غر او آس
يو غر راونړيده
هغه دنگ غر
چې آسمانڅکو ته يې لاس غځيده
لکه د طور په څير ذره ذره شو
****
يو آس له پښو ولويده
هغه سپين آس
چې په يو گام کې به تر ليرې، ليرې ورسيده
12.11.2007
- baz
څنگه خاموشه زنده گي ده هنگامه نه شته دینن دې د کلي مازديگره هيڅ مزه نه شته دی
په يو ساعت کې په يو رنگ په بل کې بل رنگه ويماته خو خدايږو د دې ښکلو اندازه نه شته دی
څنگه ايسار شمه يارانو په دې چم کې څه ديدا وخت به څرنگه تيريږي چې هغه نه شته دی...
12.11.2007
- baz
دا څه ټکه راپريوتې
دا څه ټکه راوپريوتېچې د سر سړي مو وينېڅنگه ژر يې رانه واخليدا څه ټکه راپريوتېد يو غم فصل مو زړونو کې پوخ نه وي بل راشين شيدا څه ټکه راپريوتېچې د سر سيوری پيدا کړوعزرائيل يې په وزرونو کې راټول کړيدا څه ټکه راپريوتېد ” ساهو“ گلونو پاڼېد ” پسرلي “ په غيږ کې زمولي
١٩٩٨/٧/١٥...