دا انځورونه ګران ورور انجنير الفت شهاب هغو مسافرو خويندو ورونو لپاره راليږلي دي، چې له هيواده لرې په ملکونو خواره واره دي. زه ګران ورور انجنير شهاب ته کورودانی وايم، هيله لرم چې د څو شيبو لپاره مو پرې د هيواد د ليدو تنده ماته شي. دا انځورونو د لغمان ولايت، د الينګار ولسوالۍ د لوکاړ سيمې څخه اخيستل شوي دي. له نورو هغو ورونو څخه هم تمه لرم چې د هيواد له ګوټ، کوټ نه زما په ايميل ادرس ښکلې منظرې راوليږي، او د خپل هيواد ښکلې منظرې د تل لپاره خوندي کړي.
ستاسې ورور عابد
baz_moh1@hotmail.com







03.08.2008
- baz
د باز بلاګ يو ناليدلي آشنا له امريکې نه راته ايميل کړی و. ويل يې چې ظالمه د ټول وطن انځورونه دي ورکړل خو د خيبر درې چې د پښتنو د رواياتو او تهذيب بلا ډېر څه په کې خوندي دي، يو تصوير دې هم ورنه کړ. دا ورور نعيم شينواری نوميده، په لنډيکوتل کې پيدا شوی دی او دا شل کاله کيږي چې په امريکا کی ميشت دی، ما سره خو دا ګړۍ د لنډيکوتل ځانګړي تصويرونه نه شته خو يوه څه شته چې د نعيم ورور تنده پرې ماته شي.ستاسې باز...
17.08.2008
- baz
د لورونكي او بخښوونكي خداى (ج) په نامهد غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ څو ښكلي انځورونه ښاغلى او پر ما ډېر ګران عابد صاحب ! سلامونه او نيكي هيلي مي ومنئ عابد صېب تاسو چي په خپل ويبلاګ كي د هېواد د ښكلو منظرو او انځورونو لړۍ پيل كړي . ما ترې ډېر خوند اخيستى او ډېره په زړه پورې وه راته او باور وكړى داسي مي انګېرله لكه باز چي مي په خپلو اوږو سپور ګرځوي او د خپل هېواد د ښكلو منظرو ننداره را باندي كوي . ما هم له ځان سره پتيلي وه ، هر كله چي وطن ته لاړ شم ،ضرور به&n...