عابد جانه سلامونه !
ته خو پوهيږې چې زه تانه يو څه خفه وم اوتا ظالم دپخلا کولوهيڅ هڅه هم نه کوله خوکله مې چې ستا سفر نامه ولوستله هيڅ بې هيڅه درسره بيرته پخلا شومه .گرانه ددومره ښې سفر نامې تر ليکلووروسته ته ددې مستحق يې چې بايد ونازول شې ،دکونړ دسفر نامې په څېر دکندوزهغه هم ډېره په زړه پورې وه .دې لړۍ ته پسې ادامه ورکړه .په تاکې زه د نورو ژبو د ښوسفرنامه ليکونکوټولې نخښې وينم .کمره اوقلم د هر چا لاس کې وي خو کله چې عابد غوندې يو هنرمند ته په لاس ورشي نو همداسې شهکارونه پنځوي .دشپون صيب نه پس ته لومړى کس يې چې کندوز دې داسې ښه انځور کړى دى .په قلم دې برکت شه .
ورور دې
نجيب عامر
عامره ياره! په خدای باور وکړه چې زه هيڅ نه يم پوهيدلی چې تاسې له مانه په څه خپه ياست؟ خو دا چې هيڅ په هيڅه پخلا شوی يې، بيا دې هم کور ودان. دا چې تاسې زما سفر نامه خوښه کړې ده. فکر کوم چې نورو ليکنو ته مو تشويق کړی يم. زه چې هر ولايت ته شاعرانه سفر ولرم نو انشا الله همداسې ياداښتونه به پرې اخلم. خو چې پيښور ته درغلم هرو مرو به راته وايې چې ته له مانه په څه خپه وې؟
بس ژوندی خو اوسې چې په خپل نيک نظر ماته د نورو ليکلو حوصله راکوې.
ورور دې
عابد