دعکسونو اخيستلو په بهانه په هال کې هاخوا دې خوا ګرځيدم چې په استاد شپون مې نظر ولګيد چې يو وچ کلک سپين ږيری يې له لاسه نيولی دی او د هال نه د وتو په حال کې دي. چابکه ورپسې روان شوم. ځکه چې د المر ليدل او پيژندل ماته هم په زړه پورې وو.
خو زموږ د پيښور د وخت بهيروال وسيم مومند چې ډېره موده مو سره نه وو ليدلي، مخې ته راغی. يوه شيبه مې ده سره خواله وکړه او بيا د استاد شپون په لټون وښوځيدم. دهوټل مخې ته مې په ميدانۍ کې وليد چې له ننګرهار نه د راغليو ځوانانو په منځ کې ولاړ دی او فکر کوم چې المر به يې ورته معرفي کولو. زه هم ورغلم له مخې سره مې ورته عکسونه واخيستل. بيا مې څه ويل خو استاد وار ونيو او ويې ويل:
ما خو ستا هغه کمره هم رانه وړه، خو نه پوهيږم چې په کور کې مې چيرته ايښې ده. رانه هيره ده. ما وې استاده! ما ورپسې بوزه په ايمان چې په بوی يې راپيدا کړم. استاد ويل چې که کمره پيدا کړې نو بل شی خو به پيدا کړې چې تنده دې پرې ماته شي. استاد زياته کړه:
_ بچيه! زما وطن ته راغلی يې. دلته زما ډېره غله دانه کيږي، وايه چې څو بوجۍ غنم او څو بوجۍ وريجي در بار کړم.
ازمون صاحب ترې پوښتنه وکړه چې په دې عابد څنګه مهربانه يې استاده؟
استاد به لا ځواب ته ځان جوړاوه چې زه پرې دمخه شوم: شپون صاحب خو زما نيکه دی کنه. او بيا مې استاد ته وويل: زه چې تر پيښوره دا غنم او وريجي رسوم، نو يو په دوه به مې پرې پيسې خرڅ کړي وي. ازمون صاحب بيا مداخله وکړه چې پيښور ته يې مه وړه همدلته يې نيږدې خرڅ کړه. خواستاد په ازمون سترګې را وايستې او ويې ويل. دومره لا ليوني سپي نه يم چيچلی.
د دې خبرو نه چې خلاص شو نو المر ته مې وويل :
په کومه کيسه کې چې ته د کيسې اتل يې په هغه کيسه کې زه هم يو فرعي کرکټر يم. استاد شپون زما په لور راوکتل، فکرکوم زړه کې به ورتيره شوي وي چې هغه وخت خو لا ته پيدا هم نه وې. خو ما خپلو خبرو ته دوام وکړ: دا خبره ځکه کوم چې دالمر کيسه چې استاد ليکه نو دی په امريکا دی او د داستانونو مجله يې په ګوتو ورغلې ده. په هغه مجله کې زما يوه کيسه د (( بې وخته اختر )) په نوم چاپ شوې وه. هغه کيسه چې استاد لوستې وه، نو ستا يعنې د المر کيسه ور ياده شوې وه او بيا يې ليکلې وه. د هغې کيسې پيل زما له کيسې نه کوي. نو زه ځکه وايم چې زه هم د هغې کيسې فرعي کرکټر يم. استاد شپون هم راسره ومنله.
په دې وخت کې زما پام د هوټل شاو خوا ته واوښت چې ډېر زيات ياران له هال نه راوتلي وو او يو خوا بل خوا ډله ډله کيدل.
دلته بايد ددې خبرې يادونه وکړم چې په ولايتي کچه د دې ادبي او فرهنګي ميلو جوړول يوه بله ګټه او لاسته راوړنه چې بې له شکه د پښتو ادب په پرمختګ کې لوړ ګام دی، هغه دا چې ګرځنده کتابپلورنځي په کې خپله فعاله ونډه اخلي. زه چې په دې وروستيو څو مياشتو کې د درې څلورو ولاياتونو ادبي ميلو ته تللی يم، نو دا کتابپلورنځي مې ليدلي دي چې د معاصر پښتو ادب کتابونه يې په کې خرڅلاو ته ايښي وي. په زړه پورې يې لا دا ده چې اوس اکثره ځوانان د پښتو کتابونه اخلي او چې په کتاب پيسې ورکړل شي نو لوستل يې ضروري شي.
په کندوز کې د سالنګ کتاب خپرونکي او صميم ادبي ټولنې د خپلو خپاره کړي کتابونو سټالونه لګولي وو.
د ډېرو ځوانانو په لاسونو کې کتابونه ليدل کيدل چې په بيه يې اخيستي وو. يو کتاب چې د هر چا په لاس کې مې ليده هغه د صفيه حليم هغه کتاب و چې په دې وروسيتو کې سالنګ کتاب خپرونکي خپور کړی چې ((بهوپال )) نوميده. دا کتاب په هندوستان کې د پښتنو د نوابۍ کيسې کوي. . د بي بي سي راډيو له لارې همدا کتاب وخت پر وخت ما د صفيه حليم په غږ کې اوريدلی هم و اوس چې تازه له چاپه راوتی نو په ډېر شوق مې ولوسته. تيره اونۍ راسره شررساپی د شپې ميلمه و. هغه ته مې د دې کتاب په هکله ويل چې په دومره خوږ او هنري نثر يې تاريخي پيښې را اخيستي چې دلوستونکي په ذهن کې يې د يو فلم غوندې انځوروي. شرر هم لږ ولوست او راته يې وويل چې پيره! دا کتاب به ماته پيدا کوې.
همدا کتاب شررساپي او شمسزي په بيه اخيستی و. هارون حکيمي هم ورغلو او کتاب يې په بيه واخيست، کله چې د دوی په لاسونو کې خوشحال خليل وليد، هغه هم منډه کړه او کتاب يې په بيه راونيولو. لږ ه شيبه وروسته چې مې خوشحال خليل ته پام شو،
نو د ګلونو په منځ کې ناست و او همدا کتاب يې لوسته. زه چې ورغلم نو د مطالعې اغيز يې په سترګو کې نغښتی و. له مخې سره يې راته وويل چې عابده، دا د دوست محمد خان اورکزي کيسه چې فلم شي نو زبردست خوند به وکړي. ما ورته ويل چې هره برخه يې د فلم کولو ده. ته خو مخکې پسې لاړ شه ډېرې په زړه پورې پيښې به مخې ته درشي.
زه له فروتن سره ولاړ وم او د کتابونو د خرڅلاو په اړه مو خبرې سره کولې چې په دې وخت کې ډاکتر خوشحال روهي دسټال خواته راغی، اسرار کريمزی او فروتن يې را بيل کړل او څه هدايت يې ورته ورکړل. لږ وروسته مالومه شوه چې استاد يون، استاد صميم، زرين انځور، ماخان شينواری او رسول باوري د کابل په لور حرکت کوي. زه پوه شوم چې فروتن او کريمزي ته يې په همدې اړه ويلي وو. دا نو داسې وخت دی چی مشاعره لا ختمه شوې نه ده. دوی چې حرکت کاوه نو مشران په مخکې او دوهم سيټ کې کيناستل خو استاد يون او ډاکټر خوشحال روهی په هغه سيټ کيناستل چې د ده مخته يې پرې موږ ته سزا راکړې وه. ما استاد يون ته وويل: دې سيټ چې پرون کوم عذاب ما ته راکړی دی تر ننه مې هم د زنګونونو سترګې درد کوي. خو استاد وويل چې مجبوري ده څه وکړو، مشران بايد مخته کيني. خو خير په دمه دمه به ځو له خيره.
دوی چې حرکت وکړ، نو مشاعره هم په راټوليدو وه. دغرمې د ډوډۍ وخت رارسيدلی و او داسې پريکړه شوې وه چې له ډوډۍ خوړلو وروسته به د کابل په لور حرکت کوو. د ډوډۍ خوړلو ځای ته ورغلو او ښه په مړه خيټه مو ډوډۍ وخوړله. نثار صاحب ته مې فون وکړ چې څه وخت راځې چې دلته درته حليم همت په تمه دی. نثار صاحب ويل چې تاسې سره خو موټر شته . همت صاحب ته ووايه چې يو بل موټر هم پيدا کړي، هارون حکيمي مو له ياده ونه وځي.. شمسزي او خوشحال خليل سره مې هم خبرې کړي دي. بس زه درروان شوم او چې درورسيدم. نو دشيرخان بندر درباندې ګورم.
همت صاحب ته مې د نثار صاحب له خوا وويل چې موټر راپيدا کړي چې شيرخان بندر ته روان يو. هغه هم د شمشاد موټر کې کيناست او يوه سراچه موټر په کرايه نيولی و او ځان يې په لسو مينټو کې راورسولو. موږ د نثار صاحب په انتظار ولاړ وو چې دوه کاشترې راغلې او ديارانو پرې داسې يو حال جوړ شو چې مه يې کوه پوښتنه. دا دوه کاشترې د سترګو په رپ کې ډکې شوې. لا هم دتګ له پاره ډېرو يارانو د موټر انتظار کاوه. نثار صاحب ته مې بيا فون وکړ چې له خان اباد نه چې راورسيدې موږ درځو، د خان آباد هډې ته. ته دلته مه راځه.
موږ حرکت کولو چې د محصلينو د يوې غټې ډلې څخه دوه درې تنه زموږ موټر ته په منډه راغلل او ويې ويل: تاسې چې ځئ نو دا موږ چا ته پريږدئ؟ زموږ خو سبا ته درسونه هم شته دی، هسې نه چې د موټر نه پاتې شوو.
ما ورته اطمنان ورکړ چې دوه موټرې نورې هم راځي او که بيا هم موټر ې را نه غلې، ماته فون وکړئ چې څه غم مو وخورو. بيا ددې ځوانانو فون را نه غی. موږ د شيرخان بندر په لاره وو چې نثار صاحب ته د محبوب فون راغی. ويل يې چې کاشتر مو درته ايسار کړی دی . تاسې چيرته ياست؟ نثار صاحب ورته وی چې تاسې ورځئ د مخې مو رڼا شه. موږ شيرخان بندر ته روان يو.
په دې وخت کې نو د کندوز له ښاره په وتو کې يو. تر يو ځايه مو تر لرې د غنمو کروندې او کلي په مخ راتلل. خو څو کيلو متره چې مخ ته لاړو نو په يوې بې سر وسامانه دښتې مو سترګې ولګيدې. د سرک دواړو غاړو ته داسې پراخه دښته پرته ده چې نظر په کې کار نه کوي. دې دښتې ته يې دشت اودان ويل. بس تور سرک دی چې په دې دښته کې د يوه تور ښامار په څير غځيدلی دی. دا دښته چې موږ اندازه کړه نو تر پنځوس کيلو مترو به غځيدلې وه. دا خو د تور سرک نه مالوميدل ، خو دا به چا مالومه کړې وه چې د دې دښتې ټول مساحت څو کيلو متره مربع دی؟ د دښتې نه لا وتي نه وو چې ښي لاس ته يو بل سرک ګرځيدلی و چې په يوه تخته يې ليکلي وو (( د امام صاحب ولسوالي)) ٢٠ کيلو متره. دا هم پاتې شوه او بيا په دښتې ورننوتو، څه د پاسه شل مينټه مزل چې مو وکړ نو د شيرخان په بندر ورننوتو. موږ غوښتل چې موټرې د سيند خواته کيباسو خو پيره دار اجازه رانه کړه. او بخښنه يې وغوښته. موټرې مو همدې ته وسپارې او موږ پلي د آمو سيند غاړې ته ولاړو.
د شمشاد تلويزيون کمره مين منيراحمد په شيرخان بندر کې د نوي پل ويډيوي عکاسي کوله او ما هم په کمره عکسونه اخيستل. ټول ياران به وار په وار ودريدل او يادګاري عکسونه به يې ايستل. ښه ډېره شيبه مو د بندر سيل وکړ. د بندر دې خواته به مو ايله لس دولس تنه د سيند په غاړه او يا هم هغو دوه دوکانونو کې ليدلي وي چې له بندر سره جوړ دي. له هغو مو پوښتنه وکړه، چې په پل د موټرو تګ راتګ پيل شوی دی او که څنګه؟ او بله دا چې ولې دلته د خلکو ګڼه ګوڼه نه شته؟
يو تن وويل چې دلته يوازې د پنجشنبې په ورځ ګډ بازار لګي. نورې ورځې کراره کراري وي. ځينې خلک چې د تاجکستان ويزه ولري، هغوی د دې بندر له لارې د طيارې په نسبت په ارزانه بيه تلای شي. او د غلا په لارو اوس ځکه څوک نه ځي چې د تاجکستان په خاوره يې د سيند غاړه ټوله په بمونو ډکه کړې ده.
د دې ځوان له خبرو وروسته موټر ته سپاره شوو او د کندوز لاره مو ونيوله. لا د بندر په ساحه کې روان وو چې په لويه پراخه سيمه له بلوکونو څخه د قلا ديوالونه جوړيدل. ماته زما ديوه تجار ملګري خبره راياده شوه چې ويل يې زما په جواز په شيرخان بندر کې درې جريبه ځمکه راوتلې ده. يو څو مياشتې پس به افغانستان له تاجکستان سره ترانزيټي پوله خلاصوي، او ډېر تجارت به د شيرخان بندر له لارې تر سره کيږي. تر دې چې ايساف او د متحده قوتونو کانتينرې به هم له دې لارې نه افغانستان ته راوړل کيږي.
په دشت اودان کې راروان وو چې شرر ساپي وی چې نن شپه مو هم په کندوز کې ده. ځکه چې حليم همت کور ته تليفون وکړ چې بيګا ته ورسره اوه اته کسه ميلمانه دي. دې خبرې زما چرت خراب نه کړ، ځکه چې په سبا يې هم زما رخصت و خو نثار، شمسزی، خليل او هارون بايد سبا ته خپلو دندو ته تللي وو.
لا په دښته کې روان وو چې نثار صاحب ته د نيازمند صاحب فون راغی چې ويل يې محبوب هم نن شپه دلته دی او ستاسې نه يې هم وويل چې دلته ياست. بس شپې ته ځانونه راورسوئ. او بله دا چې ستاسې په نوم دلته لونګۍ پرتې دي، هغه به هم درسره واخلئ. ما چې د لونګيو واوريدل، نو د مخې سره مې د شمشاد تلويزيون دريور ته وويل چې شير اغا استاد زما لونګۍ خو ستا شوه. هغه راته په شيشه کې موسک شو.
د کابل هډې ته چې راورسيدو نو نثارصاحب په ډېر شواخون له همت صاحب نه ځان خلاص کړ او له خپلې راغلې ډلې (شمسزي، خليل او هارون ) سره يې د کابل لاره ونيوه. هغه موټر کې په دوه زره افغانيو سپاره شول چې د دې خوا ډاکټر خوشحال روهی محمديار او هغو دوه تنو مشرانو ته له چاريکاره په دوه زره افغانيو کرايه کړی و. شمسزی ورته شله و چې اته لس سوه افغانۍ به درکوو خو ډريور به دا يوه خبره کوله چې ديروز از چاريکار به دو هزار همرای شما مردم امده بودم، همو لنګ قندهاري هم بود.
ما ته يې اشاره وکړه او ويې ويل:
اينمي جوان هم بود که ريس صاحب در بغلان مرا پيسه داد.
خو شمسزي هسې په هسې فون راواخيست او ويل يې زه يو ډريور ته فون کوم هغه موږ په اته لس سوه بيايي. خو دې لغمان چل هم کار ونه کړ او ايسته ورسره سپاره شول.
موږ لا د کابل هډه کې ولاړ وو چې همت صاحب وويل هغه هارون حکيمي هم لاړ، هغه خو ماته ويلي وو چې زه هم پاتيږم. ما وی ښه وشو چې لاړ سبا ته يې رسميت دي پريږده چې خپلې وظيفې ته لاړ شي.
شرر د پوښتنې په ډول وويل چې اوس چيرته ځو؟ ما ته ياد شول چې نيازمند د لونګيو په خاطر فون کړی و. له مخې سره مې نيازمند ته فون وکړ او ورته مې وويل چې موږ د کابل هډه کې ولاړ يو، چيرته درشو. هغه ويل کوم ځای کې چې ولاړ ياست، لمر خاته لورته وګورئ خامه سرک راګرځيدلی دی. په همدې سرک به د دې اوږده ديوال په امتداد مخته راشئ او بيا به په دې دوه لارې کې ښي لور ته راوګرځئ، بس زه درته د سرک په غاړه ولاړ يم.
په درې لارې چې ورتاو شو، نيازمند مو وليد چې زموږ مخې ته راوتی دی، نيغ يې يوه دفتر ته ننه ايستو. د داهليز مخې ته لس دولس جوړه څپلۍ او بوټان پراته وو، شرر صاحب راته وويل لکه چې په ښه جاخه واوښتو. دهليز ته چې دننه شوو، نو يو چا ځان په کمپل کې رانغاړلی و او نور رحيم عاطف يې سر ته ناست و. ما وی عاطف صاحب خدای دې خير کړي دا څوک ناروغه دی؟ هغه وويل حيات الله وړ دی، تبې نيولی دی. وړ صاحب زما هم د ډېرو کلونو ملګری دی. له سر نه مې ورته کمپل لرې کړه، په تندي مې ورته لاس کيښود، ښه ګرم و. ډاکټر ته د بولو نه مې ورته وويل. خو هغه ويل چې وروسته ځم اوس مې پريږدئ چې لږ آرام وکړم. طبعه مې جوړه نه ده.
زه او شرر هم يوې کوټې ته ننوتو. هلته احساس،پامير، نيازمند، غلام حيدر، احمد الله ارچيوال، ظاهر شکيب او د پاخه عمر يو سپن ږيری ناست وو. د چايو پيالې ورته مخې ته ايښې وې او په کومې موضوع يې بحث کولو. زموز په ورتګ د دوی بحث نيګړی پاتې شو او موږ ته يې هم د چای په پيالو کې واچاوه. يوه خبره بايد دلته ياده کړم چې په کندوز کې چيرته هم په چايو برابر شوي يو نو ګيلاسونه خو يې همدا مروج د کونډې واله وي، خو نيم يې ډکوي. البته کندوز کې به همدا رواج وي. خو په مشرقي کې نه څوک چا ته نيم ګيلاس چای ورکوي او نه يې څښونکی خوښوي.
د پاخه عمر سړي خاموشي ماته کړه او ويې ويل: تاسې ټول پښتانه فرهنګيان راټول ياست، زه له تاسې نه يوه پوښتنه کوم چې له ډېر وخته راسره ده. پوښتنه يې دا وه چې دې دسترخان ته په پښتو کې ولې نوم نه لرو، سره له دې چې د پښتنو په خټه کې يې ميلمه پالنه هم ګډه کړې ده؟
ما چې فکر وکړ نو له ځانه سره مې وويل چې شيخ فريده، خوله پټه بهتري ده. خو غلام حيدر وويل چې زما په فکر دا دستر خان ترکيبي کليمه ده، او د دوه کليمو نه جوړه ده. يعنې ستر يې د لوی په مانا او خان خو هسې نه هم پښتون ته ويل کيږي.
خو د پاخه عمر سړي پرې قناعت ونه کړ او ويې ويل يعنې د لو ی يا ستر خان څه شی. دا خو بيا هم مانانه ورکوي.خو غلام حيدر په خپله خبره ټينګ و. وی چې که ژبپوهانو ته مراجعه وکړې هغوی به يې هم درته همداسې ووايي. دې وخت کې ماته راياد شول چې پيښور کې يو وخت کوم کمپ ته واده ته تللی وم. نه پوهيږم چې هغه سړی به د کوم ځای و، چې غږ يې وکړ، هلکه څپوڼی هوار کړئ. دوه زلمکيان پورته شول، او دستر خوان يې هوار کړ. د پاخه عمر سړي وويل چې څپوڼی بيا موږ لوپټې ته وايو او کيدای شي چې په اوايلو کې له دې څخه د دسترخوان کار اخيستل شوی وي.
دا بحث همدلته پاتې شو او د اسرار کريمزي او احمد الله ارچيوال بحث پيل شو، فکر کوم چې دوی مخکې هم په ديموکراسۍ او ګلوبل ايزيش بحث لرلو.
کريمزی صاحب په دې باور چې ديموکراسي او پښتونولي دوه متضاد نظامونه دي. چې په ډېرو مواردو کې يو بل نفي کوي. ځيږ پښتون به هيڅکله ديموکراسۍ ته غاړه کينږدي. ارچيوال صاحب هم د کريمزي خبره منله خو په دومره تفاوت چې اوس ديموکراسي د وخت ضرورت دی. بايد چې ويې منو او که ويې نه منو بله چاره نه لرو.
دا بحث ماته هم په زړه پورې و. و مې ويل دا سمه ده چې ديموکراسي د وخت ضرورت دی، خو موږ دومره خودخوا خلک يو چې د خپلو خواهشاتو له پاره ديموکراسي خوښوو خو د خپلې کورنۍ له پاره بيا ديموکراسي نفي کوو. بله دا چې موږ اول يوه نظريه نه منو، خو چې بيا يې ومنو نو د افراط تر حده يې منو. که موږ خپلې نيږدې ماضی ته تم شو نو وبه وينو چې د روسانو په وخت کې چې کومه کمونستي فلسفه افغانستان ته راغله نو دومره افراط مو په کې وکړ چې روسان راته هم ګوته په غاښ شول. بيا چې کله طالبانو شريعت نافذ کړ، نو داسې اسلامي نظام په ټوله دنيا کې نه و لکه طالبانو چې پر افغانانو منلو او اوس چې د ديموکراسۍ ډنډورې غږيږي، ځينې خو په کې دومره افراط کړی چې حيوانيت ته په کې رسيدلي دي. که پښتانه غواړي چې د تمدن پر لور ګام واخلي بايد له ځينو پښتني ارزښتونو څخه لاس په سر شي.
ارچيوال وويل چې زه ستا خبرو سره موافق يم، بايد موږ له ځينو ارزښتونو څخه تير شوو. دا اوس هم په پښتنو کې له پيړيو راهيسې ډېر بد دود راپاتې دی چې که ديموکراسۍ ته غاړه هم نه ږدو، بايد چې دغه ناوړه دود له منځه يوسو. لکه په بدو کې خور، لور ورکول، د بدل واده کول، سپين ږيري ته ماشومه جينۍ ودول، کونډه په جبر ساتل، او د هلک او نجلۍ له رضايت پرته يو بل ته ورکول. بايد چې دا ناوړه دود له خاورو لاندې کړو او د تل له پاره يې هير کړو.
ما ويل دا درسره زه هم منم، دا دود بايد چې سل کاله پخوا له منځه تللای وای. خو دا راسره ته ومنه چې پنځوس کاله وروسته به داسې يو افراطي ديموکراسي د دې پښتنو په وطن کې وګورې چې پلار به په لور او ځوی کار نه شي لرلای، او نه به زوی يا لور پلار ته دا حق ورکوي، چې د دوی په کارونو کې دې مداخله وکړي. اوس خو لا زموږ ډېری پښتانه ستا هغې پورتنۍ خبرې ته تيار نه دي.
ارچيوال وويل چې تيار نه دي نو د پرمختګ نه دې لاسونه ووينځي. ما وې منم يې درسره.
ارچيوال د ګلوبل ايزيشن په هکله هم وويل چې که موږ وغواړو او که نه، د ګلوبل ايزيشن يرغل را روان دی، نړيوال مو د ځان په رنګ کې رنګوي او په چا چې دا رنګ نه خيژي او يا دا چې دا رنګ نه قبلوي، نن يې هم سرکوبي روانه ده او سبا ته به يې هم سرکوبوي. چې ژوندی مثال يې دا اوس د پښتنو په سيمو کې د شخړو او بد امنيو شتون دی.
ما چې د ارچيوال صاحب نظريات واوريدل نو په طبعه مې ډېر جوړ راغی. ارچيوال صاحب ما مخکې نه ليدلی و او نه يې له نوم سره آشنا وم، هيله مې ترې وکړه چې پوره ځان راوپيژني. هغه وخندل او بيا يې وويل: عابد صاحب زه خو تاسې له پخوا نه پيژنم، کله کله ستا بلاګ ته ځم او د وطن ښکلې منظرې په کې وينم او هغه د بهاند صاحب د غونډې راپور خو مې په ډېر شوق ولوست. په هر صورت زما نوم احمد الله ارچيوال دی. نيکونه مو ډېر پخوا له کنړ نه کندوز ته راغلي، په کندوز او کنړ دواړو کې خپلوۍ پالو. په پيښور کې مې په ژورناليزم کې ماسټړي اخيستې ده. او ريګولر تللی يم. اوس په يوه برس کې امريکا ته تللی يم او غواړم چې په حقوقو کې ماستړي تر لاسه کړم او بيرته خپل وطن ته راستون شم. ډېر عمر مې په پيښور کې تير کړی دی، له پښتو پرته په اردو، دري او انګليسي ژبو پوهيږم. پنځه کاله پخوا چې له پيښور نه کابل ته راغلم نو. حفيظ الله غښتلي، رحيم الله سمندر، دانش کړوخيل او ما د IWPR سره کار پيل کړ. دانش او سمندر خو خپل آژانسونه جوړ کړل، غښتلی صاحب هم په ډېرو ښو دفترونو کې وظيفې اجرا کړي او اجرا کوي يې. خو زه په يو برس کې امريکا ته لاړم.