زما د زړه دره کې
ستا د يادونو څلی
د يو شهيد آرمان په څير ولاړ دی
او ستا د خولې وروستۍ ټپه په آزانگو اړوي
تا ته به ياد وي که نه؟
ما درته څه په هنرمندو گوتو
د سرو او شنو مريو پوښ کې وه رجړومه  جوړه
اود هيندارې په کونجونو کې مې
د خپل نامه توري يو، يو وکرل
ما ويل چې ته کله کجل پورې کړې
نو په ليمو کې به دې وغړيږم
او که هيندارې کې تصوير ته گورې
ستا له تصوير نه به راوټوکيږم
داسې به تا سره د مينې په تار ځان وتړم
خو داسې کله وشول
او ما نه کله هير دي
چې په بې نيازه غږ دې وويلې
راشه آيينه رانجه دې واخله
نه دې ياري کړم نه دې نښې گرځومه