راليږونکی :عبدالقديم پتيال
د راليږونکي پته :Q_Patyal@yahoo.com
نيټه : 04-05-2008
د ښاغلي عابد په باب ډېرو دوستانو بېلابېل نظرونه ور كړي ول او ډول-ډول ستايني يې كړي وې، خو دلته زه د عابد صاحب ستاينه نه كوم، بلكي كورودانى يې وايم چي دغسي يو بلاګ يې ځانته جوړ كړى، چي د دوى د ښه ذوق استازيتوب كوي. كورودانى يې ځكه وايم چي له دې ډېر وخت راهيسي مي له قلم او كتاب سره خپله مقاطعه اعلان كړې ده او حتى اوس دې حالت ته رسېدلى يم، چي په خداى كه د پښتو ادب سر او سربند لا راته معلوم وي، هسي له پخوا مي لا ولاكه چنداني د زمري برېتونه لرل،خو بيا هم وايي اوښ چي هر څنګه سي،بيا يې هم يو زنګون اوبه په نس كي ولاړي وي، نو پخوا خو مي داسي حال نه و چي نه به مي ليكنه كولاى سواى او نه به مي هم خپله شعري طبع ازمېيلاى سواى، خو له څه مودې راهيسي بلكل له پښتو ادب سره پردى سوى يم، خو نن چي مي د ګران عابد صاحب بلاګ وكوت او د دوى په اړه مي د دوستانو انظار وكتل، نو يو ځل بيا راكښي پخوانۍ مينه تازه سوه او زړه مي وغوښتل چي بيرته خپل پخواني حالت ته سر ور ښكاره كړم.
زه د عابد صاحب د اوږده او له ثمره ډك ژوند غوښتونكى يم.
په مينه او ادب
ورور مو پتيال