کاش چې مئين ستا په دې بشر نه وی
  داسې به له ځان سره په شر نه وی

  ته که مې يو ځلې پيدا کړی وی
  لاره به له ما ورکه اکثر نه وی

 چيرته به مې خپله غريبي کړله
 دې ښکلو که ماباندې نظر نه وی

اوس به زه بې دينه بې ايمانه وای
ښکلی که د مينې پيغمبر نه وی

بازه تا به دا رنګې غزل ليکه؟
خيال که دې خور اور په پيښور نه وی

٢٠٠٨م د اګست ١ نيټه پيښور