د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ څو ښكلي انځورونه
ښاغلى او پر ما ډېر ګران عابد صاحب !
سلامونه او نيكي هيلي مي ومنئ
عابد صېب تاسو چي په خپل ويبلاګ كي د هېواد د ښكلو منظرو او انځورونو لړۍ پيل كړي . ما ترې ډېر خوند اخيستى او ډېره په زړه پورې وه راته او باور وكړى داسي مي انګېرله لكه باز چي مي په خپلو اوږو سپور ګرځوي او د خپل هېواد د ښكلو منظرو ننداره را باندي كوي .
ما هم له ځان سره پتيلي وه ، هر كله چي وطن ته لاړ شم ،ضرور به د باز بلاګ لپاره څو انځورونه له ځان سره را وړم . چي له نېكه مرغه دا ارمان مي پوره شو او څو ورځي وړاندي په رخصتيو خپل هېواد تللى وم ، نو مي له ځان سره د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ البته د قره باغ د هغو سېمو چي ما وليدي يو څو انځورونه راوړل .
هېله ده تاسو او ستاسو د بلاګ مينه والو ته به په زړه پوري وي
يو ځل بيا هم مننه چي خپلو مسافرو هېوادوالو ته د هېواد انځورونو وړاندي كوى .
ستاسو نا ليدلى او كشر ورور
محمدالله وفا
برېښناليك : mohammad_wafaa@yahoo.com
ګرځنده : 0092(0)321-8025059 *** 0093(0)703116689
خپل نظرونه، او انځورنه په لاندې ايميل ادرس راليږلی شئ.
baz_moh1@hotmail.com






