اسلام علېکوم ګران دوست عابد جانه يو عرض لرم هغه داچی زه هميشه ستا سوکوشش ګورم تاسو هميشه نه ستړی کيدونکی خدمت کوئ .عرض دادې که وکولاې شی له سېګريت څکولو ډډه وکړې، نو زما په څير به دې ډېر دوستان خوشحاله کړي وي. په درناوی ستا سوناليدلی
دوست عارف وصال فرانکفورت المان ???
ستاسو دجواب په هيله
عارف جانه وروره تر هر څه د مخه ستاسې له مينې نه ډېره مننه. زه فکر کوم چې دغومره به زه د خپلې ټولنې له پاره د خدمت وړ نه يم لکه څومره چې تاسې او ستاسې په څير نور دوستان فکر کوي. بس د خپل ذوق د تسکين له پاره هر څه کوم. دا چې تاسې په خدمت نوموئ دا ستاسې مينه ده. بله دا چې تاسې له سګريټ د پريښودلو نه ويلي دي. او نيکه مشوره مو راکړې ده. کور ودانی درته وايم. خو وروره! زه د ٢٨ کلونو راهيسې په دې بد مرض اخته يم، ډېر وخت مې کوښښ کړی دی، چې سکريټ خوشې کړم، خو د وجود غړيو مې د سګريټو پريښودو ته نه يم پريښی. زما له فرهنګی يارانو څخه ټول راته هره ورځ بلا ډېرې خبرې کوي، خو بس نه يې شم پريښودی کنه. تر دې چې يو يار خو دا ويلي دي چې که عابد مړ هم وي، نو سګريټ به يې په لاس کې ژوندی وي.
بس دعا راته کوه جانانه
په ټوله مينه ستاسې باز