عابد صيب ستا خاطره مې ولوسته، ډېره خوندوره وه، څو ځله يې وخندولم خو ځان به مې راټينګ کړ چې نور ملګري ونه وايي چې دی ولې له ځان سره خاندي؟ او ډېر خوند مې هم ورځنې واخيست.
ستا خاطرې او لنډې کيسې زه ډېر په شوق لولم، زما ډېرې په دې خوښېږي چې يو قسم مزاحي رنګ لري.
زما تبصرې ته دومره عادي ونه ګورې، زه ګوره ای دومره په اسانه د چا په ليکنه تبصره نه ليکم، خو ستا خاطره ډېره زوروره وه چې په دې تبصره مې يې وخت ضايع کړ، هو!!
په دې هيله چې د قلم، فکر او استعداد باز دې تل همداسې اوچت الوت وکړي.
ستا ناليدلی اشنا
قند اغا ننګرهاری
ننګرهاريه ياره خدای دې راوله.
دا چې تاسې زما خاطره او لنډې کيسې خوښۍ، ضرور به په يوه ډول له ما سره نفسياتي تړاو ولرئ. د خاطرې له لوستو نه مو چې خوند اخيستې نوش جان مو شه. ځکه چې زما دا شعار دی چې زما خاطرې ستاسې له پاره او دا چې تاسې قيمتي وخت د خاطرې لوستو او تبصره ليکنې ته ايستلای دی، له الله تعالی نه درته اجر غواړم.
ستا سې عابد
05.06.2008
- baz
گران عابد صیب سلامونه مې ومنه عابد صيب ستا خاطرې هم دومره خوږې دي چې ما خو ان پيښور ته وړي د يو ملګري سره نيټ ته ناست وم ستا خاطره مې لوسته هغه تادي کوله خو چې مې ټوله ولوسته نو له خندا شين و او ويل يې نور يې څه نه دي ليکلي کاميابي دې غواړم.
نيازمند صاحب ښې چارې!دا چې تاسې ته زما خاطرې خوند درکړی، نوش جان مو شه. داسې بلا نورې ډېرې خاطرې هم لرم چې تر اوسه مې نه دي ليکلي، چې انشاالله وخت پر وخت به يې ليکم. او ملګري ته دې ووايه چې زما په بلاګ کې په ظريفو ټوکو...
05.06.2008
- baz
خاطرې باید وویل شي، ځکه خاطرې د انسان په ښېښه یي زړه کې هغو رنګینو کبانو ته ورته دي که صندوق مات شي دوی هم مري. خو که له دغه ښېښه يي بکس نه لوی دریاب ته وغورځول شي ښايي تر یو وخته له خپلو همنوعانو سره ژوند وکړي.
راځی د عابد صیب پر خاطرو د بحث کولو پر ځای اول لږ دلته تم شو چې خاطرې څه ته وايي، ولې یې خلک خوښوي؟ خاطره د انګریزۍ د Memoir په مانا ده او په طبیعت کې د ځان په اړه یو څه لیکلو ته هم خاطره وایي چې په انګریزي کې یې autobiographical in nature او په دري کې ( خود زنده ګي نامه...