خدای خبر څه درباندې وشول ګرانې!
اوس دې په شين سهار سلام نه راځي
لږ خو مې پوی کړه چې خبره څه ده؟
چې دې د مينې ډک پيغام نه راځي
له کومې ورځې نه چې ته چوپه يې
زما په زړه بلا خبرې ټولې
خدای مه کړه ته رانه خپه چې نه يې
رانه خپه به شي سندرې ټولې
اوس دې په خيال خاطر کې ګرځم که نه؟
لکه وږمې غوندې چاپېر دې نه يم؟
زما يادونه دې زړه نه تخنوي؟
دومره خو ووايه چې هير دې نه يم
د نظر تنده مې په چا ماته کړم؟
ستا د ښايست نښې په چا کې نه شته
اوس خو له ځان سره سندرې نه وايم
چې ستا د غږ خواږه فضا کې نه شته
لکه چې وخت به يې راغلی نه و
ما درنه هسې غوښته ډېره مينه
د خاموشۍ به دې همدا مانا وي
کړه دې د باد په څپو تيره مينه
غږ مې درځي خو ځواب نه راکوې
خدايزده په څه رانه خپه غوندې يې؟
ولې! سزا راته د څه راکوې؟
وايه! په څه راته غوسه غوندې يې؟
٢٠٠٨/٠٤/٠٩
کابل منډيي د زرداد سرای