له نيکه مرغه له کله نه چې د شمشاد تلويزيون په خپلو خپرونو پيل کړی دی. ورسره سم يې د خپل هيواد د خلکو د غوښتنو سره سم خپل کلتور، دود او دستور، ادب او فرهنګ ته هم مخه کړې ده.  د ګڼو په زړه پورې خپرونو کې يوه هم د وږمو بهير خپرونه ده چې ادبي څيرو سره په کې مخ په مخ مرکې کوي، د ولايتونو په کچه درنې مشاعرې خپروي، او  هم په خپل دفتر کې د غزل شپه جوړوي.  د غزل په شپه کې په نوموتو شاعرانو برسيره د هيواد تکړه هنرمندان هم وربلي او د غزل شپه پرې رنګينوي.
دا ځل يې استاد شاه ولي د غزل د شپې شمع کړې وه او پتنګان يې ترې ګرد چاپيره ناست وو. د يادولو وړ ده د شمشاد تلويزيون چې د ادبي خپرونو په لړکې  په تيرو دوو کلونو کې کومې خپرونې خپرې کړې دي، د هيواد په نورو تلويزيونونو کې يې ساری نه ليدل کيږي. هيله ده چې شمشاد به د غزل شپې ته ورته نورې ډېرې خپرونې په راتلونکې کې ولري. دلته تاسې د غزل د شپې هغه انځورونو ليدلای شئ، چې شاعرانو په کې خپل شعرونه ويلي دي. په ورپسې البم کې به هغه انځورونه ووينئ چې له پيښور نه د راغليو ميلمنو سره اخيستل شوي دي، او په دريم البم کې به هم  له هنرمندانو سره د شاعرانو او ليکوالو ګډ انځورنه درته خپاره شي.
په ټوله تاسې باز


د غزل د شپې  د مشاعرې وياند او د وږمو د بهير د خپرونې مسوول شرر ساپی

د هيواد نوموتی شاعر او د شمشاد تلويزيون د موسيقۍ د خپرونو مسوول شفيع الله بابرزی

پيرمحمد کاروان

ډاکټر اکبر د شعر ويلو په حال کې

عزت الله شمسزی

استاد اسمعيل يون

ديا سنګهـ انجان

جبار څپاند

قاضی سيد اختيار سباوون

له المان نه راغلی ميلمه شاعر غريب صاحب

نورالحبيب نثار

عبدالله پيکار

محمديګل اوبرنګ


بازمحمد عابد