دا څه ټکه راپريوتې
دا څه ټکه راوپريوتې
چې د سر سړي مو وينې
څنگه ژر يې رانه واخلي
دا څه ټکه راپريوتې
د يو غم فصل مو زړونو کې پوخ نه وي
بل راشين شي
دا څه ټکه راپريوتې
چې د سر سيوری پيدا کړو
عزرائيل يې په وزرونو کې راټول کړي
دا څه ټکه راپريوتې
د ” ساهو“ گلونو پاڼې
د ” پسرلي “ په غيږ کې زمولي
١٩٩٨/٧/١٥
12.11.2007
- baz
غر او آس
يو غر راونړيدههغه دنگ غر چې آسمانڅکو ته يې لاس غځيدهلکه د طور په څير ذره ذره شو****يو آس له پښو ولويدههغه سپين آس چې په يو گام کې به تر ليرې، ليرې ورسيده...
12.11.2007
- baz
زما د زړه دره کې ستا د يادونو څلید يو شهيد آرمان په څير ولاړ دیاو ستا د خولې وروستۍ ټپه په آزانگو اړويتا ته به ياد وي که نه؟ما درته څه په هنرمندو گوتود سرو او شنو مريو پوښ کې وه رجړومه جوړهاود هيندارې په کونجونو کې مېد خپل نامه توري يو، يو وکرلما ويل چې ته کله کجل پورې کړېنو په ليمو کې به دې وغړيږماو که هيندارې کې تصوير ته گورېستا له تصوير نه به راوټوکيږمداسې به تا سره د مينې په تار ځان وتړمخو داسې کله وشولاو ما نه کله هير دي...