راځه چې نن خو پټپټانی وکړو
چيرته يو ښکلی ماشومتوب پيدا کړو
چې څه خو مينې ته بهانه جوړه شي
***
ځان به د چا د غاړې هار جوړوې
ناځوانې زه خو دې هير شوی نه يم
په سره جوړه کې څومره ښکلې ښکارې
***
چې په خبرو قطغن ولگيده
چې د بلۍ په سر کاته گناه شوه
راځه چې زړونو کې خو مينه وکړو
***
اوس چې اوبه له ورخه تيرې شولې
نادانې لږ دې په خوله لاس کيږده
په يارانه کې خو بنگړي ماتيږي


د درد د څړيکې په څير لاره وکړه
زما په تول وجود خوره وره شه
لکه پرهر مې زړه کې وغځيږه
***
خير دی جامو له به پيوند ورکړم
پيزار دې نه وي لوڅې پښې به گرځم
مگر د خيټې څه چاره وکړمه