دا به څوک وي؟
له کمکیانو سره کمکی ، د ځوانانو سره ځوان او له زړو سره زوړ.
د ادب د میدان جانان !
د ساده ښکلا خیال پنځونکی او نوښتگر شاعراوکیسه مار!
د بهیر د دریځ پخوانی خوږ ژبی ویاند !
د سکاڼې غنمرنګې ښکلا ساده باده انسان!
ستاينه یې ډیر دروند کار دی . د کوډگرو او زړه راښکونکو الفاظو کارول د هر چا د وس خبره نه ده چې په چا کوډې وکړي او راخپل یې کړي .
مگر دی په تش یوه خوله خندا هم نیغ زړه ته ننوځې او بیا د یارانو یار شې
د پرون غوندی مې یاد شي چې درې کاله وړاندې په ړومبي ځل لیدو می دومره زړه ته رانږدې شو چې اوس یې لرې کول ناشوني دی .
ځکه ! ما یی په الفاظو کې شاهانه انداز لوستی وو او گومان مې کاوه چې هره خبره به د زرو په بیه خرڅوې مگر د هغه د ملنگۍ جامه مې نه وه لیدلې چې دومره په اسانه لکه شعر یې د زړه ژورو ته کیوزې .
رښتیا وایم !هرڅوک به په ځان وویاړي چې لکه د دې په څير خوږ او دروند ملگری ولري . ډېر مو په تلوسه کې نه ساتم دا بازمحمد عابد يادوم چې پر ما او ټولو ملګرو يې ګران دی. نور خو زه هيڅ لاس کې نه لرم خو دا څو بيتونه ورته ډالۍ کوم:
د ښکلا خالق دې ځوان لره عابده
خدای دې تل راته جانان لره عابده
د(( نکریزو پاڼه)) شنه ساته بهاره
چیرته لری له خزان لره عابده
د سندرو ((باز)) دې هومره په هوا شه
خپل مکان نه لا مکان لره عابده
چی گلونه پښتانه درنه راټول وي
ما هم غواړه کله ځان لره عابده
(( یحیی یعقوبی ))