د باز بلاګ يو ناليدلي آشنا له امريکې نه راته ايميل کړی و. ويل يې چې ظالمه د ټول وطن انځورونه دي ورکړل خو د خيبر درې چې د پښتنو د رواياتو او تهذيب بلا ډېر څه په کې خوندي دي، يو تصوير دې هم ورنه کړ. دا ورور نعيم شينواری نوميده، په لنډيکوتل کې پيدا شوی دی او دا شل کاله کيږي چې په امريکا کی ميشت دی، ما سره خو دا ګړۍ د لنډيکوتل ځانګړي تصويرونه نه شته خو يوه څه شته چې د نعيم ورور تنده پرې ماته شي.
ستاسې باز


د شمشاد له هسکې څوکې/ هرې خواته وهم کوکې/ څوک يې اوري او که نه؟

دا هم له ميچنۍ او تورخم تر منځ پروت کلی

د خيبر له کټه کشتې نه دبريښا وړوکی بند

د علي ماجد په غرونو کې پراته کلي

علي ماجد