ستا باڼه که يو لښکر دی
زما زړه هم لکه غر دی
زه به څنګه ښکلی نه يم
چې په ما دا ستا نظر دی
هر پښتون مې زړه سر دی
که د لر دی که د بر دی
دا چې زه يې ښکلومه
دا زما د جانان ور دی
روژه ماتي ته مې غواړي
اخ په ما باندې اختر دی
هله سترګو ته رنګ ورکړه
هله ژر شه مازيګر دی
بې مانا بتان به مات کړم
که جوړ کړی هم اذر دی
باز د زرکو ښکار ته ناست دی
غوړولی يې وزر دی
20.04.2012
- baz
نن مې چې ايينې ته په غور سره وکتل نو د احمد فراز دا لانينى بيت مې مخې ته نيغ ودريدهجاو اين کمرو سے آيينے اټا کر پينک دو...
11.08.2012
- baz
سږکال مې د روژې په پنځه لسمه له دفتر څخه تر اختر پوره رخصت واخيست. وجه يې دا وه چې د معدې يو څه تکليف راته پيدا شوی و. پيښور ته په رارسيدو مې اول کار دا وکړ چې په ډبګرۍ کې د معدې يوه ډاکټر ته ورغلم او له معاينانو وروسته يې راته د دوه هفتو دوايي راکړه. د دوا خوړلو په دريمه ورځ پوه شوم چې اثر يې کړی، د جمعې شپه چې زموږ د مشال د کورنۍ غړی چې شهنواز ترکزی نوميږي، هغه ته مې فون وکړ، او د صوابۍ د تګ نه مې ورته وويل. هغه راته کړه چې زه نن شپه کلي کې يم او سبا نهه بجې پيښور ک...