نظمونه
پيښوره/ نظم
پېښوره اوس خو ته داسې خپه خپه ښکاريږېلکه تار تار پښتنې څڼې پريشانهستا کوڅو کې د مرګونو قاصد ګرځيد ژوندون سٌر او سندره نه يې ګرانه له پرديسه چې به ستړی ستړی راغلمپېښوره ستا په غېږ کې به دمه شومچې خمار به مې په سترګو کې راشين شوستا په يو نظر
د مجبورۍ شپې/ عابد
له څه مودې راهيسې زه په خپل بلاګ کې د دې له وجې د تبصرو خونه بنده ساتم چې ډېر هغه ياران چې په خپلو خبرو يې باور نه وي نو په مستعار نوم ليکنې کوې، ځينې خو يې داسې بې خونده خبرې ليکي چې د لوستونکو په ايمان اور بلوي. کابو يوه اونۍ مخکې ما دا نظم په بلاګ کې په کرښه کړی، تيره ورځ راته په بهير کې ډېرو يارانو ويلې چې موږ هم ستا غوندې مسافر يو او ستونزې مو سره ګډې دي. په دې نظم دې د تبصرو خونه بيرته پريږده چې موږ درسره هم دا غم وژاړو، دا دی د هغو دوستانو په هيله نن په دې نظم د تبصرو خونه هم خلا
دويم ليک- عابد
خدای خبر څه درباندې وشول ګرانې!اوس دې په شين سهار سلام نه راځيلږ خو مې پوی کړه چې خبره څه ده؟چې دې د مينې ډک پيغام نه راځي له کومې ورځې نه چې ته چوپه يېزما په زړه بلا خبرې ټولېخدای مه کړه ته رانه خپه چې نه يېرانه خپه به شي سندرې ټولې اوس دې په خيال خاطر کې ګرځم که نه؟لکه وږمې غوندې چاپېر دې نه يم؟زما يادونه دې زړه نه تخنوي؟دومره خو ووايه چې هير دې نه يم د نظر تن
انتظار
بيا مې په زړه باندې راووريدېد تليفون دې انتظار کومهپوره اونۍ وشوه چې نه مې پوښتېبيا به دې څنګه زړه ته لارکومه ما نه به څه خطا ضرور شوي ويچې په خوبونو کې اوس نه درځمه
يو چاته ليک
ګرانې خپه نه شې ويده خو نه وې؟ په شين سهار درته سلام کومه باور دې وشه په ايمان يې وايمزه دې له زړه نه احترام کومه چې په موبايل کې مې ستا زنګ راشيپه خدای زما شونډې پرې وغوړيږيستا بلبلي او سندريز آواز تهزما د زړه غوږونه وتخنيږي زما په خپل ځان هم باور نه کيدهخو تا سپيڅلی شان يقين راکړپه تليفون چې دې بلنه راکړهزما اروا ته دې تسکين راکړ تصوير دې زړه کې جوړوم ورانومکله نا کله چې ګوښه غو
يو درويش ته!
په ازغنو لارې سر وياو په يبلو پښو مزل کړيد زخمي لاسونو خاپيرنگيني د خپل غزل کړي*********ستوري راوړي په لمن کېدا په چا باندې مين دی؟چې هوا کې څراغ بل وړينو رڼا باندې مين دی*******کوم تصوير ورځنې ورک دیکاڼي شي ورته هيندارېخپل مرام ته به رسيږيلټوي چې ورکې لارې******چې جهان پرې ښايسته شيد آسمان ستوري اميل کړيد جانان سپينې سينې تهد غزل توري اميل کړي*******بدرنگۍ ته نه ورگوريښکلا ټوله کړي راټولهيو له جنگه يې نف
له شاعر نه گيله
گران كاروان چې د ښاپېرۍ په ورغوي كې شين همځولي ته ( د ځنگل د ليك ځواب) ليكه، نو د څنگ ياران يې په شعرونو نمانځلي وو چې ما ته يې هم لاندينى بيت ويلى و:كوترې راوړي د نكريزو پاڼهشي ستا د باز منگولې سرې رايادېخو كله چې ښاپېرۍ ورغوى پرانيست،د پورتني بيت په شمول ترينه درې بيتونه ښوېدلي وو، خو ما ته يې له شاعر نه يوه گيله ضرور راوړې وه. نن مې په زړه باندې بلا ورېږېزما شاعره! څو خبرې لرملږ ورته ښه د زړه غوږونه څك كړهيو څو ترخې يو څو شكرې لرم ستا له قلم چې په در
بيلتون
زما د ژوند د اميدونو سپين سحر جانانهسکڼی ماښام درته يادېږي که نه؟ما نه د ژوند په وركو لارو مرور جانانهسكڼې ماښام درته ياديږي كه نه؟ له خپله ځانه او جهانه بې پروا گرځېدود ماشومتوب څومره ښايسته دوره وهچې لاس تر غاړې به له نازه به هوا گرځېدود زلميتوب څومره ښايسته دوره وهلاس په نامه به درته زه ومه اکثر جانانههغه اکرام درته ياديږي که نه؟ اوس هم ځوانان د خوړ په غاړو کې ټوليږي که نهزموږ د کلي مازيگر څنگه دی؟د چټو پيغلو په کې اوس منگي ماتيږي که
څو درې مسريزي
راځه چې نن خو پټپټانی وکړوچيرته يو ښکلی ماشومتوب پيدا کړوچې څه خو مينې ته بهانه جوړه شي***ځان به د چا د غاړې هار جوړوېناځوانې زه خو دې هير شوی نه يمپه سره جوړه کې څومره ښکلې ښکارې***چې په خبرو قطغن ولگيدهچې د بلۍ په سر کاته گناه شوهراځه چې زړونو کې خو مينه وکړو***اوس چې اوبه له ورخه تيرې شولېنادانې لږ دې په خوله لاس کيږدهپه يارانه کې خو بنگړي ماتيږي د درد د څړيکې په څير لاره وکړهزما په تول وجود خوره وره شهلکه پرهر مې
قطعات
سپرليه هغه به زموږ د خوارو کلی وي چېگلونه ټول په وينو سره وي او بل رنگ نه کويدا زمانه لکه چې نور زموږ وجود نه منيعجيبه نه ده چې احساس مو لا غورځنگ نه کوي************وخت به موږ ته څنگه گلورينه فضا جوړه کړيغږ د پسرلي وي خو له ورايه خزان وخانديلا د گلغوټيو ستوني ډک دي له باروتو نهتاته به په کومه خوله سپرليه گلان وخاندي***********پام کوه سپرليه چې زموږ کلي ته رانه شېته به د باروتو دې وطن ته څه تحفه راوړېاوس زموږ د کلي چنارونه ځالې نه لريته به د
ماشومتوب
راته ياديږي هغه تير وختونه چې په غرمو به گرځيدم، گرځيدمستا په کوڅه کې به د چا له ويرېلکه د پاڼې رپيدم، رپيدم چې يبلې پښې به مې په ځمکه سرې شوېپنا مې وړه ستا د ديوال سيوري تهستا د ديوال خوشبو به داسې مست کړملکه د گلو د شمال سيوري ته په لوږه تنده باندې نه پوهيدمنه به غرمه نه مازيگر مې ليدوستا په لټون پسې به زه جانانهگرځيدم څو پورې چې لمر مې ليدو خو اوس د داسې وخت پنجو کې گير يمچې مې په گرانه تن ته ساه راځيجانانه ستا په غم به څه