بحث کوونکی: استاد نجيب منلی
د يادونې وړ ده چې دا بحث د ١٣٨٦ کال د تلې د مياشتې په ٢٨ نيټه افغان ادبي بهير کې شوی و .   استاد منلي د استاد زيار په ((ليکلارښود)) بحث  له بهير والو سره شريک کړی و او په هماغې اونۍ کې ما له کسټ نه را ايستلی و. استاد منلي ته مې د يو ځل کتو له پاره ليږلی و او اوس يې ستاسې پر وړاندې په ليکه کوم. استاد منلي دا کتاب ځکه د بحث له پاره غوره کړی و چې دا  د ډېر ارزښت وړ دی او په ځانګړې توګه ځوانان ليکوال يې بايد ولولي او ځانونه ورباندې پوه کړي.  نوموړی راپور هم د ټولو لوستونکو له پاره ډېر ګټور دی او که ووايم چې د استاد زيار (( ليکلارښود)) که زموږ ليکوال ولولي فکر کوم چې پښيمانه به پرې نه شي.
دا تاسې او دا د استاد منلي څرګندونې.
په مينه بازمحمد عابد
ما د بحث لپاره دا کتاب ځکه غوره کړ چې په اوسني عصر کې استاد زيار د پښتو ژبې يوازينی ژبپوهاند دی. د استاد د هرې ليکنې نه موږ ډېر څه زده کولای شوو. د استاد له ډېرو خبرو سره به زه هم موافق نه يم او نور به هم شايد ورسره موافق نه وي. خو هر هغه څه چې موږ ته استاد وړاندې کوي، پرته له دې چې منفي او مثبت اړخونه يې وڅيړو، موږ ته په کې ډېرڅه وي. نو د استاد دا کتاب هم يو غنيمت دی. دا کتاب د پښتو ادبياتو محصلينو او موږ او تاسې ته ډېر څه رازده کولای شي. د دې کتاب ژبه به سخته وي، يو څه ستونزه به ولري، خو دا ستونزه به داسې نه وي چې پر حل کيدو يې بريالي نه شوو. يو څه خواري به وغواړي، د عابد د ميسکال غوندې به اسانه ونه لوستل شي. مګر د لوستلو او فکر کولو وړ کتاب دی. زموږ د ژبې د پرمختګ يوازينۍ لاره دا ده چې په هره ليکنه فکر وکړو. استاد په دې کتاب کې هڅه کړې ده چې پښتو يوه او کره شي. اول په دې خبره کوو چې يوه او کره ولې او د څه لپاره؟ دا ژبنی ضرورت دی، ټولنيز ضرورت دی او که کومه بله څه خبره ده؟
زما په فکر په ژبه کارکول، د ژبې جوړول او ژبه معياري کول په تمامه مانا يو سياسي حرکت دی. ځکه چې ژبه د افهام او تفهيم وسيله ده. ما په تيره غونډه کې هم د مهربانۍ پرنسيپ ته اشاره وکړله. د مهربانۍ پرنسيپ دا دی چې که زه چيرې ووايم چې د يخچال نه ماته فيل راوړه چې زه تږي يم. ته ځې او ماته د اوبو بوتل راوړې. دا ستا مهرباني ده. خو دا داسې خبره وه چې بايد تا ما پورې خندلي وو، په ټولنه کې داسې کيږي. موږ ډېر ځله خبرې کوو چې ګرامر هم رانه غلطيږي، لغاتونه هم يو د بل پر ځای کاروو، مفاهيم هم يو د بل پر ځای کاروو، سرچپه خبرې هم زموږ له خولې ووځي، مګر تفاهم له منځه نه ځي. تاسې يو متن راواخلئ او په تدريج سره يې په ړومبي ځل د هرو لسو کليمو څخه دوه کليمې کمې کړئ، بيا له اتو کليمو څخه دوه کليمې کمې کړئ، تر دې چې د متن کليمات نيمايي ته راورسيږي، نو مطلب به ورسوي. ستونزه په تفاهم کې نه ده. ستونزه په دې کې ده چې موږ وغواړو چې يوه او کره پښتو دې وي. مطلب دا دی چې که په دغه ژبه څوک خبرې کوي او په هر ځای کې وي پرې دې پوه شي، دوی دې سره يو ژبي وي، دوی دې سره اتحاد ولري او دا اتحاد هم د اتحاد لپاره نه، د يو سياسي حرکت لپاره اود يوې سياسي ګټې لپاره.
که تاسې وګورئ په تاريخ مرصع کې د ميرويس خان هوتک په هکله دوه کرښې راغلي دي. ميرويس خان نيکه چې د افغانستان بنسټ ايښودونکی و او يو لوی سياسي مفکر و، د افضل خان خټک له پاره يې د دوه توتو ارزښت نه درلود. خو د هغه پلار خوشحال خټک بيا وايي چې :
درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار
کله چې د سياسي مبارزې خبره راځي، نو بيا درست پښتون له کندهاره تر اټکه يو دی خو شل کاله وروسته بيا يوه ډېره مهمه مسله په دوه کرښو کې ياديږي. علت يې دا دی چې دا ټولې سياسي خبرې دي. نو که موږ په معيار فکر کوو، بايد چې سياسي فکر پرې وکړو. هر څوک به د خپلې ټولنې لپاره يو انځور ولري، خو دا انځور بيا سياسي فکر سره تغير مومي. هغه فکر چې زما دی او هغه فکر چې د استاد زيار دی، بايد سره فرق ولري. موږ په داسې حالت کې يو چې د معياري ژبې په جوړولو لګيا يو. د ژبې په جوړولو نه، ځکه چې ژبه شته، که سل لهجې دي او که دوه سوه لهجې دي، خو ژبه يوه ده. ټول په دې پوهيږي چې پښتو يوه ژبه ده. حتی واڼیڅي هم د پښتو ژبې يوه لهجه ده. سره له دې چې په دې غونډه کې به پرې اوس هيڅوک پوه نه شي، خو د پښتو ژبې يوه برخه ده. تغير به په کې ډېر راغلی وي. ويونکي يې د کوټې او ژوب تر منځ اوسيږي. موږ چې د معيار خبره کوو، دا نو زموږ د سياسي فکر سره موازي خبره ده. او موږ ټول بايد د دې لپاره کار وکړو. موږ مکلف يو چې څه ليکو او يا يې وايو بايد چې اول پرې فکر وکړو، تحلیل يې کړو، تجزيه يې کړو، ځان پرې قانع کړو، پس له هغې يې يا ومنو او يا يې هم ونه منو. دا چې لس، شل او يا سل کاله پس څه کيږي، دا بيا بيله خبره ده. پنځوس کاله پخوا د (ی) ګانو مسله مطرح شوې ده اوس يې هم په تطبيق کې ستونزه شته. د دې مانا دا نه ده چې ګوندې (ی) ګانې بې ضرورته دي، د دې مانا دا ده چې دا د دې ټولنې ضرورت دی، خو حوصله غواړي. موږ بايد وارخطا نه شوو. خو د ژبې په جوړيدو کې زموږ کار چټکتيا پيدا کوي. نو په دې خاطر وايم چې دغه کتاب چې د ژبې د يوه کولو او کره کولو لپاره ليکل شوی دی، ډېر ښه دی او د وخت ضرورت هم دی. که ځينو برخو ته يې سړی د نقد په سترګه وګوري، مثلاً استاد ځينو شيانو ته کره او ځينو ته يې ناکره ويلي دي. موږ بايد دا آزادي ولرو چې د استادانو په خبرو هم خبرې وکړای شوو. موږ چې څه شي وروسته پاتې کړي يو، هغه دا دي چې د مشرانو په خبرو چپه خوله پاتې کيږو. کشر د مشر مخې ته نه ورځي. خو کله چې بيا مجبور شي په ډېره بې ادربۍ مخې ته ورځي. يعنې موږ د مشرانو احترام تر هغې کوو چې له وسه مو پوره وي. خو کله چې مو له وسې نه وي پوره بيا ورسره ډيره بې ادبي کوو. دا افراط او تفريط دواړه زموږ په ګټه نه دی. موږ کولای شوو چې احترام يې هم وکړو او د نظر اختلاف ورسره هم لرو. استاد دلته بيا زما له نظره لږ بدل نظر لري. مانه عابد غوښتي وو چې زه دا خپلې خبرې په ليکلي توګه راوړم. خو چې کتاب مې خلاص کړ نو په سر کې پرې ليکلي دي:
(( يوازې اکاډيميک پښتو ژبپوهان له لوړترين زده کړيز لاسونداو لوړ څيړنيز ريکارډ سره دا رښته درلودای شي چې په لا زياتو پياوړو ژبپوهنيزو آرونو، لاسوندونو او اړوند پروسيجرونو دا لارښود راوننګوي، نه لکه زموږ توکمپوه ډاکټر پالوال چې د معياري پښتو سره يې دغه يو آروال هم رانغښتی نه دی.))
نو ډاکټر پالوال چې په دې برخه کې يې ډېر کار کړی دی، چې هغه د دې جوګه نه وي چې په دې کتاب دې ليکل وکړي، نو زه څوک يم چې دا جرئت به کوم. زه دوه کلن وم چې پلار مې راته تذکره اخيستې وه او په هماغه وخت کې یې پرې راته د خان عبدالغفار خان دا قول ليکلی و چې (( هغه خبره چې د ستيج په سر نه شې کولای، نو پټه يې مه کوه.)) او زه ټول عمر له دغه شي سره رالوی شوی يم.همشه کوښښ کوم چې خبرې سپنې وکړم. خو استاد ډېره سخته ننګونه راته مخې ته ايښې ده. زه خو به هيڅکله ليکلی ثبوت ورنه کړم او که پوښته راڅخه وشي يو قسم به هم ورته وخورم چې دا ما نه دي ويلي.

(په غونډه کې ټولو په ډکو خولو وخندل ډاکټر اکبر پرې غږ کړ چې څنګه به ترې منکر شې عابد يې ريکارډ کوي او بيا يې زياته کړه:
(( ارسطو، افلاطون او سقراط ډېر لوی پوهان وو. پر هغوی يوه نيوکه دا کيږي چې څومره کار يې ساينس ته کړی دی، هومره يې ساينس په شا تنبولی هم دی. کله به چې چا وويل چې ماده ماتيدلی شي، ايټم د ماتيدو وړ دی. بل به ورته خولې ته برغولی و نيوه چې نه داسې مه وايه ځکه چې ارسطو وايي چې ماده يا ايټم د ماتيدو شی نه دی. نو د پښتو ژبې نه به د ايټم د ماتيدو کيسه نه جوړوو. د خدای له کلامه پرته په هر شي  منطقي نقد کيدی شي. که هغه ټولنيږه موضوع وي، علمي وي او که مذهبي وي.))
استاد منلی د ډاکټر اکبر له خبرو وروسته بيا موضوع ته راغی او ويې ويل:

دغه کتاب د ژبې د معياري کولو يوه هڅه ده او دغه هڅه يې په يوازې ځان سره کړې ده. دا کتاب د استاد په يوازينۍ فارمولې ولاړ دی او هغه فارموله دا ده چې په دې کتاب يوازې ژبپوهان د نظر ورکولو حق لري. زه ژبپوه نه يم، مګر ژبه مې دومره زده ده چې خبرې پرې وکړم او يو څه پرې وليکلای شم. خو زه وايم چې د ژبې په باره کې چې کوم اصول ټاکل کيږي، زما لپاره ټاکل کيږي، بايد اول يې پر ما ومني، دا منل که په زور وي او که په رضاوي، دواړه لارې يې مجازې دي. موږ په تاريخ کې د ژبې د معياري کولو درې هڅې ليدلي دي. يوه هڅه يې د روسيې وه. په روسيه کې چې د اکتوبر انقلاب وشو، د فرهنګ ټول وسايل د حکومت په لاس ولويدل. حکومت د ژبې د معياري کولو لپاره کار وکړ. هر څه چې به خپريدل د حکومت لخوا به خپريدل. په پنځوسو کلونو کې د يوې ژبې سره خلک آشنا شول. يو معيار يې جوړ کړ. خو د څو اويا کلونو دا معيار د کمونستانو د نظام د له منځه تللو سره سم له منځه لاړ. اوس له روسيې څخه بيل شوي جمهوريتونه په روسي ژبې خبرې نه کوي. او ډېر شيان يې اوس نه منل کيږي. دويمه هڅه د چينايي ژبې ده. په چينايي ژبه کې لس زره نښې وې. او د دې ټولو زده کول يو ستونزمن کار و. خو کله چې کمونستانو واک ونيو او ټول تبليغاتي وسايل يې په لاس پريوتل، دغه سيستم يې له لس زرو نښو څخه درې زرو ته راکوز کړ. تقريباً ټولو باسوادانو يې دا ميتود ومانه. خو اوس هم په چين کې ځيني څيړونکي شته چې هغو اووه زرو نښو پسې ګرځي. دريمه هڅه د ايران ده. په ايران کې هم ټول تبليغات د حکومت په لاس کې دي. او داسې کوښښ کيږي چې يوه نوې ترمينالوژي ايجاد کړي او هغه په خلکو مني. تر يوه حده موفق شوي هم دي، مګر زه په دې باور يم چې که سبا دا امامان او ملايان په ايران کې نه وي، دا نظام چې دوی جوړ کړی دی، دا خپله ړنګيږي. ځکه چې د خلکو منځ ته نه دی ورننوتی.
بله لاره يې د منلو لار ده چې د زمان په اوږدو کې خلکو ته قناعت ورکړي. ټولې ژبې چې معيار ته رسيدلي دي، د دغو دوو لارو څخه رسيدلي دي. پوهان موږ ته وړانديزونه کوي، خو دا وړانديزونه منې په چا؟ چې ماته يوه خبره وشي او ما قانع نه کړای شي او هغه خبره زه په عمل کې پياده نه کړای شم، هغه به څه ګټه ولري؟
په تيرو پنځوسو کلونو کې په افغانستان کې يو شمير کليمې جوړې شوې، يو لړ يې ځکه ومنل شوې چې موږ يې په پښتو کې بديل نه درلود. د پوهنتون پر ځای چې بله هر کليمه وکاروئ بده به درباندې ولګي. مګر دغلته چې پنځوس شپيته کسه ناست ياست او ټول د ادب شاګردان هم ياست، څوک قسم خوړلی شي چې په درملو پسې درملتون ته ځي، هر يو به په دوا پسې دواخانې ته روان ياست. ځکه چې درملتون لا زموږ خلکو منلی نه دی. د څو کسو اولادونه په زيږنتون کې زيږيږي؟ اکثره يې په زايشګا کې زيږيږي. ځينې شيان موږ ځکه منلي دي چې بديل مو ورته نه لاره. خو د کومو له پاره چې موږ بديل درلود، په ګرانه مو سره منلي دي. څه شی چې مو نيمايي منلي دي، زما په فکر پوهنځی دی چې څوک ورته پوهنځی وايي او څوک ورته فاکولته. نو په زور کلي نه کيږي. د قناعت له لارې به معيار ته سره رسيږو.
استاد د يو شمير کليماتو د جوړولو لپاره يو څه اصول لري. استاد يو عالم دی او په خپل علم پوهيږي. کوم اصول چې وړاندې کوي، په ښه طريقه يې وړاندې کوي او په صداقت سره يې بيانوي. مګر په تطبيق کې بيا له سياست نه کار اخلي، چې دلته کار ورانيږي. هغه اصول چې استاد يې د ژبې د معياري کولو لپاره اړين ګڼي استاد په څلورو برخو ويشلي دي او وايي چې د ژبې لغوي پانګه د څلورو برخو نه جوړه ده:
١_ هغه کليمې دي چې له موره ورته په ميراث کې پاتې دي.
٢_ هغه کليمي دي چې اوس په ژبه کې نشته خو له پخوانه ورته پاتې دي. يعنې په متونو کې شته خو اوس ترک شوي دي.
٣_ هغه کليمې دي چې له ځانه ژبې ته جوړيږي.
٤_ هغه کليمې دي چې له نورو ژبو څخه په پور اخيستل کيږي.
دغه څلور لارې دي، بله کومه لاره موږ د کليماتو د پيدا کولو له پاره نه لرو.  هغه کليمې چې موږ پرې خبرې کوو، هغه د لهجو پورې ارتباط لري. خو چې موږ په په معيار خبرې کوو، نو ځينې شيان د تاريخي او اجتماعي واقعيتونو پر اساس په يوه او بله لهجه کې سره بيل بيل نومونه لري چې له دې نه موږ په معيار کې ګته اخيستلای شوو. ځکه چې ځينې شيان په معنوي او سيستماتيک مفهوم ساتي، خو په تطبيق کې بدليږي، مثلاً  څوک کميس وايي او څوک خت. کيدای شي چې په معياري ژبه کې کميس هغې ته وويل شي چې له پتلون سره اغوستل کيږي. او خت همدې ساده لباس ته وويل شي. موږ تيږه، ډبره او کاڼی يو شي ته وايو او د هرې لهجې ويونکی پرې پوهيږي، کيدای شي چې د ژبې په غني کيدو کې ترې کار واخيستل شي. دې ته استاد ګړويزونه وايي چې مانا يې لهجوي اصطلاحات دي، چې دا  زموږ د ليکوال وظيفه ده چې ژوندي يې وساتي.دا په دې مانا نه چې ګوندې موږ دې خپل سيمه ايز کليمات استعمال نه کړو، موږ د ژبې د غني کولو لپاره بايد خپلې سيمه ايزې کليمې په خپلو خبرو کې وکاروو. خو دلته بايد يوه يادونه وکړم چې په هنري ليکنه کې ليکوال د پاورقي، شرحې او يعنې حق نه لري. ليکوال بايد خپله سیمه ايزه کليمه داسې وکاروي چې ټول پرې پوه شي. دا د ليکوال هنري وظيفه ده. که غلمينه ليکئ، نو په قوس کې ورته د غنمو ډوډۍ مه ليکئ. غلمينه په داسې ځای کې وکاروئ چې د غنمو ډوډۍ انځور کړي.
د کليماتو دوهمه منبع د کليماتو ذخيره ده. چې ارکايزمونه ورته وايي او استاد ورته زړويزونه وايي.دا هغه ټکي دي چې په ژبه کې متروک شوي دي.. په هغو ژبو کې چې ليکلی تاريخ يې اوږد دی، زاړه کليمات يې ثبت شوي دي.لکه فارسي چې زر کاله ليکلی تاريخ لري، ډېر کليمات يې په کتابونو کې ثبت شوي دي چې اوس نه کارول کيږي. خو لاسرسی ورته لرو. د فرانسوي ژبې ليکلی تاريخ دولس سوو کلونو ته رسيږي او د انګليسي ژبې تاريخ نه سوه شاوخواته رسيږي. خو موږ د پښتو ژبې په برخه کې يوه ستونزه لرو چې ليکلی تاريخ يې اته سوو کلونو ته رسيږي خو د پير روښان له دورې نه څلور سوه کاله مخکې موږ يوازې ١٥ شعرونه لرو. آيا په دې ١٥ شعرونو کې به موږ څومره ذخيره ولرو چې د ژبې په معياري کولو کې ترې ګټه واخلو؟ البته د څلور سوو کلونو په موده کې چې کوم ثبت شوي شيان لرو هغې ته لاسرسی لرو. نو دغه برخه هم زموږ خواره ده. موږ اوس له اويستا او پهلوي نه په استفاده نوي کليمات جوړولی شوو چې د مفاهمو له لوري ترکيبي کليمات دي. ژبه يو قراردادي شی دی. کله چې موږ ډوډۍ وايو نو په دې تورو کې داسې څه نه شته چې موږ ته ډوډۍ تداعي کړي.خو دا موږ منلې چې د ډوډۍ په ويلو سره دغه شی زموږ مخې ته دريږي. نوی کليمه له  ځان سره مانا لري. يعنې ځينې زاړه مفاهيم شته چې د هغې نه په استفاده موږ نوي کليمات جوړولی شوو.
څلورمه برخه يې هغه کليمات دي چې موږ يې له نورو ژبو څخه اخلو. انسانان يو له بل سره  په تماس کې دي. يو له بل سره ژوند کوي او يوله بل سره د شيانو تبادله کوي چې په دې شيانو کې يو هم ژبه ده. د کليماتو دغه څلور منابع ژبپوهان ښيي. دلته استاد زيار زما په اند اشتباه کوي. وايي چې څلور منابع دي دا به په څلورو برخو وويشو او له هرې برخې څخه به يې ٢٥ په سلو کې رااخلو. دا داسې مانا لري چې په يو کور کې څلور ورونه دي، يو يې په کې دوه متره قد لري او بل يې شپږ مياشتينې ماشوم دی. که شل متره ټوکر ولرو او په هر ورور يې په مساوي توګه وويشو، دا به دا مانا ولري چې يو په کې نيم نه پټيږي او بل په کې څو وارې پټيږي. ژبه هم په همدې توګه درواخلئ. دا د ژبې له پاره يو اصل جوړ شوی دی او په دې اصل زموږ د پوهتنون استادان داسې ولاړ دي لکه د قرآن په ټکی چې وي. دلته استاد وايي چې که موږ ٢٥ په سلو کې له نورو ژبو څخه راواخلو نو پښتو ژبه به ورو ورو پردۍ کړو، کنډي باغۍ پښتو او يا هم لږ تر لږه اردو به ترې جوړه شي. خو زه وايم چې له پښتو نه اردو جوړه شي، زه نور له خدايه څه غواړم؟ څومره به ښه وي چې پښتو د اردو سطحې ته ورسيږي. اردو ٨٠ په سلو کې له نورو ژبو څخه اخيستل شوې ده. نو ولې دې موږ هڅه وکړو چې هر څه دې پښتو کړو؟ کنډي باغي پښتو ته ولې موږ بده پښتو ووايو؟  که چيرې د کنډي باغ خلک په څه شکل قدرت ته رسيدلي وای، او خپله ژبه يې د دربار ژبه کړې وای، تاسې به ليدلې وه چې همدا کنډي باغي ژبه به معياري ژبه وه. په ژبه او قوم باندې د ارزښت ايښودل په اخلاقي لحاظ يو غير مجاز کار دی.
نو دغه اصل چې ٢٥ په سلو کې ورته ټاکل شوی دی،دلته نقض شوی دی. تاداو يې سم ايښودل شوی دی، خو نتيجه ګيري ترې سمه نه راووځي.
 د دې لپاره چې نوي کليمې جوړيږي،استاد يو لړ لارښوونې کوي. اصول بيانوي چې کوم اصول به مراعات شي. او کوم ټکي معياري وګڼو. غلمينه معياري ده او که ډوډۍ؟ خت معياري دی او که کميس؟ د دې لپاره اصول شته دی. دغه اصول چا جوړ کړي نه دي، له واقعيتونو را ايستل شوي دي.
اول اصل د وييکو ډېروالی دی. هغه وييکي چې ډېر وګړي يې استعمالوي. هغه بايد معياري وګڼل شي.
دويم اصل يې د التباس له منځه وړل دي. يعنې هغه شی چې موږ سره د التباس د له منځه وړلو کې مرسته کوي هغه بايد معياري  وګڼل شي. زموږ بحث د عابد په کيسه کې د وو او ول په سر باندې و. ول يو التباس له منځه وړي چې دا د ژبې په ګټه دی.
دريم اصل ته زيار صاحب دوی والی وايي چې په قوس کې ورته باقاعده ګي ليکلې ده. يعنې چې د ژبې د قانون سره برابره وي. مثلاً غزلونه، ټوپکونه او لښکرونه که چېرې په ټوپکې، غزلې او لښکرې وليکو نو دا يو قسم د  ژبې له قانون څخه سرغړاوی دی. که څه هم د يو قانون له لارې راځي، نو کوم يو به يې معياري منو؟
څلورم اصل يې سپماده. يعنې دا چې انسان په طبعيت کې يو تنبل موجود دی، ډېره خواري يې په ځان نه لوريږي. نو هر شی چې اسانه وي هماغه اخلي. که يو شی په درې سيلابونو کې ويل کيږي، څلورو سيلابونو ته يې څه اړتيا ده؟
پنځم اصل يې رواني او ساده ګي ده.
شپږم اصل يې خوږغږي او بلاغت دی.

استاد اسدالله غضنفر: زه خو دا پنځم اصل او شپږم نه شم سره بيلولی. تر منځ يې فرق څه شی دی؟

استاد منلی: يو شی کيدی شي چې په غوږ ښه ولګي خو رواني ونه لري. نو ځکه خوږ غږي بيل اصل دی او رواني بيل. کيدی شي اهنګ ولري، ښکلا ولري، مګر رواني ونه لري.
استاد غضنفر: د مانا له مخې، د لوستلو له مخې او که د اوريدلو له مخې؟
استاد منلی: د دريواړو له مخې.
استاد غضنفر: زه ځان پوهول غواړم، اوس هم زه خوږغږي او رواني نه شم سره بيلولی. بلاغت خو بيا بيخي بيل شي ته وايي.
استاد منلی: د بلاغت په هکله به دا ووايم چې استاد سمه نه ده استعمال کړې. خو خوږغږي دا مانا چې په غوږ ښه لګي.
ډاکټر اکبر: زما په نظر دا به دا مانا ولري چې هم خوږغږي وي او هم اسانه ولوستل شي. يعنې که يوازې اسانه وي او خوږغږي نه وي نو دا بيا دواړه يو اصل نه شي کيدی.
ايمل يوسفزی: زما په نظر بلاغت د ويناوال صفت دی.
 استاد منلی: دا به درسره ومنم. 
اسدالله وحيدي: استاده که موږ او مونږ د مثال په توګه راواخلو، نو مونږ کې يوه خوږغږي شته . خو موږ بيا اسانه لوستل کيږي.
استاد منلی: دا يې ډېر ښه مثال و، مونږ يو آهنګ لري او موږ يې نه لري. دا د خوږغږي خبره ده او د اسانۍ خبره داده چې کونډتوب او کونتون، چې کونتون يې په اسانه ويل کيږي.
ډاکټر اکبر: که د موږ، مونږ او مونژ ته وروګرځو نو زما په نظر موږ، تر مونږ اسانه ويل کيږي، او تر موږ بيا موژ په خوږغږۍ کې په غوږ ښه لګي. سره له دې چې موږ موژ نه وايو. خو که چيرې مونژ وويل شي يو سقالت رامنځته کوي او دا سقيلوالی د واو او نون تر منځ ټکر دی خو کله چې ترې نون و ايستل شي کليمه خوږغږې شي. نو که داسې په ترجيحي بنيادونو وړاندې لاړ شوو بده به نه وي. بله دا چې د روانۍ او ساده ګۍ ګټه د ژبې ويونکي ته رسيږي او د ښکلا ګټه يې اوريدونکي او يا هم د بلې ژبې ويونکي ته رسيږي. مثلاً ژبپوهان دا وړانديز کوي چې کله هم تاسې نوي ټکي جوړوئ کوښښ وکړئ چې په هغې کې سقيل توري کم وي او د بلې ژبې ويونکی ته اسانه وي.
استاد غضفنر: استاد يوه کليمه يو وخت جوړه کړې وه چې ميلمستون ته يې ميلمستځی ويلی و. خو که چيرې دا بيا به ميلمستځي واړوې، نو په ويلو کې يو جنجال رامنځته کوي. زما په نظر دا خوږي، د کليمې ښکلا او نور، يوه کيفي موضوع ده په علم پورې به څه اړه ونه لري. تاسې چې د کومې ښکلا خبره کوئ هغه کليمې د يو بل په څنګ کې د لګيدلو خبره ده لکه ( پرې لګيدلي دي د پيغلو پلوونه) دلته دا د (پ)  د توري څنګ په څنګ لګيدل دي چې ښکلا په کې پيدا شوې ده. که همدا ( پرې) په يو بل ځای کې راشي، کيدای شي ښه ونه لګي. ډاکټر صاحب د کليمو بحث کوي، خو زه پرې سم نه پوهيږم، ممکن سم يې نه وي واضح کړي.
استاد منلی: په نړيواله سطحه دا  شی منل شوی دی چې ځينې کليمات په غوږ ښه لګي. او په ذهن کې پاتې کيږي.
غضنفر:  بيا هم هماغه سلاست ته راجع کيږي.
استاد منلی: دلته د بيان او سلاست خبره نه ده مطرح، موږ د ژبې په معياري کولو خبره کوو.

او اوم اصل يې لرغونوالی دی. که دغه اووه اصله موږ راواخلو نو دلته د دې اووه واړو تر منځ يو ټکر راځي. نو معيار هغه دی چې ددې ټکرونو شمير په کې کم وي. موږ نه شوو کولای چې د دې اووه واړو اصلونو څخه په يو وخت کې استفاده وکړو. دغه قانون دی، دغه اصل دی چې موږ سره مرسته کوي چې نوي کليمات جوړ کړو.
دغه اصول چې استاد بيان کړي دي، لږ په ګرانه به پرې لوستونکی پوه شي خو ډېر ښه يې بيان کړي دي، داسې نه ده چې سړی دې پرې پوه نه شي خو دوه درې ځل لوستل غواړي. نو دا کتاب چې ١٥٠ افغانۍ دی او که په دوه سوه افغانۍ دا کتاب بايد واخيستل شي او ځانونه پرې پوه کړئ.
په دويمه برخه کې استاد په هغو کليمو بحث کړی دی چې له دري او اردو څخه را اخيستل شوي دي. او په ځينو ځايونو کې يې له بې انصافۍ نه کار اخيستی دی. په ځينو ځايونو کې چې  استاد چې کومو شيانو ته کره او ناکره ويلي دي، دا ورسره مه منۍ چې هغه ورته کره ويلي وي هغه به کره وي او چې ناکره يې ويلي وي، هغه به ناکره وي. مګر دا ورسره ومنۍ چې دغه ځای کې فکر کولو ته ضرورت شته. نيم سوال استاد کړی دی او نيم پرې تاسې فکر وکړئ. نو په دې خاطر هم دا کتاب ډېر  ارزښت لري چې موږ فکر کولو ته مجبوروي. کوم مثالونه چې استاد ورکړي دي فکر کوم چې د چا خبره استاد یو څه ډنډي وهلې ده. يعنې دا چې ځينې شيان يې کره او ناکره ښودلي دي خو زه پرې باوري نه يم چې دا دې کره او ناکره وي. استاد وايي:
(( يوه پيړه توره ډوډۍ مې وخوړه)) دا يې کره جمله ده. (( يوه توره پيړه ډوډۍ مې وخوړه)) دا ناکره جمله ده. ځکه چې د ده په وينا توره ډوډۍ يو ترکيب دی. نو پيړه توره ډوډۍ مانا لري، او توره پيړه ډوډۍ مانا نه لري. زما په فکر دا دواړه جملې بيخي سمې جملې دي. مانا يې سره فرق لري. يا مثلاً وايي:
(( تل به دې ساتم له پردو وطنه)) دا يې کره منلې ده او (( تل به دې ساتم د پردو وطنه)) دا يې ناکره منلې ده. دا ړومبۍ جمله يې بيخي کره جمله ده او دا کومه چې يې ناکره بللې ده، دا هم ناکره نه ده. مانا بدلوي. او پښتنو ټول عمر د پردو وطن ساتلی دی.

ډاکټر اکبر: دلته په غير مستقيم ډول يو خواږه بحث ته ځای شته دی چې هغه د ((د )) او ((له)) بحث دی. او که ما ته اجازه وي چې زه وايم چې په دې باندې فکر وکړئ، چې (( د)) هميشه د ملکيت له پاره راځي او ((له)) د نفي له پاره. که ووايې چې  د کوره ووتم، نو دلته له کوره وتل منفيت دی بايد وويل شي (( له کوره ووتم)) او که ووايي چې ((له کور په لوري لاړم)) نو دا سمه نه ده، بايد وويل شي چې ((د کور په لوري لاړم)) نو بايد چې په استعمال کې يې فکر وکړو.

استاد منلی: زيار صاحب يو بل مثال د کره او ناکره په هلکه ورکوي وايي:
(( ته به د زلفو کوڅۍ جوړې کړې)) چې دا يې ناکره بللې ده او (( ته به له زلفو کوڅۍ جوړې کړې)) دا يې کره بللې ده.  دلته هم هماغه د مانا د بدليدو خبره ده. د کره او ناکره ځای په کې نه شته.
خو زه بيا هم وايم چې هغه ټول سوالونه چې باید موږ يې له ځان سره مطرح کړو هغه ټول په دې کتاب کې شته دی. نو زه ځکه وايم چې دا کتاب بايد موږ مطالعه کړو. دا چې استاد هغې سوالونو ته کوم ځوابونه ورکړي دي، په هغې ډېر بحث کيدای شي.
د کتاب دريمه برخه يو سيندګی دی. هغه ستونزې چې استاد په پښتو کې پيدا کړي دي هغه يې په کې څيړلي دي. څه شي ته چې دوی اشاره کړې ده، هغه واقعي ستونزه ده. خو کوم ځواب چې استاد ورکړی دی، فکر کولو ته پرې اړتيا شته. سل په سلو کې د منلو وړ نه دی.
نو چې بحث رالنډ کړم، دغه کتاب د پښتو د يو کولو او کره کولو لپاره يوه ډېره مهمه او ګټوره هڅه ده. زه له ټولو څخه هيله کوم چې دا کتاب ولولي، ځان پرې پوه کړي، او نورو ته يې هم ولولي او نقد پرې هم وکړي. او هم د دې کتاب نه په استفاده د پښتو د معياري کولو لپاره کار وکړي.