باز او عابد
يو ځل مخکې مې زړه تخنولم چې دعابد صيب په شعري ټولګه او يا د هغه په نامريي ځواک ليکنه وکړم ، که رښتيا ووايم نو ليکنه مې تر يوه ځايه ورسوله خو وروسته مې چې بېرته خپلې ليکنې ته پام شو چې  يوه خبره مې هم د کتاب د منځپانګې په اړه نه وه ليکلې. ټوله ليکنه رانه د عابد صيب د شخصيت پر لور ښوېدلې وه ، ولې به نه ښوېده ؟ د عابد صيب شخصيت څه داسې دی چې قلم هم په غير ارادي ډول ورباندې ليکل کوي .
دا موضوع يوازې له ما سره نه بلکې زما له نورو ډېرو ملګرو سره هم تکرار شوې چې د عابد صيب پر شعري ټولګه يې ليکنې کړي ٢٥ په سلو کې  پر شعر غږېدلي او پاتې ٧٥ يې د ښاغلي پر شخصيت .
نن مې بيا زړه تخنوي چې د عابد صيب پر شخصي بلاګ { باز } يو لنډه ليکنه وکړم خو بيا هم له ورته سکالو سره مخ يم. په هر حال عابد صيب که هر څومره وستايل شي لږه به وي ځکه چې ډېرو تنکيو ځوانانو د عابد صيب د تشويق او مينې پر اساس شاعرۍ او ليکوالۍ ته مخه کړې چې د همدوی د تشويق ، مينې او لارښوونو له برکته اوسمهال په ځوانو شاعرانو کې يادې څهرې دي .
هغه وخت چې عابد صيب او اند لالا د افغان ادبي بهير وېبلاګ چلاوه، ما هم نوی نوی انټرنېټ ته لاس رسی پيداکړی و. کله ناکله به مې يو نيم شعر ورلېږه چې د عابد صيب او اند لالا مينه او تشويق به دومره راباندې زور شو چې  بل شعر ليکلو ته به يې هم وهڅولم . دواړو به راته تل ويل : تکړه شه جلاله ګله چې په پېښور کې يوازې ته او الهام راپاتې ياستئ . بيا چې يوه ورځ په دانش کتابتون کې له عابد صيب سره مخ شوم راته يې ووې : پوهېږې جلاله ؛ ماته له پسرلي صيب نه ستا شعر ښه دی ، ځکه چې د هغه شعر ډېر ژور دی ، څوک يې ژر په معنا نه پوهېږي خو ته ډېر ساده او روان شعر ليکې چې خلک ورباندې ژر پوهېدی شي . خو اوس چې زه خپلو هغو شعرونو ته ګورم چې اند لالا او عابد صيب به د بهير په بلاګ کې نشرول او بيا د دوی تشويق ته ګورم نو باور په خدای وکړئ چې هم په ځان او هم په هغو شعرونو پورې خندا راځي ، شعرونه چېرې و ؟ بس تور او سپين به مې په يو بل تپل خو د دوی مينې او تشويق نه پرېښودم چې شعر دې پرېږدم .
ډېر ځوانان شته چې د خپل شعري ژوند په پيل کې د مشرانو تشويق ته   اړتيا لري. حتی تشويق د هغوی په شعري ژوند کې د بنسټ رول لوبوي او ډېر داسې مشران هم شته چې له کشرانو شاعرانو سره په سمه خوله ستړي مه شي هم نه کوي . خو عابد صيب بيا داسې نه دی ، عابد صيب بيا په دې برخه کې جانانه خوی لري ، زما په ياد دي چې مونږ په پېښور کې د افغان ادبي ټولنې پرانستې غونډه لرله، عابد صيب هم ورته راغلی و ، د غونډې په پای کې  يې زما يو ځوان ملګري شاعر ته چې نور يې نو له شاعرۍ څخه زړه مات شوی و ډېر ډاډ او حوصله ورکړه او بېرته يې د شعر ليکلو ته وهڅاوه . له دې وروسته مې چې کتل د هغه هلک شعر ورځ په ورځ پخېده . يوه ورځ مې ورنه د علت پوښتنه وکړه راته يې ووې : د ټولنې د پرانستې غونډه مې اخرنۍ غونډه وه او نور مې نو له شعر ليکلو نه هم قسم کړی و خو که عابد صيب د شعر ليکلو ته بېرته نه وای هڅولی او راته يې نه وای ويلي : { ته ډېر ښه استعداد لرې او په اينده کې د پښتو ډېر لوی شاعر جوړېدی شې } .
يو بل ملګري مې په کابل کې راته قسم وکړ : {{والله چې د بهير غونډو ته خاص د عابد صيب لپاره ځم چې ډېر بې کبره او مينه ناک انسان دی }}.
رښتيا هم عابد صيب د بهير په غونډو کې له نويو راغلو مېلمنو سره له مينې ډک سلوک او ستړي مه شي خامخا کوي چې په دې سره هم د مېلمه قدر کېږي او هم يې له بهير نه زړه ښه کېږي .
په باز بلاګ د ليکنې زړه هم د عابد صيب وروستيو يونليکونو او څو نورو په زړه پورې مطالبو راکړ.  يونليکونه مو د شمال د پښتنو فرهنګپالو له ژوند او حال نه خبروي چې رښتيا هم په زړه پورې موضوع ده . د دې يونليکونو په قدر او ارزښت ما غوندې مسافر ښه پوهېدای شي چاته چې تر دې بله لويه خبره نه وي چې د ملګرو له حال نه دې خبر شي ، عابد صيب يوازې په شعر او لنډه کيسه بسنه نه ده کړې ، چرته چې تلی تش لاس ورنه نه دی راغلی د خپل قلم په هنري ګوتو يې يو څه ملغلرې راټولې کړي او په باز بلاګ کې يې د نندارې لپاره وړاندې کړي .
ما هم په کابل کې شپې تېرې کړي د خشتي پول او د عمومي باغ پول مخې ته مې د سوالګرو ميندو هغه ماشومان چې سره لمر ته د مرګ غوندې په خوب پراته دي ليدلي ، فکر مې هم ورته خراب شوی او حيرانتيا هم نيولی يم چې اخر څنګه په دې اورورين لمر کې خوب کولی شي ؟؟ خو نن چې په باز بلاګ کې {{په چوپه خوله خير غوښتل }} لولم نو پوهېږم چې ميندې ورباندې د اپينو اوبه څښي چې واقعا يوه دردوونکې صحنه ده. په باز بلاګ کې هر اړخيزو موضوعاتو ته پام کېږي ، لکه مخکې مې چې ووې عابد صيب خپل وخت نه ضايع کوي که غم ښادۍ ته ځي او که له ملګرو سره په سيل وځي يوازې د خوند او درد اخيستنې لپاره نه ځي ، سمه ده خوند او درد به هم ورنه اخلي خو هغه خوند او درد پر مونږ هم لوروي او د انځوريزې ليکنې په بڼه يې په باز بلاګ کې نشروي .
د ثمرخېلو له زراعتي فارم نه واخله د ميا علي بابا د لېونو تر زيارت پورې هره ليکنه يې د نوو معلوماتو زېرمه ده چې په بيا بيا لوستلو ارزي .
د افغانستان د مختلفو سيمو ژوندي انځورونه په باز بلاګ کې نشرېدل د بلاګ بله ځانګړتيا ده يوه ورځ مې په باز بلاګ کې د افغانستان د کليوالو سيمو تصويرونه کتل څنګ ته مې بل ملګری هم ناست و چې ډېره موده له وطن نه مسافر دی ، په ډېره مينه او لېوالتيا يې رانه غوښتنه وکړه چې عکسونه يې موبايل ته ورولېږم ، ما ورسره ومنله ، موبايل ته د عکسونو له رسېدو سره سم يې خپلو ټولو ملګرو ته د پيغام له لارې ولېږل ، چې ډېرو ملګرو بېرته په ځوابي پيغام کې د مننې په ډول ليکلي ول : {{ له تا نه هم مننه او د عابد صيب دې هم کور ودان وي چې په دې مسافرۍ کې بې له کوم پاسپورټ نه راباندې د افغانستان سيل کوي که وشي زمونږ له طرفه ورنه مننه وکړه او هيله ورنه وکړه چې د وطن نور تصويرونه دې هم په ليکه کړي }}.

جلال امرخېل