له کله نه چې ما دا هوډ کړی دی چې زه به بلاګ ته د افغانستان له ګوټ ګوټ نه ښکلې منظرې ورکوم، نو په اول سر کې ګران شاعر ملګري عطا محمد هيله من ځينې منظرې راوليږلې او اوس دا دی شرر ساپي د خپل کلي يعنې د کنړ ولايت د چپې درې ولسوالۍ د ديګل د کلي انځورونه راوليږل چې کورودانی ورته وايم. زه باور لرم چې دا انځورونه به تاسې خوښ کړئ اوله نورو يارانو څخه هم هيله لرم چې د خپلو سيمو انځورونه راوليږي چې له هيواد نه لرې پرتوافغانانو تنده پرې ماته کړي.
په ټوله مينه
ستاسې ورور
بازمحمد عابد





12.04.2008
- baz
خدای خبر څه درباندې وشول ګرانې!اوس دې په شين سهار سلام نه راځيلږ خو مې پوی کړه چې خبره څه ده؟چې دې د مينې ډک پيغام نه راځي
له کومې ورځې نه چې ته چوپه يېزما په زړه بلا خبرې ټولېخدای مه کړه ته رانه خپه چې نه يېرانه خپه به شي سندرې ټولې
اوس دې په خيال خاطر کې ګرځم که نه؟لکه وږمې غوندې چاپېر دې نه يم؟زما يادونه دې زړه نه تخنوي؟دومره خو ووايه چې هير دې نه يم
د نظر تن...
14.04.2008
- baz
د باز بلاګ ليدونکو او خوږو دوستانو په سلامونو مو نمانځم، دا دی ستاسې د ډېرې علاقه مندۍ له وجې د کنړ د پشد درې څو ښکلي انځورونه هم ستاسې د خوښۍ له پاره په بلاګ کې ځايوم، هيله ده چې د خوښې وړ مو وګرځي. دا انځورونه هم ګران شاعر او ژورنالست ملګري شرر ساپي راليږلي دي، چې منندوی يې يمستاسې باز...