنډه
اند د خپلو مينه والو تر منځ
داود وفا د کونړ د يارانو تر منځ
نظلمي، قاري سهار، عابد، شاداپ او حليم همت
خيبر، عابد، شير دريواړو نه طاهر ساپي منګولې تاوې کړي دي