د راشد خټک ليک
ته خو پوهيږې چې زه په پردي ښار کې د پردو خلکو په منځ کې اوسيږم. او ډېر يوازې يم. د ژرناليزم دندې رانه ټول ادبيات هير کړي دي. خو اوس هم ستا په ويبلاګ کې ځان ژوندی ساتم او ستا د ويبلاګ په کتو داسې احساسوم لکه اوس چې هم د افغان ادبي بهير ملګرو په منځ کې ناست يم. او هغه ټولې خبرې راياديږي چې کابو دولس، څوارلس کاله پخوا به مو د بهير په غونډو کې او هم په صدر کې د چې موږ او تاسې به ورته وړوکی بهير وايه ، کولې. ډېر وخت کيږي چې کوم ادبي پروګرام ته نه يم تللی. خو شکر دی چې د پښتو دغه وپبپاڼې او ويبلاګونه شته دی چې زه يې تر اوسه د ادب سره تړلی يم. په تيره ستا ويبلاګ خو هره ورځ وينم. که هغه ” شاعرانه سفر“ دې له انځورونو سره په کتابي بڼه خپور کړې، ډېر خوند به وکړي. رښتيا که چاپ دې کړو نو يو کتاب ماته هم راوليږه. بس ژوندی دې غواړم. په کاروان، نثار، سالک او غضنفر مې ډېر ډېر سلامونه وايه.
ستاسې ورور
راشد خټک، اسلام آباد، د ډان ورځپانې د پښتونخوا د ايالت د برخې مسوول