سلامونه!
د لوی څښتن تعالی دربار څخه درته ښه صحت غواړم.
همدا اوس می ستاسو په بلاګ کی د کنړ سیند مشاعری په اړه لیکل شوی راپور ولوست، خدای شته ډیر په زړه پوری وو. زه اوس په کتابخانه کی یم او باید خپل اساینمینټ باندی کار وکړم خو زړه می ورته نه کیږی او ستاسی په بلاګ کی د وطن انځورونه ګورم. زه اصلاّ د کنړ ولایت د اسعداباد اوسیدونکی یم خو د بده مرغه اوس په خارج کی د مسافرۍ شپی سبا کوم. کوم کسان چی ستاسو په راپور کې ذکر شوي، زیادتره یې زه پیژنم، لکه آدریس غروال، اسرار احمد کریمزی، طارق ملیار خوپه هغه وخت کی ډاکټر نه و.
په هر صورت خدای دی توفیق درکړی چی همداسی راپورونه او د وطن ښکلی انځورونه په خپل بلاګ کی واچوی تر څو مونږ مسافر د خپل وطن سره د نږدی والی احساس وکړو.
د خدای په امان
ستاسی ورور زاهدالله حمید
اکلاند، نوی زیلاند
زاهد الله وروره تاسې دې هم خدای تعالی روغ جوړ لري. دا چې بهر ملک ته د علم د زده کړې له پاره تللی يې، دا خپله نيکمرغي وګڼه. او کوښښ وکړه چې خپلې زده کړې دې په نوي او عصري توګه سر ته ورسوې او بيا ترې د خپل ښکلي وطن په لور را روان شې. بيا به نو دا ښکلی وطن د کمپيوټر په ښيښو کې بند نه، بلکې په غوړيدلو سترګو ووينې. او ورسره به د خپل علم په برکت د دې خوار او بې وزله ملت په درد دوا شې.
ورورجانه دا چې تاسې زما بلاګ ته راغلي ياست او خپل احساس مو تر ما رارسولی دی، کور ودانی درته وايم. ستاسې په څير نور ډېر مسافر ناليدلي ياران ماته ليکونه راليږي، او ما هڅوي چې زه دې په بلاګ کې د وطن د ښکليو منظرو دا لړۍ روانه وساتم.
په ټوله مينه
ستا ورور بازمحمد عابد