له څه مودې راهيسې زه په خپل بلاګ کې د دې له وجې د تبصرو خونه بنده ساتم چې ډېر هغه ياران چې په خپلو خبرو يې باور نه وي نو په مستعار نوم  ليکنې کوې، ځينې خو يې داسې بې خونده خبرې ليکي چې د لوستونکو په ايمان اور بلوي. کابو يوه اونۍ مخکې ما دا نظم په بلاګ کې په کرښه کړی، تيره ورځ راته په بهير کې ډېرو يارانو ويلې چې موږ هم ستا غوندې مسافر يو او ستونزې مو سره ګډې دي. په دې نظم دې د تبصرو خونه بيرته پريږده چې موږ درسره هم دا غم وژاړو، دا دی د هغو دوستانو په هيله نن په دې نظم د تبصرو خونه هم خلاصه پريږدم.
ستاسې ورور او خدمتګار بازمحمد عابد

د مجبورۍ شپې
مورې دعا کوه يوازې يمه
مسافرۍ مې زنده ګي وخوړه
له تانه لرې له بچو نه لرې
دې تنهايۍ مې زنده ګي وخوړه


اوس هم چې تا ته څو خبرې ليکم
مورجانې! سخت تبې نيولی يمه
له کومې ورځې چې له کوره راتلم
له هغې وخت تبې نيولی يمه


د کوټې چت راته بلا ښکاره شي
د پرديسۍ کوټه کې ګوښی يمه
چای او بوره مې دواړه خلاص دي مورې
بس د نيستۍ کوټه کې ګوښی يمه

زما ملګري چې اختر ته تللي
هغوی تر اوسه لا راغلي نه دي
هغوی خانان دي ډېرې شپې تيروي
هغوی زما غوندې داغلي نه دي

اوس خو هوا ښه ده د مني سر دی
د ژمي شپو ته فکر وړی يمه
بيا به پناه د چا درګاه ته وروړم
هغو شېبو ته فکر وړی يمه

د بيګانه وو په څير ژوند تيروم
 دې وطنوالوته پردی ښکاريږم
هر څوک د شک په نظر ګوري راته
هر کابلي ته پيښوری  ښکاريږم

مورې! له تا لرې له کوره لرې
زما بچو باندې ډېر پام کوه
منم هغوی به بې سري کوي خو
ته ورسره خير دی ناکام کوه

د رويا لاس دې لږ راوغځوه
ستړې اروا ته مې سکون راکړه
لکه د مړي ساه ختلی يمه
ماته ارام ماته ژوندون راکړه

د ١٤٢٩ کال د کوچني اختر پنځمه شپه
د کابل منډيي، سرای زرداد